د اداري پروسو په ساده کولو کې د اسلامي امارت هڅې

نجیب الله مایار
سریزه
په دولتي ادارو کې د اداري پروسو ساده کول یوه مهمه مسله ده چې کولی شي د کارونو د ښه والی، د لګښتونو کمښت، د مراجعينو د رضایت او د خدماتو په وړاندې کولو کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو لامل شي. د پروسو ساده کولو یوه اساسي ګټه په دولتي ادارو کې د کارونو مؤثریت او ګټورتوب دی. ډیرې اداري پروسې پیچلې او وخت نیوونکې دي چې د کارونو اسانتیا پر ځای د کارکوونکو او خلکو وخت او انرژي ضایع کوي. د دې مرحلو په ساده کولو سره، وخت سپما کېږي او بشري منابع په مؤثره توګه کارېدلی شي. د پروسو ساده کول او په تېره بیا الکترونیکي کول د عملیاتي چارو په لګښتونو کې کمښت او د خدماتو په وړاندې کولو کې چټکتیا رامنځ ته کوي. دولتونه او خصوصي سکټور تل هڅه کوي چې په خپلو خدماتو کې داسې لارې چارې په پام کې ونیسي چې له یوې خوا پکې شفافیت تر ډېره حده رعایت شي او له بلې خوا په لږ وخت کې ډېر کار سرته ورسیږي. د افغانستان په دولتي ادارو کې دا ستونزه له ډېره وخته موجوده وه چې د کارونو د جواز، بېلابېلو اسنادو او نورو مهمو سندونو د ترلاسه کولو په موخه یو کس اړکیږي ګڼو دفترونو ته په مراجعې سره لسګونه لاسلیکونه واخلي. په دې سره له یوې خوا د مشتریانو او اړوندو دفترونو وخت ضایع کیږي او له بلې خوا د روڼتیا مخه نیسي او اداري فساد ته لاره هواروي. د افغانستان اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې هڅې پیل کړې ترڅو اداري پروسې ساده، شفافې او لنډې کړي او په ځینو برخو کې خو لا دا پروسې الکترونیکي شوې هم دي. غواړو په لنډ ډول یې یادونه وکړو:
د اداري پروسو په ساده کولو کې د اسلامي امارت هڅې
تکنالوژي د اوسني عصر داسې پدیده ده چې له شک پرته یې د انساني ژوند ټول اړخونه تر اغېزلاندې راوستي دي. دغه پدیدې د بشر په ژوند کې یو ژور بدلون راوستی. ډېر ناشوني کارونه شوني، اوږدې پروسې لنډې او د کار او زده کړې دودیزې بڼې نوې شوې دي. د ټکنالوژۍ یوه ښیګڼه هم الکترونیکي حکومتولي ده چې په خپل رول سره اوږدې پروسې لنډې او د متراکم بشري ځواک دندې په لږه موده او لږه امکاناتو مخ ته وړي. الکترونیکي حکومتولي د دولت د خدماتو د وړاندې کولو یو عصري سیستم دی، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ له لارې د شفافیت، حساب ورکونې، چټک خدمت او د اداري چارو د اسانه کولو لپاره کارول کېږي. د افغانستان په دولتي ادارو کې د اسنادو او نورو تدارکاتي چارو له پاره ډېر پړاوونه په پام کې نیول شوي و چې له یوې خوا د خلکو او دولت د بشري سرچینو د وخت د ضایع کېدو او له بلې خوا د لګښتونو د لوړېدو لامل کېدل. اوږدې اداري پروسې تر ډېره په اقتصادي برخه کې د خلکو د شکایت لامل شوې وې، د خلکو په وینا د یوه کار د جواز د ترلاسه کولو، مالیو د تحویل او ګمرکي ټکس د سپارلو په برخه کې خلک اړ وو چې څو دفترونو ته مراجعه وکړي، ګڼ لاسلیکونه واخلي او څو ورځې کاغذونه په دفترونو وګرځوي. د افغانستان اسلامي امارت رهبري همدې ستونزې ته د حل موندنې په موخه هڅې پیل کړې چې ډېرې پیچلې دا ډول پروسې لنډې او ساده کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند تل په خپلو خبرو کې څرګنده کړې چې اسلامي امارت د نظام په بېلابېلو ادارو کې اداري پروسې ساده کړې دي او اوس په ځینو برخو کې هغه کارونه په څو دقیقو کې سرته رسیږي چې پخوا به په ورځو کې سرته رسېدل.
خلکو ته د آسانتيا په موخه لاهم په اداري پروسو کې د آسانتیا راوستلو هڅې دوام لري. د دې هڅو په لړ کې څه موده وړاندې د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره د امارتي ادارو حمايوي «تدارکاتو، مالي او اداري» پروسو د ساده کولو او يو شان کولو بهير د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیست. د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دغه بهیر د پرانیستې په مراسمو کې د اداري پروسو ساده کول يو ستر ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت دا درک کړې چې یو شمېر اداري پروسې باید ساده شي. د چارو په اداره کې مسوولین وایي تر دې وړاندې د ملکي خدمتونو عادي اداري پروسې ډېرې پېچلې وې او مراجعین به له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو اسلامي امارت غواړي دا پروسې ساده او خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره وایي له تېرو درېیو کلونو را په دېخوا د اداري پروسو د ساده کولو چارې چټکې پرمخ ځي او دغه اداره توانېدلې چې په بېلابېلو وزارتونو او ادارو کې ۹۳۸ اداري پروسې ساده کړي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره چې پنځه بېلابېل رياستونه لري؛ يو رياست يې د حکومت په ټولو وزارتونو او ادارو کې اړتيا ته په کتو د اداري پروسو ساده کولو چارې پرمخ وړي. د پروسو د ساده کولو بهیر به همداسې روان وي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره د وزارتونو او ادارو يو شمېر پېچلې اداري پروسو چې تر دې وړاندې يې ارزونه شوې؛ په عملي توګه د ساده کولو بهير پيل کړي، په دې سره به ګڼې پروسې ساده او خلکو ته به اسانتياوې برابرې شي. په افغانستان کې که څه هم الکترونیکي حکومتولي ډېره مخینه نه لري، خو بیا هم د وخت اړتیاوو ته په پام سره په دې برخه کې هڅې شوې او په ځینو برخو کې خو لا عملي ګامونو هم اخیستل شوي دي چې په وروستیو کې د اسلامي امارت له خوا دغه هڅو ته پراختیا ورکړل شوې او پیاوړې شوې دي چې په لنډ ډول ترې یادونه کوو:
د پانګونې په چارو کې خلکو ته د آسانتیاوو رامنځ ته کول
په هېواد کې د پانګونې او جوازونو د ترلاسه کولو چارې له ډېر پخوا ټکنۍ وې او ډېر شکایت داو چې اداري پروسې خورا اوږدې او ډېر وخت نیسي. اسلامي امارت همدې ستونزې ته په پام سره د پانګونې په چارو کې د چټکتیا په موخه د اقتصادي معاونیت په اډانه کې د پانګونې بین الوزراتي کمیټه جوړه کړه، ترڅو د پانګوالو کارونه په لږ وخت او یوه ځای کې سر ته ورسیږي. پانګوالو ته د آسانتیا په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ځانګړي فرمان پر اساس د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هدایت او د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د دوهمې ګڼې مصوبې پر بنسټ د پانګونې بینالوزارتي کمېټه رامنځته او ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۵ مه نیټه یې په کار پيل وکړ.
دغه کمېټه د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي او موخه یې تر واحد چتر لاندې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د طرحو طی مراحل، د پانګونې په پروسو کې چټکتیا او شفافیت ایجاد او د پانګوالو او اړوندو وزارتونو ترمنځ مؤثره همغږي رامنځته کول دي. د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو، د چارو د ښه مدیریت لپاره د زمینې برابرولو، د پانګونې پروسو کې د چټکتیا او روڼتیا رامنځته کولو، د امارتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ ښه والي او په افغانستان کې د پانګونې پروژو په اړه پانګوالو ته د لازمو معلوماتو چمتو کولو په موخه د شلو وزارتونو او ادارو په غړیتوب جوړه شوې ده. کورني او بهرني پانګوال کولای شي د پانګونې د طرحې ځانګړتیاوو (د طرحې سرلیک، د طرحې د وړاندې کوونکي پانګوال/ادارې نوم، د پانګوال [حکمي/حقیقي شخص] په اړه بشپړ معلومات [ د شرکت جواز، آدرس، اړیکې شمېره، برېښنالیک او د استازي د استازولۍ قانوني اسناد]، د طرحې پېژندنه، د طرحې موخې، موخو ته د رسېدو څرنګوالی، د طرحې د پلي کولو لپاره د اړتیا وړ بودیجه او تمویلونکې مرجع، د طرحې د پلي کولو موده او له طرحې څخه د ګټې اخیستنې موده)، په پام کې نیولو سره خپلې طرحې په فزیکي ډول د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون دارالانشاء ته واستوي.
او پر دې سربېره یې پر (aiimc@dpmea.gov.af) برېښنالیک او (0202100976) تلیفون شمېره هم له نوموړې کمیټې سره اړیکه نیولی شي.
