د ایکو سازمان په څنډه کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پرمهال د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا
الحمدلله و کفی، و سلام علی عباده الذین اصطفی أما بعد!
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،
بسم الله الرحمن الرحیم
د دوست هېواد ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی رشید مردوف او مل پلاوي ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛
د متعال رب له دربار څخه درته پوره صحت او عافیت غواړم.
خوشاله یم چې د ایکو سازمان غونډې په څنډه کې له تاسو سره د لیدنې فرصت برابر سو. دا ډېر ښه فرصت دی چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په ګډو او مهمو اقتصادي موضوعاتو بحث وسي.
افغانستان او ترکمنستان دوه ګاونډي او دوست هېوادونه دي، چې ګډ دیني، تاریخي، فرهنګي او اقتصادي مشترکات لري. دغو ګډو مشترکاتو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړې دي.
د نورو ګډو اقتصادي مشترکاتو ترڅنګ د ټاپي پروژه له هغو سترو اقتصادي پروژو څخه ده چې له یوې خوا يې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ د پراختیا او له بلې خوا يې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پياوړتیا زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د متقابلو اړیکو د لا پیاوړتیا او د ځینو موضوعاتو په برخه کې د پرمختګ په اړه څو مهمو مواردو ته په ترتیب سره په لنډه توګه اشاره کوم:
درېیم: د ټاپي پروژه د سیمې په کچه له سترو او مهمو پروژو څخه ده. دا چې د دې پروژې نظارت ستاسو محترم رهبر په غاړه لري، په دې اړه یو ځل بیا ځانګړې مننه کوم. ان شاءالله چې په راتلونکي کې به د دې پروژې په اړه ښه پرمختګ ولرو. د افغانستان اسلامي امارت پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې د دې پروژې چارې له کوم ځنډ او خنډ پرته پرمخ ولاړې سي.
څلورم: الحمد لله! د تورغونډۍ-هرات د ریل پټلۍ جوړولو پروژه، د تورغونډۍ سټیشن د پراختیا پروژه او د سیمه ییز اتصال نورې حیاتي او پراختیايي پروژې په غوره او بریالۍ توګه روانې ده. ان شاء الله! په دې برخو کې به د ګډو همکاریو پر بنسټ د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.
پنځم: روښانه ده چې د ټاپي، اوسپنې پټلۍ او ټاپ پروژې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو د تأمین او سیمه ییز اتصال مهمې او حیاتي پروژې دي. په دې توګه هیله لرو چې دوست هېواد ترکمنستان په افغانستان کې په مختلفو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي او په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه سترې اقتصادي پروژې حمایه کړي.
شپږم: لکه مخکې چې یاده سوه دواړه هېوادونه ښې سوداګریزې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مناسباتو د لا ډېرې پياوړتیا له پاره اړتیا لیدل کېږي، چې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې لازمې اسانتیاوې راوستل سي.
اووم: د دوه اړخیزې سوداګرۍ د لا ډېرې پياوړتیا له پاره غوښتنه کوو چې په عشق اباد او کابل کې دې د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ خونې پرانیستل سي. دا کار به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لا لوړه کړي او اړوندو موضوعاتو ته به رسیدنه اسانه کړي.
اتم: همدارنګه زه باور لرم چې افغانستان او ترکمنستان شته فرصتونو او اړتیاوو ته په کتو سره په سیمه کې ښه اقتصادي شریکان جوړېدای سي او اړتیا لیدل کېږي چې دواړه دوست هېوادونه د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمهییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې یوځای کار وکړي، چې په نېږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو په اقتصادي ثبات، پراختیا او ښېرازۍ کې مؤثر رول ولوبوي.
په پای کې یو ځل بیا د دوست هېواد ترکمنستان له همکاریو او د افغانستان په اړه د ښه نیت له امله مننه کوم او هیله لرم چې د یادو سویو او نورو موضوعاتو په برخه کې به ګډ کار او همکارۍ ولرو.
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!