د کازان شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم؛ د اسلامي امارت له پاره غوره فرصت او لاسته راوړنې

نجیبالله مایار
سریزه
د روسیه – اسلامي نړۍ: کازان شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان ښار کې د غويي میاشتې په ۲۵ مه نیټه پرانیستل شو. د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي هم په دې فورم کې ګډون کړی و. د دغه فورم موخه د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او همداراز د پانګونې فرصتونو شریکول و. د افغانستان اسلامي امارت لوپوړي پلاوي د بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د پانګونې موجودو فرصتونو په اړه رسمي لیدنې درلودې. په دغه اقتصادي فورم کې د بېلابېلو هېوادونو بېلابېلو صنعتي تولیدات نندارې ته ایښودل شوي و. د کازان نړیوال فورم د افغانستان اسلامي امارت له پاره د اقتصادي همکارۍ او پانګونې د جلب او جذب په برخه کې یو ښه فرصت دی. د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي په داسې حال کې د کازان په نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړ چې په همدې ورځو کې د روسیې فدراسیون د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم لیرې کړ.
د کازان شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي ګډون
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي د روان کال د ثور میاشتې په نیټه د کازان په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ښار ته سفر وکړ. له اقتصادي مرستیال سره په دغه سفر کې د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر، او یو شمېر نور د امارتي ادارو مسوولینو ګډون درلود. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۵مه نېټه د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان ښار کې د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په پرانیستغونډه کې ګډون وکړ. د کازان غونډه ده چې هر کال د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان ښار کې جوړیږي.
د کازان اقتصادي فورم په څنډه کې لیدنې کتنې
د اسلامي امارت پلاوي د کازان له نړیوال سټیج څخه د امارت د سیاسي لیدلوري د بیان ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم د خپلو موخو په بیانولو سره د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو او نورو چارواکو سره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت او پراختیا په موخه لیدنې کتنې درلودې چې له شک پرته ښې پایلې یې هم ترلاسه کړې. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۵مه نېټه د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په پرانیستغونډه کې له ګډون وروسته د دغه فورم په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره وکتل. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان له ولسمشر څخه له دې امله مننه وکړه چې دغه فورم ته یې د اسلامي امارت پلاوی ور وباله او په دې توګه یې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا فرصت برابر کړ. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، د اسلامي امارت بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دی او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د همدې سیاست پر اساس غواړي چې له تاتارستان جمهوریت سره په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په ځانګړي ډول د انرژۍ، زېربناوو او دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې اړیکې پراخې کړي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان حالت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او له تاتارستاني پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د نفت او ګاز د استخراج او تصفیې، ساختماني پروژو، ریل پټلۍ جوړولو او نورو بیلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. هغه له دوی سره په دې برخه کې د اسلامي امارت د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په دې کتنه کې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نندارتونونه او نور اقتصادي موارد دې مطرح او جوړ شي، ترڅو په دې برخه کې له شته ظرفیتونو څخه اعظمی استفاده وشي. د تاتارستان ولسمشر ښاغلي رستم مینیخانوف په کازان فورم کې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي ګډون مهم وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د اړیکو پراخولو په موخه به تاتارستاني پلاوي کابل ته واستوي. مینیخانوف زیاته کړه، اوس له افغانستان سره په ځینو برخو کې سوداګري لري او له دې ورسته به د راکړې ورکړې کچه لوړه کړي. د اقتصادي اړیکو د ټینګښت د هڅو په لړ کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۵مه نېټه په ساختماني او سیمهییزو پراختیايي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي حوسنولین مارات شاکر زیانوویچ سره وکتل. د دغه کتنې اصلي موضوع دواړو لورو پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو خبرې وې. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له روسیې څخه وغوښتل چې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو سطحه لوړه او رسمي مرحلې ته یې داخله کړي څو پر سیاسي ډګر سربېره په اقتصادي برخه کې هم عملي پرمختګونه وشي.