د تدارکاتو الکترونیکي سیستم (NPA)
د افغانستان ملي تدارکاتو اداره (NPA) د دولتي قراردادونو د شفافیت لپاره الکترونیکي سیستم تېر کال معرفي کړ. د چارو ادارې مسوولین وایي په دې سره د روڼتیا رامنځته کیدو ترڅنګ په تدارکاتي چارو کې د وخت له ضایع کېدو هم مخنیوی کوي. له دې لارې خلک کولای شي د انټرنیټ له لارې د چارو ادارې د تدارکاتو له ټولو برخو مالومات ترلاسه کړي او د تدارکاتو ادارې پر کاري بهیر څارنه وکړي. په لیرې پرتو سیمو کې خلک د انټرنټ او د همدغه سیسټم له لارې کولای شي د پروژو په اړه مالومات ترلاسه کړي.
د مالیې الکترونیکي سیسټمونه
د افغانستان اسلامي امارت د برېښنایي حکومتولۍ او مالي مدیریت په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو په موخه په ګمرکونو او نورو امارتي ادارو کې پرمخ تللي سیسټمونه پلي کړي دي. د دغه بهیر یوه بېلګه په مالیې وزارت کې د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (AFMIS)دی چې په وروستیو کې یې پراختیا ورکړې او د مالي چارو مدیریت، کنټرول او راپور ورکولو په برخو کې د لا روڼتیا او اغېزناکتوب رامنځته کولو په برخه کې ستر ګام ګڼل کېږي. دغه وزارت وایي د افميس نوی سیسټم د پخواني سیسټم ستونزې لکه ټیټ سرعت، لوړ لګښتونه او تخنیکي محدودیتونه حل کړې دي. پخوانی سیسټم په ۲۰۰۲کال کې د فریبلانس شرکت لخوا جوړ شوی و، چې ټول تخنیکي واک یې د شرکت په لاس کې و. د دغو ستونزو د حل په موخه مالیې وزارت د یو خپلواک او پرمختللي سیسټم د جوړولو پرېکړه وکړه، چې اوسني شرایط او اړتیاوې په نظر کې نیسي. د مالیې وزارت دا نوی سیسټم په ۱۴ کلیدي وزارتونو او ۸ ولایتي مستوفیتونو کې په بریالیتوب سره ازمایل شوی دی او د اړوندو مالي سیسټمونو سره د نښلېدو وړتیا لري، چې د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا ته لاره هواروي.
د صادراتو واحد مرکزونه
سوداګرو ته د آسانتیا برابرولو په موخه د هېواد د شپږو زونو په مرکزونو کې د صادراتو د اسنادو د طی مراحل په موخه د صادراتو واحد مرکزونه هم پرانیستل شوي دي. ډېر دا مرکزونه د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته نیژدې جوړ شوي، ترڅو سوداګر په لږ وخت کې وکولای شي د سوداګریزو توکو د صادراتو پروسه سرته ورسوي. د صادراتو دا واحد مرکزونه په یو شمېر ولایتونو کې پخوا پرانیستل شوي وو او په بلخ او کندوز ولایتونو کې دا مرکزونه څه موده مخکې پرانیستل شول. دا مرکزونه د نوښتونو د هغې لړۍ یوه برخه ده چې د صادراتي اسنادو د طی مراحل پروسې د ساده کولو او آسانتیا په موخه پیل شوې ده. اسلامي امارت غواړي سوداګرو او پانګهوالو ته ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
د الکترونیکي تذکرو د وېش سیسټم پراختیا
د افغانستان د ملي احصایې او معلوماتو ادارې (NSIA) له خوا د الکترونیکي تذکرو ویش که څه هم پخوا پيل شوی و، خو دا بهیر ډېر ټکنی و چې د اسلامي امارت له خوا یې چارې چټکې او څانګو ته یې پراختیا ورکړل شو. اسلامي امارت د دغه بهیر د لا غښتلتیا په موخه ولایتي څانګو ته هم یو لړ صلاحیتونه انتقال کړل چې مخکې یې صلاحیت یوازې له مرکزي ادارې سره و. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ له پیل تر اوسه ۱۵ میلیونه او څهباندې ۱۸ زرو کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي، چې ۹ میلیونه او ۶۷ زره یې نارینه او ۵ میلیونه او ۹۵۲ زره یې ښځینه دي. له دې ډلې ۹ میلیونه یې د افغانستان اسلامي امارت په حاکمیت کې وېشل شوې دي. اوس د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو او اسان خدمت ۷۳ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم او په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت یو مرکز فعال دی چې هره ورځ اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
