نندارتونونه او پر اقتصادي وده یې اغیزې

مقاله

فضل ولي شیراني

سریزه

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ ۳۳م نندارتون سږ کال «پر کرنې او مالدارۍ پانګونه، د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو باوري لار» په شعار سره، د اسلامي امارت د مسوولینو په حضور کې د کابل په بادام باغ کې پرانیستل شو. د کابل د بادام باغ په ۳۳م نندارتون کې، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو راغلو غرفه لرونکو د خپلې کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو تولیدات د څلورو ورځو لپاره په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړل. افغانستان یو کرنیز هېواد دی او کرنه په دې هېواد کې په عنعنوي توګه د اقتصادي پراختیا له پاره یو باالقوه شاخص ګڼل کېږي. د افغانستان د کلیوالي سیمو خلک له پېړیو راهیسې تر ډېره په کروندو کې په کار بوخت دي او تر پنځوس سلنه زیاتې کورنۍ د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې د کرنې له سکټور څخه پوره کوي. دغه سکټور د خلکو له پاره ۴۰ سلنه کاري فرصتونه برابروي چې د کاري زمینې په برابرېدو سره د خلکو زیاتې اقتصادي ستونزې هوارې او په عوایدو کې یې لوړوالی راځي. افغانستان بېلا بېل کرنیز محصولات لري. د کیفیت او کمیت له پلوه ښه دي. تازه میوې، وچې میوې، سبزۍ او دې ته  ورته نور محصولات شته چې ځینې یې نړیوال شهرت لري. خو په افغانستان کې اشغال د دې مخه نیولې وه چې په کور د ننه او بهر کې دې محصولاتو ته بازار وموندل شي. د اسلامي امارت په راتګ سره د کرنې په سکټور کې پرمختګونه شوي او د کرنیزو محصولاتو له پاره د بازار موندلو په موخه په کور د ننه او بهر کې نندارتونونه جوړ شوي دي. هسې خو ډېر نندارتونونه جوړ شوي دي، خو د کرنیزو محصولاتو پسرلنی او د امام ابو حنیفه رح په نوم په کابل کې نړیوال نندارتون یې د بیلګې په ډول یادولی شو. دا چې نندارتونونه د سوداګرۍ او په ځانګړي ډول اقتصادي وده کې څومره اغیزناک تمامیدای شي، لاندې یې په ګډه لولو.

 نندارتونونه او د اقتصاد په پرمختګ کې یې ونډه

د تجارتي، صنعتي او کرنیزو محصولاتو نندارتونونه د کورنیو تولیداتو په وده او پرمختګ کې مهمه ونډه لري. دغه اغیز د افغانستان په څیر هېوادونو کې زیات ترسترګو کیږي، ځکه د داسې هېوادونو اقتصاد تر ډیره بریده پر کرنې، لاسي صنایعو او کوچنیو تولیدي واحدونو ولاړ وي.  په داسې هېوادونو کې نندارتونونه د کورنیو تولیداتو لپاره یو پلیټ فارم برابروي، ترڅو سیمه ییز تولیدات نړیوالو او کورنیو بازارونو ته ورسېږي. په دې سره د صادراتو کچه لوړیږي او سوداګري پراختیا مومي.  د نندارتونونو بله ګټه داده چې له دې لارې تولیدوونکي هڅه کوي څو د خپلو محصولاتو کیفیت لوړ او د سیالۍ وړ یې وګرځوي. د نورو تولیدوونکو محصولاتو لیدل او د مشتريانو نظرونو ترلاسه کول د نوښت او پرمختګ لامل ګرځي. د نندارتونونو په جوړولو سره د نوې ټکنالوژۍ، تولیدي میتودونو او مدیریتي مهارتونو د تبادلې فرصت رامنځته کیږي او له دې سره بیا د کورنیو تولیداتو موثریت او تولید زیاتېږي. څومره چې د کورنیو تولیداتو کچه لوړېږي په هماغه اندازه د خلکو له پاره کاري فرصتونه زیاتیږي او ډیری خلک په بېلا بېلو برخو کې پر کار مصروفیږي چې دا په خپله د اقتصاد په وده کې اغیزناک تمامیږي. په کومه اندازه چې نندارتونونه د کرنیزو محصولاتو په بازار موندلو کې ګټور تمامیږي، په هماغه کچه د صنعتي تولیداتو له پاره هم موثر تمامیدای شي.  د نړیوال بانک د ۲۰۲۳ په یوه راپور کې ویلي چې د کرنیزو محصولاتو صادرات د نندارتونونو له امله زیات شوي، چې دا د کورني تولید پر وده مستقیمه اغېزه لري. له دې څخه جوتیږي چې اسلامي امارت په کور د ننه او بهر کې د کرنیزو محصولاتو په ګډون د بېلا بېلو تولیداتو له پاره نندارتونونه جوړ کړي او پایله یې داده چې اوسمهال افغاني تولیداتو او محصولاتو ته په نړیوال بازار کې تقاضا زیاته شوې ده. همدا لامل دی چې کال په کال د هېواد د صادراتو کچه لوړیږي. له دې سره به سوداګري نوره هم پراخه او په ټوله کې به اقتصادي وده لوړه او ګړندۍ شي. ځکه کوم نړیوال نندارتونونه چې په کور د ننه او بهر کې د اسلامي امارت له لوري جوړ شوي، په پایله کې یې د میلیونونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي. دا خپله د دې ښکارندويي کوي چې نندارتونونه د توکو او محصولاتو په بازار موندنه کې څومره اهمیت لري.

پایله

له پورته مطالبو څخه دا په ډاګه شوه چې نندارتونونه د اقتصادي بازار په پراختیا کې ډیر زیات اهمیت لري. د نندارتونونو په جوړېدو سره د هېواد په صادراتو کې زیاتوالی راځي، ځکه د نندارتونونو له لارې تولیدات او محصولات پانګوالو، سوداګرو او عامو خلکو ته معرفي کېږي او دا د دې لامل ګرځي چې د یادو تولیداتو او محصولاتو له پار بازار پیدا او په لوړه کچه وپلورل شي. په دې سره هېواد ته په زیاته اندازه بهرني اسعار راځي او محصولات نړیوال شهرت پیدا کوي. دا ډول نندارتونونه نه یوازې د کرنې سکتور ته وده ورکوي، بلکې د بزګرانو د ملاتړ او هڅونې لپاره هم یوه اغېزمنه وسیله ده. افغان بزګران به په دې توګه وکولی شي چې خپل محصولات په نړیوالو بازارونو کې نندارې ته وړاندې کړي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې رغنده رول ولوبوي. د بادام باغ د کرنې او مالدارۍ ۳۳م نندارتون هم په همدې موخه جوړ شوی و، څو د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له پاره بازار موندنه وشي.