راستنېدنکو هېوادوالو ته د سرپناه برابرولو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې

مقاله

نجیب الله مایار

سریزه

په افغانستان کې څو لسیزې اشغال او د جګړو دوام له هېواده د میلیونونو کسانو د وتلو لامل شو. د دغه کډوالو ډېری یې ایران او پاکستان ته کډه شول. د نورو ټولو هېوادونو په پرتله په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر زیات و چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو په تېره بیا خیبر پښتونخوا کې ورته ځانګړي کمپونه جوړ او د ملګرو ملتونو په ملاتړ په کې دا کډوال ځای پرځای شول. د وخت په تېرېدو یو ګڼ شمېر افغان کډوالو له پنډغالو بهر د پاکستان نورو ښارونو ته مه کړه او د سوداګرۍ، صنعت او نورو ګڼو برخو کې یې کاربارونه پیل کړل. داچې د پاکستان حکومت د افغان مهاجرینو د اخراج فیصله وکړه، نو په همدې اساس د عالیقدر امیرالمومنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی د حکم له مخې له پاکستان او نورو هیوادونو څخه په جبري توګه د را ایستونکو افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي صاحب په مشري د ۳۱ لوړ رتبه مسوولینو په شمول د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون جوړ شو او اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په محدوده کې د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو په موخه په ۸ فصلونو او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشیح او د یادې کړنلارې د تطبیق لپاره یوه دارالانشاء او ۱۲ کمیټې جوړې شوې. د دغه کمیسیون د جوړېدو موخه له بهرنیو هیوادونو څخه د افغان مهاجرینو باعزته راستنېدنه، د راستانه شویو مهاجرینو ځای پر ځای کول، راستنېدونکو مهاجرینو ته سوکاله ژوند او معیشیت چارې برابرول او د هیواد په ابادۍ کې د راستانه شویو مهاجرینو ونډې اخیستلو ته ښه زمینه برابرول دي. همدا راز ، مهاجرینو او بېځايه شوو د ځای پرځای کېدنې په هېواد کې د شته ظرفيتونو سره برابر د مهاجرت مديريت، مهاجرینو او راستنېدنکو ته د حقوقي او ټولنيزو خدمتونو رامنځ ته کولو او دملي او نړيوالو همکاريو جلب په ځانګړې توګه د کوربه هېوادونو په برخه کې ملي سياسي پالېسۍ او همغږۍ جوړول دي. پر پاکستان سربېره په وروستیو څو میاشتو کې له ایران څخه هم د افغان کډوالو ډله ییزه ایستنه پیل شوه. ایران په څو ورځو کې په لسګونو زره افغانان له نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو پرته و ایستل او لاهم دا لړۍ دوام لري. د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو ستونزو د مدیریت په موخه مخکې له مخکې چمتو والی درلود او د دې له پاره چې له پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو ترڅنګ له ایران څخه د ایستل شویو کډوالو ستونزو ته په وخت رسیدګي وشي؛ خپلې هڅې یې څو برابره کړې او د دوی له پاره د خدماتو د رسولو په موخه یې په سرحدي سیمو کې موقت پنډغالي جوړ او د هېواد بېلابېلو سیمو ته یې د لیږدولو تدابیر چټک کړل.

د را ایستل شویو افغان کډوالو له پاره د اسلامي امارت چمتو والی

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر له پيل وروسته د راستنېدونکو د چارو د مدیریت او دوی ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه ډیورنډ کرښې ته څېرمه د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د راستنېدونکو له پاره کمپونه جوړ کړل او امکاناتو ته په کتو د مهاجرینو تثبیت، تشخیص، انتقال، لومړني او صحي خدمات وړاندې کیږي. دغه کمېسیون د بې شمېره ګټورو اقداماتو د ترسره کولو ترڅنګ، د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټو جوړول، ددې کمیسیون یو  بل مهم اقدام ګڼل کېږي. دغه ښارګوټي د بېرته راستنېدونکو کډوالو د استوګنې او د دوی د ژوند لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو په موخه جوړېږي. د مسوولینو په خبره، دا اقدام د اسلامي امارت د بشري مرستو د سیاستونو برخه ده، چې د هېواد د بیارغونې او د بېرته راستنېدونکو کډوالو ملاتړ لپاره ترسره کیږي. د کور او ښار جوړولو وزارت د معلومات له مخې، د هېواد د ۲۵ ولایتونو لپاره د مهاجرینو د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوې او په ځینو ولایتونو کې د مستحقو کسانو لپاره د نومرو وېش هم پیل شوی دی. دغه ښارګوټي په ځانګړي توګه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د دایمي او خوندي استوګنې، د داوطلبانه راستنېدو پروسې د اسانه کولو، هېواد ته د مهاجرو د راتګ وروسته د دوی د سرګردانۍ د مخنیوي، انساني کرامت، سلامت او امنیت د خوندي کولو او د ښارګوټو د زېربناوو د پراختیا لپاره د کورنیو او بهرنیو مرستو د جلبولو په موخه جوړېږي. تر دې مهاله په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړې توګه په ننګرهار، خوست، کندهار، نيمروز، هرات، فارياب، پکتيا او غزني کې یو شمېر ښارګوټي د جوړېدو په حال کې دي. دا ښارګوټي په داسې توګه ډیزاین شوي، چې کډوالې کورنۍ پکې په لنډ مهاله او یا دایمي توګه په ډاډ سره ژوند کولای شي. د دې ښارګوټو د تفصیلي پلان له مخې، استوګنیز ځایونه، لومړني او منځني ښوونځي، کلینیکونه او صحي مرکزونه، د اوبو رسولو، برېښنا او فاضلاب سیستمونه، جوماتونه، د ټولنیزو غونډو لپاره ځانګړي ځایونه او همدارنګه د کرنې او کوچنیو کورنیو کسبونو لپاره ځمکې په پام کې نیول شوې دي. د دغو ښارګوټو د جوړولو په بهیر کې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او امارتي ادارو سربېره، یو شمېر نړیوالې موسسې لکه په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR)او سور صلیب هم څه ناڅه ونډه لري. همداراز، ځینې بشردوستانه مرستې د دوستو او مسلمانو هېوادونو له لوري هم ورکړل شوې دي، چې د دې پروژو د بودیجې او اړینو امکاناتو یو برخه برابروي.

د راستنېدونکو هېوادوالو له پاره په پام کې نیول شوي ښارګوټي

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولین وایي، هڅه کوي جبري راستنو شویو کډوالو ته د دایمي استوګنې لپاره زمینه برابره کړي. تر دې دمه په ۲۵ ولایتونو کې شاوخوا ۶۰ ښارګوټو ته ۹۴ زره او ۲۷ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، څو په کې د راستنو شویو کورنیو لپاره کورونه جوړ شي. د کډوالو او را ستنېدونکو له پاره د اسلامي امارت له خوا د هېواد په ۲۵ ولایتونوکې د ۳۵ ښارګوټو طرحې بشپړې شوې دي او په یو شمېر کې د ځمکو د ویش بهیر هم پيل شوی دی دلته په لنډ ډول د دغه ښارګوټو یادونه کوو:

۱ - په کندهار کې د کډوالو ښارګوټی

په دغه ولایت کې د راستنېدونکو هېوادوالو ښارګوټی په درېیو برخو کې په پام کې نیول شوی دی. یوه برخه یې د دغه ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې ده چې ۳۰۰۰ جرېبه ځمکه ورته په پام کې نیول شوې، بله برخه د دغه ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې ده درې زره او ۵۰ جرېبه ځمکه او درېیمه برخه په دامان ولسوالۍ کې ده چې ۱۵۱۰ جرېبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده. د دامان ولسوالۍ ښارګوټی په ۱۵۱۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې پکې د بېرته راستنېدونکو لپاره ۱۱۴۰ د استوګنې نمرې په پام کې نیول شوې دي. د کور او ښارجوړولو وزارت ویلي، دغه ښارګوټي کې جوماتونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، مدرسې او شنې ساحې هم په پام کې نیول شوې. دغه نمرې د اړتيا او نفوسو له مخې په درېیوو کټګوريو وېشل شوې چې پنځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې راځي.

۲ - هلمند کې د کډوالو ښارګوټی

دا ښارګوټی د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې ودانیږي. ښارګوټی د ښاري پلان له مخې په ۱۰ زره جریبه ځمکه کې د هلمند د واشیر ولسوالۍ د شوراب صحرا ته څېرمه جوړیږي چې په لومړي فاز کې یې ۳ لوی جوماتونه، ۱۸ کوچني جوماتونه، ۳۰ ښوونځي او مدرسې، ۸ روغتیایي مرکزونه، ۵ روغتونونه، بازار او نور امکانات لري چې په ۵ زره جریبه ځمکه کې جوړیږي. په دغه ښارګوټي کې کډوالو ته د ځمکې د ورکولو لړۍ پیل شوې ده. د دغه ښارګوټي لومړی برخه د روان کال د غبرګولي په اتمه نیټه پرانیستل شوه.

۳ - کندوز کې د کډوالو ښارګوټی

دا ښارګوټی د کندوز ولایت د چهار درې ولسوالۍ په خواجه کفتر سیمه کې په پام کې نیول شوی دی.په دغه ښارګوټي کې چې د امارتي چارواکو له خوا پرانیستل شوی ۳ زره او ۷۴۱ نمرې ځمکه په پام کې نیول شوې چې د سروې او توپو ګرافي کار یې تر سره شوی، تفصیلي پلان یې منظور شوی او د خط اچونې چارې یې هم سرته رسېدلې دي. په دې ښارګوټي کې به د ځمکې نمرې د اړوند کمیسیون له خوا پر مستحقو کسانو ویشل کیږي.

۴ – بامیان ولایت کې د کډوالو ښارګوټي

په بامیان ولایت کې د کډوالو ښارګوټی په ۷۰۸ جریبه ځمکه کې په پام کې نیول شوی دی. دا ښارګوټی د دغه ولایت د مرکز په اژدر سیمه کې جوړیږي چې د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا یې د سروې او توپو ګرافي چارې بشپړې شوې او تفصیلي پلان یې هم منظور شوی دی.

۵ - ارزګان کې د کډوالو ښارګوټی

د کډوالو له پاره دا ښارګوټی د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په څاه ګي سیمه کې جوړیږي. محلي مسوولین وایي، د دغه ښارګوټي له پاره ۲۰۰۰ جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې او د سروې او توپو ګرافۍ، تفصیلي پلان او خط اچونې چارې یې سرته رسېدلې دي.

۶ - کونړ کې د کډوالو ښارګوټی

دا ښارګوټی د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې جوړیږي. د کور او ښار جوړولو وزارت وایي د دغه ښارګوټي د سروې او توپو ګرافۍ، تفصیلي پلان او خط اچونې چارې بشپړې شوې دي. دا ښارګوټی چې په ۳۷۳ جرېبه ځمکه جوړیږي د ۲۶۳۸ کډوالو د سرپناه ستونزه حلولای شي.

۷ - فاریاب کې د کډوالو ښارګوټی

د کډوالو او راستنېدونکو له پاره دا ښارګوټی د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې په څلور زره جرېبه ځمکه جوړیږي. په دغه ښارګوټی کې هرې کورنۍ ته له پنځو څخه تر ۱۵ بیسوې ځمکه ورکول کیږي. د کور او ښار جوړولو چارو وزارت وایي، په دغه ښارګوټي کې ۲۶۲۰ نمرې، ۱۱ جوماتونه، درې روغتونونه، دوې لیسې، پنځه لومړني ښوونځي، اوه وړکتونونه، یو ترانسپورتي ترمینل، اداري ساحه او پارک شامل دي. په دغه ښارګوټي هغو کډوالو ته ځمکه ورکول کیږي چې له بهر څخه را ایستل شوي او د اړوند کمیسیون له لوري مستحق و پېژندل شي.

۸ - جوزجان کې د کډوالو ښارګوټی

جوزجان کې د کډوالو له پاره د استوګنې ښارګوټي له پاره ځمکه د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په څنډه کې ځانګړې شوې ده. په دغه ښارګوټي کې چې ۵۰۰۴ جریبه ځمکه کې جوړ شوی د استوګنې ۱۵۹۸ نمرې، څلور جوماتونه، درې مدرسې، ښونځی، پارک او نورې اسانتیاوې لري.

۹ - سرپل کې د کډوالو ښارګوټی

په سرپل ولایت کې د کډوالو له پاره ځانګړی ښارګوټی د دغه ولایت د سید آباد ولسوالۍ په چهل ګزه سیمه کې جوړ شوی دی. دغه ښارګوټي ته چې ۱۲۴۷ جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې د سروې او توپو ګرافۍ چارې یې سرته رسیدلې، تفصیلي پلان یې منظور شوی او نورې چارې یې جریان لري. په دغه ښارګوټي کې به د ځمکې نمرې هغو کسانو ته وویشل شي چې له بهره په جبري ډول را ایستل شوي دي.

۱۰ - پکتیا کې د کډوالو ښارګوټی

په پکتیا کې د راستنو شویو کورنیو له پاره ښارګوټی په « دارالقرار» نومول شوی دی. دغه ښارګوټی دوه زره جریبه مساحت، ۸۹۰ د استوګنې نمرې او د اړتیا وړ امکانات لکه جوماتونه، ښوونځي، پارکونه، روغتیایي مرکزونه، مارکېټونه او د څښاک اوبو سیستم لري. د دغه ښارګوټي ۱۰۰ نمرې به د سرې میاشتې او قطر په همکارۍ جوړې شي. د ښارګوټي د سروې او توپو ګرافۍ، تفصیلي پلان او خط اچونې چارې سرته رسېدلې دي.

۱۱ - پکتیکا کې د کډوالو ښارګوټی

دا ښارګوټی د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې په درې زره او ۵۰۰ جرېبه ځمکه جوړیږي چې د استوګنې یو زر او ۶۵۲ نمرې به ولري. دا ځمکه به هغو کډوالو ته د یوې شفافې پروسې په نتیجه کې ورکول کیږي چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسيون لخوا مستحق وپېژندل شي.

۱۲ - هرات کې د کډوالو ښارګوټی

په هرات کې هم د کډوالو له پاره د ښارګوټي د جوړولو چارې پيل شوې دي. دا ښارګوټی په ۴۰۰۰ جریبه ځمکه د دغه ولایت په مرکز کې جوړیږي. د ښارګوټي د سروې او توپوګرافۍ او تفصیلي پلان چارې بشپړې شوې دي. دا ښارګوټی د ۴۸۶۷ کډوالو له پاره په پام کې نیول شوی دی.

۱۳ - غزني کې د کډوالو ښارګوټی

په غزني کې د راستنېدونکو د ښارګوټي له پاره ټوله څلور زره جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې ده چې لومړۍ برخه یې په ۱۹۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي. دا ښارګوټی چې په « پس حصار» سیمه کې جوړیږي د سروې او توپو ګرافۍ چارې یې سرته رسیدلې او تفصیلي پلان یې هم منظور شوی دی.

۱۴ - سمنګان کې د کډوالو ښارګوټی

په دغه ولایت کې د کډوالو له پاره ښارګوټی په دوه زره او ۱۱۳ جریبه ځمکه په حضرت سلطان ولسوالۍ کې جوړیږي چې د اصولو له مخې پکې یو زر او ۴۶۳ نمرې په پام کې نیول شوې دي. دا ښارګوټی چې ټولې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې د ۱۴ زره او ۶۳۰ کسانو د اوسېدلو ظرفیت لري.

۱۵ - فراه کې د کډوالو ښارګوټی

په فراه کې د کډوالو له پاره د ښارګوټي جوړولو په موخه پنځه زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه بیله شوې ده. دا ښارګوټی چې په دشت احمدآباد سیمه کې جوړیږي د سروې او توپوګرافي چارې یې سرته رسېدلې او تفصیلي پلان یې هم منظور شوی دی.

۱۶ - زابل کې د کډوالو ښارګوټی

دا ښارګوټی په څلور زره او ۳۲۱ جریبه ځمکه کې په پام کې نیول شوی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له ماسټر پلان سره سم ډیزاین او د اوسېدو له پاره ټولې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي. په ښارګوټي کې به د استوګنې نمرې ددغه ولایت هغو کډوالو ته وېشل کېږي، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون له لوري مستحق وپېژندل شي. دا ښارګوټی د زابل ولایت په مرکز قلات کې جوړیږي چې د سروې او توپو ګرافي چارې یې ترسره شوې، تفصیلي پلان یې بشپړ شوی او د نیژدې ۱۷۰۰ کډوالو له پاره په پام کې نیول شوی دی.

۱۷ - پنجشیر کې د کډوالو ښارګوټی

په پنجشیر ولایت کې د راستنو شویو هېوادوالو له پاره ښارګوټی په ۱۸۷ جرېبه ځمکه جوړیږي. دا ښارګوټی چې په عنابه ولسوالۍ کې جوړیږي د ژوند ټولې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي. د دغه ښارګوټي د سروې او توپو ګرافۍ چارې سرته رسېدلې دي او د ځانګړي کمیسیون له خوا به مستحقو راستنو شویو کسانو ته پکې د استوګنې نمرې وویشل شي.

۱۸ - نیمروز کې د کډوالو ښارګوټی

د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا په نیمروز ولایت کې هم د کډوالو ښارګوټي د سروې او توپو ګرافۍ چارې بشپړې شوې دي. د دغه ښارګوټي د جوړولو له پاره په خاشرود ولسوالۍ کې لس زره جرېبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

۱۹ - لغمان کې د کډوالو ښارګوټی

په لغمان کې هم د کډوالو ښارګوټي د توپو ګرافۍ سروې بشپړه شوې ده. په دغه ولایت کې د کډوالو له پاره درې ښارګوټي په پام کې نیول شوي دي چې یو یې د شمکټ سیمې ښارګوټی دی چې په ۴۵۹۰ جرېبه ځمکه کې جوړیږي او بل د کافر ګله سیمه کې جوړیږي چې ۱۳۲۵ جرېبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده. درېیم ښارګوټی د بابا صاحب په دښته کې په پام کې نیول شوی چې ۱۰۵۰ جریبه ځمکه ورته په پام کې نیول شوې ده. د دغه ښارګوټو د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوې ده.

۲۰ – خوست کې د کډوالو ښارګوټی

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د جبرې ایستنې له پیل وروسته د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د نورو ولایتونو په شان په خوست کې هم د کډوالو له پاره د ښارګوټي د جوړولو په موخه ۱۳۰۰ جرېبه ځمکه ځانګړې کړې ده. دا ښارګوټی چې په صحرا آباد سیمه کې جوړیږي د توپوګرافۍ د سروې چارې یې پای ته رسېدلې او تفصیلي پلان یې هم بشپړ شوی دی.

۲۱ – کابل کې د کډوالو ښارګوټی

د کور او ښار جوړولو وزارت کډوالو ته د ښارګوټو د جوړولو په موخه د ځمکو د ځانګړي کولو په لړ کې په کابل کې هم د کډوالو ښارګوټي ته زرګونه جریبه ځمکه په پام کې نیولې ده. په کابل کې د کډوالو له پاره دوه ښارګوټي په پام کې نیول شوي چې یو د ارغندۍ په سیمه کې  دی. دغه ښارګوټي ته ۱۱۳۸ جرېبه ځمکه ځانګړې شوې او بل په بګرامیو سیمه کې جوړیږي چې د هغه له پاره ۲۲۸۰ جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې ده چې د سروې او توپو ګرافۍ چارو تر بشپړېدو او تفصیلي پلان تر منظورۍ وروسته به یې نورې چارې هم پیل شي.

۲۲ - بغلان کې د کډوالو ښارګوټی

په بغلان ولایت کې هم د کډوالو د استوګنې ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوې ده. دا ښارګوټي د دغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې جوړیږي چې ۵۰۰۰ جریبه ځمکه ورته په پام کې نیول شوې ده.

۲۳ ـ تخار کې د کډوالو ښارګوټی

دا ښارګوټی د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې جوړیږي چې ټوله ۲۰۰۰ جرېبه ځمکه ورته په پام کې نیول شوې ده. په دغه ښارګوټي کې به د پاتې چارو په بشپړېدو سره کډوالو ته د استوګنې د نمرو د ویش بهیر هم پیل شي.

۲۴ ـ پروان کې د کډوالو ښارګوټی

په پروان کې هم د ښار او کور جوړولو وزارت له خوا د کډوالو ښارګوټي له پاره ۸۷۱ جرېبه ځمکه سروې شوې ده. د دغه ښارګوټي نورې چارې هم روانې دي چې ژر به بشپړې شي.

۲۵ - ننګرهار کې د کډوالو ښارګوټی

د ننګرهار ولایت په مرکز کې د دغه ښارګوټي د بنسټ ډبره د ریاست الوزراء د اداري مرستیال له خوا په دې وروستیو کې کېښودل شوه. دا ښارګوټی چې په روداتو ولسوالۍ کې په ۳۰۰۰ جرېبه ځمکه کې جوړیږي، د ژوند ټولې اسانتیاوې به ولري. د ښارګوټي د سروې او توپو ګرافۍ او تفصیلي پلان چارې بشپړې شوې دي.

۲۶ - میدان وردګ کې د کډوالو ښارګوټی

په میدان وردګو ولایت کې د کډوالو له پاره ښارګوټی په دوو برخو کې په پام کې نیول شوی دی. یوه برخه د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې په ۸۰۰ جرېبه ځمکه کې په پام کې نیول شوی چې د سروې او توپو ګرافۍ چارې یې بشپړې شوې او تفصیلي پلان یې هم منظور شوی دی. بله برخه د میدان ښار په ده پاک سیمه کې ده چې په ۵۱۰ جرېبه ځمکه کې جوړیږي او د سروې او توپو ګرافۍ چارې یې بشپړې شوې او تفصیلي پلان یې هم منظور شوی دی.

 ۲۷ - بلخ کې د کډوالو ښارګوټی

په بلخ کې د کډوالو له پاره ښارګوټی په درې زره جرېبه ځمکه کې په پام کې نیول شوی دی. دا ځمکه ددغه ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې ځانګړې شوې ده. دا ښارګوټی چې ۳۱۵۰ نمرې ځمکه، ۱۹ جوماتونه، ۱۰ ښوونځي، روغتیایي مرکزونه، روغتون ، پارک او نور عامه خدمات او امکانات به ولري.

۲۸ – لوګر کې د کډوالو ښارګوټی

لوګر کې د کډوالو ښارګوټي د دوهم فاز له پاره ۱۰۰۰ جرېبه ځمکه په پام کې نیول شوې ده. د دغه ځمکې د توپوګرافۍ او سروې چارې بشپړې شوې دي او نورې چارې یې جریان لري. په دغه ښارګوټي کې هم د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې او د ځانګړي کمیسیون له خوا به مستحقو راستنېدونکو هېوادوالو ته پکې د استوګنې نمرې وویشل شي.

۲۹ - دایکندي کې د کډوالو ښارګوټی

دا ښارګوټی د دغه ولایت په مرکز کې جوړیږي چې ۱۲۲۲ جرېبه ځمکه ورته په پام کې نیول شوې ده. د ښارګوټي چارو په بشپړېدو سره به پکې مستحقو راستنو شویو کورنیو ته ځمکه ورکړل شی.

په دې ډول په پورته ذکر شویو ولایتونو کې په کندهار او لغمان کې درې درې او په کابل کې او په میدان وردګو کې دوه دوه ښارګوټي په پام کې نیول شوي دي. په دې ښارګوټو کې هغو کورنیو ته چې د کورنۍ د غړو شمېر یې پنځه کسه وي پنځه بېسوې او که لس کسه وي لس بېسوې ځمکه ورکول کیږي او که دا شمېر له لسو ډېر وي نو ۱۵ بېسوې ځمکه ورکول کیږي. په ښارګوټو کې زیربنایي تاسیسات لکه سړک، د اوبو رسولو او بریښنا رسولو سیستم او خدمات د اسلامي امارت له خوا جوړیږي او د کور جوړولو لګښت په خپله د کډوالو په غاړه دی.

پایله

په افغانستان کې بهرنیو اشغالونو او جګړو ډېر خلک کډوالۍ ته اړ کړل چې ډېر شمېر یې هېواد ته راستانه شول او یوه برخه چې په ګاونډیو هېوادونو کې تراوسه هم میشت وو په دې وروستیو کې د دغه هېوادونو له جبري ایستلو سره مخ شول. د دغو کډوالو ډېرو یې په یادو هېوادونو کې د ژوند له پاره کارو بار او نورې بوختیاوې درلودې او کلونه کلونه یې کار کړی و، خو اوس یې د ډېرو دا هرڅه په خپل ځای پاتې شول. دا کسان په هېواد کې د نورو خدماتو ترڅنګ سرپناه ته جدي اړتیا لري چې د افغانستان اسلامي امارت د راستنېدونکو د ښه مدیریت او د دوی ستونزو ته د رسېدو په موخه ځانګړی کمیسیون وټاکه. د دغه کمیسیون له نورو مسوولیتونو سره سره یو مسولیت راستنېدونکو هېوادوالو ته د سرپناه برابرول دي چې د هېواد په نیژدې دیرشو ولایتونو کې یې د کډوالو له پاره د ۳۵ ښارګوټو د جوړولو طرحې جوړې او اوس یې د ډېرو ښارګوټو چارې دوام لري. د دې ښارګوټو په بشپړېدو سره به د راستنېدونکو هېوادوالو د سرپناه ستونزه تر ډېره حل شي.