محترم حاجی ملا صاحب ډاډ ورکړ چې افغانستان به د سیمې د یو مسوول اقتصادي شریک په توګه مثبت رول ولري.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون له سترې محکمې مننه وکړه چې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه یې د اسلامي امارت نوم لرې کړ. محترم ملاصاحب له دغه روسي چارواکي سره په کتنه کې په اقتصادي برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د تشریح په ترڅ کې وویل چې اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست غوره کړی او موخه یې داده چې دا هېواد په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، تجارت او ترانزیټ په مرکز بدل شي. دا کار به نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د ټولې سیمې په ګټه وي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، په همدې موخه اسلامي امارت هڅه کوي چې سیمې او لیرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره او په مختلفو برخو کې بهرنۍ پانګونه جلب او جذب کړي. پر همدې اساس د روسیې فدراسیون ته د ښار او په ارزانه بیه د کورونو جوړولو، دولتي ښوونځیو او روغتونونو، سړکونو، پلونو، اوبو بندونو، د اوبو رسولو سیسټمونو او برېښنا رسولو شبکو کې د پانګونې بلنه ورکوو. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان د شمال - جنوب دهلېز په مسیر کې پروت دی او لېواله دی، چې د دې دهلیز په تقویت او سیمهییز اقتصادي اتصال کې مؤثر رول ولري. په دې برخه کې د روسیې په څېر د یوه ستر او تاثیر ګذاره هېواد شراکت مهم دی څو نور هېوادونه د تجارت او ترانزیټ په لاره کې خنډ جوړول د ابزار په توګه ونه کاروي. محترم ملا صاحب د دې لیدنې پر مهال افغان – ټرانس د سیمې له مهمو پروژو یاده کړه او ویې ویل، دا پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا د وصل په برخه کې مهم رول لري او اسلامي امارت د روسیې فدراسیون څخه غواړي چې د پلان مطابق یې د چارو په بشپړولو کې همکاري وکړي. په ساختماني او سیمهییزو پراختیايي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي حوسنولین مارات وویل، له افغانستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړی او هیله لري چې دا اوسنۍ لیدنه به په نورو برخو کې مهمو پرمختګونو ته لار هواره کړي. نوموړي زیاته کړه، چمتو دي چې د ښار او کور جوړولو په پروژو کې له اسلامي امارت سره په ګډه کار وکړي. حوسنولین مارات وویل، په افغانستان کې د ترانسپورټ په برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه کوي او پوهېږي چې په دې برخه کې اوس په افغانستان کې هېڅ ستونزه نشته. هغه د روسیې فدراسیون د چمتو والي یادونه وکړه چې غواړي د شمال – جنوب په دهلېز کې افغانستان ته فعاله ونډه ورکړي. نوموړي په دې اړه د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال وغوښتل چې دوی ته د افغانستان له لوري رسمي استازی ورمعرفي کړي او د افغان ـ ټرانس پروژې پر بشپړېدو یې هم ټینګار وکړ. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پر زیاتېدو او بانکي همکاریو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي له خوا د وړاندیز شویو موضوعاتو او مسایلو مفصل راپور د روسیې له له لومړي وزیر او ولسمشر ولاديمیر پوتین سره شریکوي. څو یې د تعقیب او تطبیق په موخه تخنیکي ټیمونه کابل ته واستوي. دواړو لوریو له خپله اړخه د ذکر شوو موضوعاتو د تعقیب په موخه رسمي استازي معرفي او هیله یې څرګنده کړه چې د ګډې همغږۍ په صورت کې به په دې برخو کې د پام وړ پرمختګونه ولري. حوسنولین دا کتنه ډېره مهمه وبلله او هیله یې وښوده چې دا به د دواړو هېوادونو تر منځ د عملي چارو پیل او ښې همغږۍ ته لاره هواره کړي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۵مه نېټه د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د موردوویا جمهوریت له جمهور رئیس ارتیوم الکسیویچ زدونوف سره په کتنه کې ، د کازان نړیوال اقتصادي فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ، برېښنا او نورو برخو کې د همکاریو رامنځته کولو له پاره ښه فرصت وباله. حاجي ملا صاحب زیاته کړه، افغانستان اوس په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې له پاره خورا ښه فرصتونه لري، بهرني پانګوال کولای شي په دغه سکټورونو کې پانګونه وکړي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې افغانستان د وچو او تازه مېوو، وطني غالیو، قېمتي ډبرو، مرمر