د ازبیکستان له ولسمشر سره د کتنې پرمهال د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم

 اما بعد فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم

د ازبکستان جمهوریت محترم ولسمشر او ورسره مل هیئت ته؛

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د ډيرې خوښۍ ځای دی چې د ایکو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې له تاسو سره وینم او د دواړو هېوادونو پر سیاسي روابطو او اقتصادي موضوعاتو، په ځانگړي ډول د اوسپنې پټلۍ، برېښنا، سوداگرۍ، ترانزيټ او وېزو اړوند مسایلو بحث کوو.

د ازبکستان جمهوریت په نړیوال سټېج د افغانستان په اړه ښه موقف غوره کړی دی. اسلامي امارت ستاسو د مثبت او واقعبینانه دريځ څخه مننه کوي او د دواړو هېوادونو تر منځ د همېشنيو ښو اړیکو غوښتونکی دی.

 ازبکستان هم د یو گاونډي ورور هېواد په توگه د افغانانو په زړه کې ځانگړی ځای او دیني، مذهبي،  کلتوري، قومي او ژبني مشترکات سره لري چې دواړه ملتونه يو له بل سره تړي.

د افغانستان اسلامي امارت په استازولۍ د ګاونډي هېواد ازبکستان له ټولو همکاریو او په وروستیو کې ستاسو د ۱۰۰ ټنه راستول سوو غذایي موادو مرستې له امله درڅخه مننه کوم.

خوښ یو چې د امام بخاري (رحمة الله علیه) زیارت ته زموږ له لوري در استول سوې د مرمر ډبرو هدیه مو قبوله کړه. امام بخاري (رحمة الله علیه) د اسلامي امت له پاره ډیر لوی خدمت کړی چې دغه خدمت يې د مسلمان امت د یووالي او اسلامي ورورګلوۍ د ټينګښت په برخه کې یو ډير لوی او مهم کار دی.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده، چې د پخوا په نسبت ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي. موږ هیله لرو چې دا کچه په راتلونکي کې دوه میلیارده ډالرو ته ورسېږي، په دې برخه کې وړاندیز کوم چې مسوولو ادارو ته دنده ورکړل سي چې په دې برخه کې پر ګډه کار سره وکړي.

زه باور لرم چې افغانستان او ازبکستان شته فرصتونو او اړتیاوو ته په کتو سره په سیمه کې ښه اقتصادي شریکان جوړېدای سي او اړتیا لیدل کېږي چې دواړه ګاونډي هېوادونه د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمه‌ییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې یوځای کار وکړي، چې په نېږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو په اقتصادي ثبات، پراختیا او ښېرازۍ کې مؤثر رول ولوبوي.

لکه څنگه چې سویلي آسيا او له هغه طريقه عربي هېوادونو ته د ازبکستان د صادراتو لپاره افغانستان د ترانزيټ اسانتياوې رامنځته کړي دي، له ازبکستان څخه هیله لرو چې د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسيې ته د افغانستان د صادراتو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي تر څو افغاني توکي اړمن مارکېټ ته لاره پیدا کړي.

په پای کې يوځل بيا غواړم يادونه وکړم چې د افغانستان اسلامي امارت له ازبکستان جمهوریت سره ټولو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړيکو ته ژمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو روابطو د پراختيا غوښتونکی دی.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته