د نیالګیو کښېنولو اهمیت ته ځغلنده کتنه

مقاله

لیکوال: داکتر فاروق اعظم

د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار

ژمی تیر شو او دادی پسرلی دی. مځکه نوی ژوند او بزګران نوي کارونه پیلوي. پسرلی د نیالګیو کښینولو موسم دی. حکومت او خلک باید د نیالګیو کښېنولو ته ډېره توجه وکړي. د نیالګي کښېنول  نه یوازې د چاپېریال ساتنې لپاره اړین دي، بلکې د ځمکې د تودوخې کمولو او د اوبو د کچې لوړولو لپاره هم ګټور دي. د نیالګیو کښېنول د هوا د ککړتیا په کمولو، د اکسیجن د تولید، او د ککړو ګازونو په جذبولو کې مرسته کوي چې دا ټول د یوې پاکې او صحتمندې هوا لپاره اړین دي. د نیالګیو کښېنولو ځینې مهمې ګټې دادي:

د هوا کیفیت ښه کول: نباتات او ونې د فوتو سنتیز عملیې له لارې کاربن ډای اکسایډ له هوا جذبوي او اکسیجن تولیدوي. اکسیجن د ژوند لپاره ډیر ضرور دی. د نیالګیو په کښېنولو سره د هوا اکسیجن اندازه ډېرېږي، دهوا په پاک ساتلو کی مرسته کوي چې د انسانانو او حیواناتو د تنفس لپاره مهم دی. نباتات د هوا او غازاتو توازن ساتي او د اقلیمي بدلون په مخنیوي کې مرسته کوي.

د هوا د ککړتیا مخنیوی: د نباتاتو پاڼې او څانګې په هوا کی مضر ذرات لکه دوړې، لوګی یا نور کيمياوي مواد جذبوي او پاکوي یې. په دې ډول د هوا کیفیت ښه کېږي.

د اوبو د تبخیر کنترول: نباتات او ونې اوبه تبخیروي او په هوا کې د رطوبت کچه زیاتوي. دا کار د حرارت د کموالي سره مرسته کوي، ځکه چې د رطوبت زیاتوالی د هوا د تودوخې د لوړېدو مخه نیسي.

د اوزون د طبقې ساتنه: نباتات د هوا ککړونکي غازونه لکه نایتروجن اکساید او سلفر ډای اکساید چې د اوزون طبقه تخریبوي، جذبوي او په دې ډول هوا صافه او د اوزون طبقه سالمه ساتي.

د ځمکې د تودوخې کمول: ونې او نباتات د هوا د تودوخې په کمولو کې مهم رول لري. په ځانګړې توګه په ښارونو کې، چېرې چې د تودوخې کچه لوړه ده. د نیالګیو کښینول د تودوخې د کمولو لپاره غوره لاره ده.

د اوبو ساتنه: ونې او نباتات په مځکه کې د اوبو په ساتلو کې مهم رول لوبوي. نباتات او ونې د ځمکې د لاندې اوبو جذبولو لپاره خاصې ریښې لري چې د اوبو ذخیره کولو کې مرسته کوي. دا رېښې نه یوازې د اوبو د جذبولو کار کوي، بلکې د اوبو د کموالي په وخت کې دا ذخیره سوې اوبه نباتاتو ته ورکوي چې د مځکې د وچوالي مخه نیسي.

د مځکې د خاورې ساتنه: د نیالګیو کښېنول د خاورې په ټینګولو کې مرسته کوي، خصوصاً په هغو سیمو کې چې د بارانونو یا د بادونو له امله خاوره سستیږي.

د ځنګلي حیواناتو پایښت: نیالګي یا ونې د ځنګلي حیواناتو د ژوند لپاره پناه ځای او د خوړو سرچینه برابروي. دا د حیواناتو او حشراتو د بقاء او ډېرېدو لپاره مهم دی.

ذهني او فزیکي ګټې: د نیالګیو کښېنول انسانانو ته هم ګټور دي. د دې کار له لارې انسانانو ته تفریح ځایونه ډېرېږي چی د روحي سکون او د فزیکي فعالیت د ودې لپاره مهم دي.

اسلام چاپیریال ساتنی ته ډیره توجه کړې ده. په قرآنکریم کې نباتات او د هغوی د اهمیت په اړه ګڼ ایاتونه سته چې نباتاتو او د هغوی ارزښت او اهمیت ته اشاره کوي، د هغوی د تولید او انسانانو ته د ګټو په اړه خبرې کوي. نباتات نه یوازې د انسانانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره مهم دي، بلکې په قرآنکریم کی د الله عزوجل د نعمتونو په توګه یاد شوي دي. د نباتاتو او چاپیریال ساتنې په برخه کې ډیر آیاتونه شته چې یو څو یی دادي:

«وَٱللَّهُۥ ٱلَّذِىۤ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَاءِ مَاءًۭ فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـٰٓيَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَسْمَعُون – الله هغه ذات دی چې اوبه له پاسه راتویوي او په هغه مځکه ژوندۍ کوي. یقینا په دغه کې د هغه ولس لپاره چې غوږ نیسي لویې نښې دي - الروم: ۳۷». یا فرمایي:

«هُوَ ٱلَّذِىۤ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَاءِ مَاءًۭ لَّكُمْۖ فَأَمْبَتْنَا بِهِۦ جَنَّـٰتٍۢ ذَاتَ بَهْجَةٍۢۖ وَزَرْعًۭا وَنَخِيلًۭا وَأَعْنَابًۭا وَمِنْ كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِۖ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَآيَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يَتَفَكَّرُونَ - هغه الله دی چې تاسو ته له پاسه اوبه راتویوي، بیا له دې اوبو څخه موږ تاسو ته ښکلي باغونه، د کښت مځکې، د خرما او انګورو ونې او هر ډول مېوې پیدا کوو. په دې کې د هغه ولس لپاره چې تفکر کوي لویه نښه ده - النحل: ۱۰». او فرمایي:

« وَفَجَّرْنَا ٱلْأَرْضَ عُيُونًۭا فَٱلْتَقَى ٱلْمَآءُ عَلَىٰٓ أَمْرٍۢ قَدَرٍ - او موږ له مځکي د اوبو چینې راوایستی، بیا دغه اوبه (د اسمان د اوبو سره په یوه معقوله طریقه) د ضرورت په اندازه سره یوځای سوې - قاف: ۹».

زه ګران وطنوال هڅوم چی زموږ او زموږ د اولادونو د روغتیا او د یوه پاک چاپېریال د درلودلو په منظور، هم خپله نیالګي کښېنوي او هم د حکومت له مختلفو ادارو سره چې د نیالګیو کښېنولو کار کوي، د زړه له کومي همکاري وکړي.