او نورو کاني موادو باکیفیته تولیدات لري او چمتو دي چې په دې برخو کې موردوویا جمهوریت ته صادرات پیل کړي. محترم ملا صاحب وویل، افغانستان لیوالتیا لري چې له موردوویا څخه د برېښنایي وسایلو، ساختماني موادو، صنعتي ماشین آلاتو، نفتي توکو، طبیعي ګاز او خام المونیمو، ریلي واګونو او ترانسپورټ اړوند وسایلو او تجهیزاتو په برخه کې د کورني ضرورت د رفع کولو په موخه د اړتیا مطابق واردات ولري. محترم ملا صاحب همداراز د موردوویا پانګوالو ته په افغانستان کې د صنعت، کانونو او کرنې په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړه او هغوی ته یې د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ. د موردوویا ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پيل او پراختیا لپاره ښه فرصت وګاڼه او د افغانستان په مارکیټ کې یې د موردوویايي پانګوالو د پانګونې د چمتو والي یادونه وکړه. د دغه هېواد د چارواکو په وینا موردوویا د طب، کرنې، انرژۍ او درملو تولید په برخو کې ښه پرمختګونه لري او چمتو دي چې په یادو برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي. دغه هېواد همدا راز د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ډېرو هېوادونو ته صادرات لري او غواړي افغانستان ته یې هم د – قزاقستان او ازبیکستان له لارې پيل کړي. موردوویايي پانګوالو همداراز په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د اسلامي امارت له لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل شو. د لیدنې پر مهال د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي وویل، افغانستان چمتو دی چې د خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو او صنعتي تولیداتو په برخه کې له موردوویا سره په لویه کچه سوداګري پيل کړي. ښاغلي عزیزي زیاته کړه، په دې برخه کې به د افغانستان مهم شرکتونه موردوویايي لوري ته د ګډ کار کولو په موخه ورمعرفي کړي.
په اقتصادي برخه کې؛ ګډ سوداګریز فورم او سوداګریزې هوکړې
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک د کازان نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان – روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیست. د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې سیاسي ثبات ټينګ شوی، اقتصادي فعالیتونو پراختیا موندلې، سوداګري پراخه شوې او د کورنیو پانګوالو تر څنګ بهرنیو پانګوالو هم په مختلفو سکټورونو کې پانګونه کړې او دا چاره په ښه ډول روانه ده. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د هېواد د بیارغونې په موخه په مختلفو سکټورونو کې لویې او کوچنۍ پروژې پيل شوې دي. د یادو پروژو چارې د اسلامي امارت تر څنګ د کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لوري پر مخ وړل کيږي .د ریاستالوزراء قتصادي مرستیال د دغه فورم د پرانیستې پروخت وویل چې اسلامي امارت د زېربنايي پروژو پر پيل سربېره د سوداګرۍ پراختیا ته هم پاملرنه کړې او غواړي سیمې او لیرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي ، روسیه د افغاني تولیداتو او محصولاتو لپاره یو ښه بازار دی او افغانستان په دې برخه کې د اسانه شرایطو د رامنځته کېدو غوښته کوي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت له روسیې او منځنۍ آسیا سره د سوداګرۍ او ترانزیت پراختیا ته چمتو دی او په همدې موخه غواړي د افغانستان د سویل ـ لویدیځ د لویې لارې په مسیر کې د سالنګ بل تونل و باسي چې د روسیې فدراسیون په دې برخه کې ښه تجربه لري او له افغانستان سره دې په دې برخه کې همکاري وکړي. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي الکسي اویرچوک باثباته او پرمختللي افغانستان د ټولې سیمې په ګټه وباله او څرګنده یې کړه چې روسیې له دې کار څخه ملاتړ کوي. د نوموړي په خبره، د افغانستان وضعیت د ښه کېدو په لور روان دی او په کازان ۱۶م فورم کې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي ګډون ثابته کړه، چې افغانان په سوله کې ژوند غواړي او په سولهییزه فضا کې د اقتصادي مسایلو پرمخ بیولو ته چمتو دي. هغه زیاته کړه، روسي شرکتونه چمتو دي چې له افغانستان سره د کانونو استخراج، اوبو بندونو جوړولو، برېښنا تولید، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، د ترانسپورټي وسایلو تولید او همداراز سیمهییز اتصال او سوداګرۍ کچې زیاتېدو په برخه کې ګډ کار وکړي. ښاغلي اویرچوک وویل، د مسکو او کابل ترمنځ د ګډ سوداګریز مرکز د رامنځته کېدو موافقتنامه لاسلیک شوې، دوی هیله لري چې دا به د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ نوي شرایط او له موجودو امکاناتو به د استفادې لپاره ښه زمینه برابره کړي. د روسیې د ګمرکونو مسوول وویل چې د ځانګړو اسانتیاوو او په ګمرکي تعرفو کې د پام وړ تخفیفونو په پام کې نیولو سره دا اداره چمتو ده چې له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو واردات زیات کړي. هغه زیاته کړه، غواړي له افغانستان سره د سوداګریزو اصولو ساده کولو، د سوداګریزې بیروکراسۍ له منځه وړلو او په ګمرکونو کې د ځانګړې همکارۍ او کار کولو په موخه پروتوکول رامنځته کړي. په دې غونډه کې د روسیې فدراسیون د ټرانسپورټ وزارت مرستیال د افغانستان له لارې د روسیې د ترانزیټ کچې زیاتېدو ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل، په دې برخه کې د افغان – ټرانس پروژه ډېره مهمه ده، چې روسي او ازبیکستاني تخنیکي ټیمونه پرې ګډ کار کوي او موخه یې داده چې ژر یې عملي چارې پيل شي. په دې برخه کې اسلامي امارت له خپل لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. د افغانستان – روسیې سوداګریز فورم په پرانیستغونډه کې د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم حضور درلود. د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د خپلو خبرو پرمهال وویل، د دغه هېواد د موټر جوړولو شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې کار وکړي. د هغه په وینا دا هېواد چمتو دی چې په دې برخه کې د حکومتونو په کچه له افغانستان سره د ګډې همکارۍتړون لاسلیک کړي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په برخه کې دا ډول اقتصادي فورمونه مهم وبلل او پر دوام یې ټینګار وکړ.
د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ پنځه تفاهمنامې لاسلیک شوې
تاتارستان جمهوریت ته د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د هڅو د ټینګښت په موخه د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د کتنو په لړ کې له روسیې فدراسیون سره په بېلابېلو برخو کې پنځه تفاهمنامې هم لاسلیک کړې. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او په اقتصادي چارو کې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر د مرستیال محترم الکسي اویرچوک په حضور کې دا پنځه تفاهمنامې لاسلیک شوې. دغه تفاهمنامې د روان کال د ثور میاشتې په ۲۶مه نېټه د افغانستان – روسیې د سوداګریز فورم د پرانیستغونډې په پای کې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې لاسلیک شوې. دغه تفاهمنامې د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د روسیې فدراسیون د ترانسپورټ وزارت ترمنځ د ترانسپورټ او ترانزیټ؛ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پراختیا؛د دواړو هېوادونو د یوشمېر لویو خصوصي شرکتونو ترمنځ په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف استخراج او تصفیې او همداراز د سیمهییزې سوداګرۍ او صنعتي- لوجستیکي کمپلکس جوړولو په برخو کې دي.
پایله
د کازان نړیوال اقتصادي فورم په سیمه کې یوه مهمه غونډه ده چې د سیمې هېوادونه د خپل هېواد تولیدات، ظرفیتونه او فرصتونه نړیوالو ته رسوي. د افغانستان اسلامي امارت پلاوي له دغه فرصت څخه خورا غوره استفاده وکړه، نه یوازې یې افغاني تولیدات او محصولات د نړیوالو نندارې ته وړاندې کړل، بلکې د افغانستان اقتصادي سیاست، تګ لارې، موخې او لاس ته راوړنې یې هم تر بهرنیانو ورسولې او له دغه نړیوال سټیج څخه یې اعظمي استفاده وکړه. د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دغه پلاوي وکولای شول چې د افغانستان ښه استازیتوب وکړي او د سیمې له هېوادونو او په تېره بیا لوړ پوړو روسي چارواکو سره په کتنه کې یې د افغانستان د اقتصادي سیاست روښانه کړ او دا یې په ټینګار سره وویل چې اسلامي امارت غواړي د افغانستان د پرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا په موخه په هېواد کې د پانګونې له پاره آسانه او ډاډمن شرایط چمتو کړي او ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته بلنه ورکوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. له نړیوالو او سیمه ییزو فرصتونو څخه دا ډول استفاده کولای شي له یوې خوا نړیوالو ته په افغانستان کې شته فرصتونه واضح شي او له بلې خوا د اسلامي امارت په اړه شوي پروپاګندونه شنډ کړي.