د اداري پروسو د ساده کولو ګټې
په دولتي ادارو کې د پروسو د ساده کولو مهمې ګټې د کارونو مؤثریت، د لګښتونو کمول او د وخت ښه مدیریت دی. ډیری اداري پروسې پیچلې او وخت نیوونکې دي، چې د کار د اسانتیا پر ځای د خلکو او کارکوونکو وخت او انرژي ضایع کوي. په ډیرو مواردو کې پیچلې او اوږدې پروسې د اداري فساد لپاره زمینه برابروي. کله چې د یوې پروسې په مختلفو پړاوونو کې څو ځلې تایید او پیچلو تعاملاتو ته اړتیا ولري د فساد امکان لوړېدلای شي. د دې پروسو ساده کولو او د هغو مرحلو په لیرې کولو سره چې اړتیا نه لري، کېدای شي دا زیان کم او په اداري چارو کې شفافیت زیات شي. د پروسو ساده کول د کارونو په چټکتیا کې مهم رول لري او ډیر ځله اداري پیچلتیاوې د خلکو د ناخوښیو لامل کیږي. د پروسو په ساده کولو سره، خدمات چټک او دقیق تر خلکو رسیدلی شي چې دا د خدماتو په موثریت کې مرسته کوي. پیچلې او اوږدې اداري پروسې معمولا لګښتونه زیاتوي، ځکه چې کارونه ډیر وخت نیسي او د دې پروسو د مدیریت لپاره زیاتو کارکوونکو ته اړتیا وي. د پروسو په ساده کولو سره، اضافي لګښتونه کمیدلی شي. د پرېکړو چټکتیا د پروسو ساده کولو یوه بله ګټه ده. کله چې پروسې پیچلې او څو مرحلې په بر کې ونیسي، ممکن پرېکړې ډیر وخت ونیسي، چې دا چاره د دولت او خلکو دواړو په ګټه نه ده، خو د پروسو په ساده کولو سره، پرېکړې چټکې او په مناسب وخت کې کیږي. نړۍ په چټکۍ سره بدلیږي او حکومتونه هم له دې بدلونونو سره ځان عیاروي. پیچلې پروسې عموماً له بدلونونو سره د مطابقت لازم انعطاف نه لري. خو کله چې پروسې ساده او روښانه وي، حکومتونه کولی شي له نویو شرایطو سره ځان عیار او بدلونونه په مؤثره توګه په اداري سیسټمونو کې ځای پر ځای کړي. د اداري پروسو ساده کول نه یوازې د اوسني وضعیت د ښه کولو له پاره ګټور دي، بلکه د نوښتونو لپاره زمینه برابروي. د پیچلو اداري خنډونو لیرې کول د نوو لارو او پرله پسې پرمختګ لپاره زمینه برابروي. ساده پروسې عموماً روښانه وي، کله چې د کار مختلف پړاوونه واضح او دقیق تعریف شي، د نظارت او حساب ورکولو پروسه هم اسانه کیږي. دا روڼتیا کولی شي د فساد، درغلۍ او غلطیو مخه ونیسي او حکومت د دې جوګه ګرځوي چې خپل فعالیتونه دقیقاً و ارزوي.
پایله
په دولتي بنسټونو کې د اداري پروسو ساده کول نه یوازې د پیچلتیاو او لګښتونو د کمولو په برخه کې مهم دي، بلکې د دولتي ادارو د فعالیتونو ښه کولو او د خلکو په خوښ ساتلو کې هم مرسته کوي. د دې ګټو په پام کې نیولو سره، حکومتونه باید تل هڅه وکړي چې خپلې اداري پروسې ساده او له خپلو سرچینو څخه په مؤثره توګه استفاده وکړي. د افغانستان اسلامي امارت د دې موضوع په درک سره له تېرو درېیو کلونو را په دېخوا ډیری پیچلې اداري پروسې ساده کړې او لاهم کار دوام لري چې نوي لمریز کال ته د ساده شویو اداري پروسو شمېر د اوس په پرتله څو برابره لوړ کړي. په دې سره به هم د دولت سرچینې پرځای او په اغیزناک ډول ولګول شي او هم به د مراجعینو د وخت د ضایع کېدو او سرګردانۍ مخه ونیسي. پر دې سربېره د حکومتولۍ په پروسو کې د ټکنالوژۍ استفاده د وخت یوه جدي اړتیا ده چې افغانستان هم د نړیوالو پرمختګونو څخه د استفادې په موخه په عملي توګه له ټکنالوژۍ څخه په بېلابېلو برخو کې استفاده کړې او لا هم دا بهیر پرمخ ځي. د ټکنالوژۍ څخه په استفادې سره به له یوې خوا کاري پروسې چټک او د وخت د ضایع کېدو مخه به ونیول شي او له بلې خوا د بشري سرچینو څخه هم اعظمي استفاده وشي.