د اذربایجان له لومړي وزیر سره په کتنه کې د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د اذربایجان جمهوریت محترم لومړی وزیر او ورسره مل هیئت ته؛

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

په لومړي سر کې له تاسې څخه مننه کوم چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ته مو د ایکو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړه او هرکلی مو وکړ.

خوشاله یم چې نن په باکو کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه له تاسو سره خبرې کوم.

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو مثبت تاریخي شالید ته په کتو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشورو د پيل غوښتنه کوو. څو په باکو کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتیک حضور لوړ او د اذربایجان له لوري د افغانستان اسلامي امارت سفیر په رسمي توګه ومنل سي.

د نفت او ګازو د استخراج او پروسس په برخه کې د اذربایجان تجربې ته په کتو موږ غواړو چې تاسې په دې برخه کې خپلې تجربې او همکارۍ له افغانستان سره شریکې کړئ.

د شنې انرژۍ په برخه کې هم اذربایجان ښه تجربه لري، موږ غواړو چې تاسې له افغانستان سره د لمریزې او بادي برېښنا په برخه کې خپلې تجربې شریکې او په دې برخه کې پانګونه وکړئ.

سربېره پر دې د زراعت میکانیزه کولو، اوبو مدیریت، د اسان خدمت پروګرامونو د تطبیق، ماین پاکۍ او د مسلکي زده کړو په برخه کې ستاسې د همکاریو او تجربو شریکولو غوښتنه کوو.

د لاجوردو دهلېز د سیمه ییز اتصال له پاره ډیر مهم دی. د افغانستان اسلامي امارت، چې اقتصاد محوره پالیسي يې غوره کړې، په سیمه ییز اتصال باور لري او د لاجوردو دهلېز په بشپړ فعالېدو سره به افغانستان د سیمه ییز اتصال په پياوړتیا کې خپل رول په ډېر ښه ډول ترسره کړي.

د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍاو ترانزیټ کچې زیاتېدو لپاره د لاجوردو دهلېز ارزښت ډېر لوړ دی. د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته هم د دغه دهلېز د فعال ساتلو په موخه ناستې وسوې. وروستۍ ناسته د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په درېیمه نېټه د ترکیې په استانبول کې وسوه او مهمې پرېکړې په کې وسوې. خو دغه پرېکړې لا هم نه دي عملي سوې.  

د افغانستان اسلامي امارت د دغه دهلېز له ټولو غړو هېوادونو غواړي چې د دغه دهلېز د فعالولو لپاره موجوده ستونزې حل سي او په دې برخه کې پوره همغږي رامنځته سي. اسلامي امارت له خپل لوري هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په تېر میلادي کال کې د افغانستان له لوري اذربایجان ته د دوه اړخیزو ځمکنیو انتقالاتو مسوده سپارل سوې ده. موږ غواړو څومره ژر چې ممکنه وي دغه موافقتنامه لاسلیک سي. د دې ترڅنګ دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجوده لارې د ترانزیټي پروسې د عملي کېدو لپاره پوره همغږي رامنځته سي.

افغانستان غواړي چې د اذربایجان له لارې ترکیې ته د ډبرو سکاره صادر کړي، په دې برخه کې ستاسې د همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوو. همداراز د اوسپنې پټلۍ د پراختیا په برخه کې غواړو چې اذربایجان له موږ سره خپلې تجربې شریکې او ګډ کار راسره وکړي.

موږ لېواله یوو چې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د همکاریو نوی فصل پرانیزو. د همدې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو د ګډ کاري ګروپ فعالول اړین بولو.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د زیاتېدو لپاره بهتره ده چې ګډ سوداګریز او زراعتي نندارتونونه جوړ سي او د اذربایجان بازارونو ته د افغانستان تولیدات ورسېږي. په دې برخه کې دې د اذربایجان له لوري افغان تاجرانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته سي.

په افغانستان کې له لسیزو وروسته په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې ښه فرصتونه برابر سوي دي. موږ د اذربایجان له دولت او پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د کانونو، زراعت، اوسپنې پټلۍ او انرژۍ په سکټورونو کې پانګونه وکړي. اسلامي امارت له خپل لوري د پوره ملاتړ او د بشپړې همکارۍ ډاډ درکوي.

همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د اذربایجان له حکومت څخه غواړي څو هغه افغان بندیان خوشې کړي چې په غیر قانوني توګه له سرحد څخه تېر سوي او په اذربایجان کې بندیان دي.

په پای کې یو ځل بیا په ایکو سازمان کې د بلنې له امله درڅخه مننه کوم. هیله لرم چې زموږ او ستاسو دا لیدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو یو نوی باب پرانیزي او دوامداره به پاتې سي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته