د ازادو اقتصادي زونونو نړیوال کانګرس او د افغانستان اقتصادي فرصتونه

مقاله

زاهد خان

سریزه:

په اوسنۍ نړۍ او نړیوال اقتصاد کې ازاد اقتصادي زونونه د سوداګرۍ په پراختیا، پانګونې او اقتصادي وده کې اساسي رول لري. دا زونونه هغه ځانګړې اقتصادي سیمې دي چې د سوداګرۍ، صنعت او ټکنالوژۍ د پرمختګ له پاره ځانګړې اسانتیاوې، معافیتونه او د پانګونې د جلب ځانګړي شرایط لري. د همدې اهمیت له مخې د ازادو اقتصادي زونونو نړیوال سازمان (World FZO) هر کال یو نړیوال کانګرس جوړوي، څو د دې برخې د پرمختګ له پاره د مختلفو هېوادونو تجربې شریکې کړي. سږکال د دې سازمان یوولسم نړیوال کانګرس د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۲مې نېټې پورې د چین د هاینان ولایت په مرکز کې ترسره شو. دا لومړی ځل و چې دا نړیواله غونډه په چین کې ترسره کېږي، چې د دې هېواد د ازادو سوداګریزو بندرونو او اقتصادي زونونو د پیاوړتیا نښه ګڼل کېږي. په دې کانګرس کې د نړۍ له ۷۰ هېوادونو څخه شاوخوا ۱۵۰۰ استازو ګډون کړی و، چې په کې د حکومتونو چارواکو، پانګوالو، د خصوصي سکتور استازو، د نړیوالو اقتصادي سازمانونو مشرانو او د ازادو زونونو د اتحادیو غړي شامل وو. د کانګرس کوربه د چین د نړیوال اقتصادي پرمختګ اداره وه.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ګډون

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي د چین د حکومت په رسمي بلنه په دې نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ. د هغه ګډون د افغانستان له پاره ځانګړی اهمیت درلود، ځکه افغانستان غواړي له سیمې او نړۍ سره خپلې سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې لا پراخه کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر په خپله وینا کې د ازادو اقتصادي زونونو اساسي رول ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا زونونه د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او د دوامدار پرمختګ د لاسته راوړلو لپاره ډېر مهم دي. محترم نورالدین عزیزي ټینګار وکړ، چې د ازادو زونونو د بریالیتوب له پاره درې فکټورونه مهم دي.
۱ـ  د ډیجیټلي زیربناوو پراختیا
۲ـ د خصوصي سکتور پیاوړتیا
۳ـ سیمه ‌ییزه همغږي او همکاري

د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سیمه ‌ییزو او نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا له پاره ځانګړي پروګرامونه لري او د نړیوالو سازمانونو رول په دې برخه کې خورا مهم دی.

د کانګرس موخې او اجنډا

د درې ورځني کانګرس اجنډا ډېره پراخه وه. د کلیدي ویناوو ترڅنګ په کې ګردي مېزونه، د مشرتابه پروګرامونه او د تجربو د تبادلې ناستې ترسره شوې. د غونډې مهم ویناوال د چین د نړیوالې پانګونې شورا رئیس، د نړیوال سړک اتحادیې عمومي منشي او د کار نړیوال سازمان د دوامدارو تصدیو رئیس او نور و. د ازادو زونونو ټولنیز او اقتصادي رول، د دوامدار پرمختګ موخې او پانګونه د یاد کانګرس مهم موضوعات وو. د چین د هاینان ازاد بندر د یوې نړیوالې بېلګې په توګه یاد شو، ځکه دا بندر د چین د یو کمر بند یوې لارې (BRI) یوه مهمه کړۍ ده او مهم اقتصادي ارزښت لري.

د افغانستان له پاره د فرصتونو څرک

په دغه کانګرس کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي ګډون د افغانستان د اقتصاد له پاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي. په دغه کانګرس کې د افغانستان ګډون کولی شي د هېواد له پاره د نوې ټکنالوژۍ، اصلاحاتو او نړیوالو تجربو د ترلاسه کولو یوه دروازه پرانیزي. د افغانستان له پاره مهمه ده چې د چین بازارونو ته لاسرسی زیات کړي. افغانستان او چین کولی شي چې د ټکنالوژۍ په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. د افغانستان صنعتي سکټور پراختیا کې همکاري وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا ډېرې پراخه شي. په دې ډول نړیوالو غونډو کې افغانستان کې کولی شي چې د نړۍ بریالۍ اقتصادي تجربې ترلاسه او زده یې کړي او بیا یې افغانستان ته را انتقال او دلته یې پلي کړي.

د کانګرس پای او راتلونکی کوربه هېواد

د کانګرس وروستۍ ورځ عمومي غونډې او انتخاباتو ته ځانګړې شوې وه. د ازادو زونونو د نړیوال سازمان د مدیره پلاوي له پاره نوي غړي وټاکل شول او یو شمېر مهمې پرېکړې تصویب شوې. په وروستیو مراسمو کې د چین هاینان ولایت والي هم ګډون وکړ او د دې نړیوالې غونډې د ترسره کېدو له امله یې خوښي وښوده. هغه وویل چې دا کانګرس د نړیوالو تجربو د تبادلې او د اقتصادي یووالي د پیاوړتیا له پاره مهم فرصت برابروي. د پرېکړه له مخې د ۲۰۲۶ کال راتلونکی نړیوال کانګرس به په پاناما کې ترسره شي. دا اعلان د دې نښه وه چې نړیوال سازمان غواړي خپله همکاري او د تجربو تبادله له چین نه وروسته لاتینې امریکا ته وغځوي.

د افغانستان له پاره د کانګرس ارزښت

د هاینان د ازادو زونونو تجربه افغانستان ته دا پیغام ورکوي چې د اقتصادي ودې له پاره د ځانګړو زونونو جوړول یوازې د لویو هېوادونو ځانګړتیا نه ده. افغانستان کولی شي د خپلو جغرافیایي ځانګړتیاوو، طبیعي سرچینو او ترانزیټي موقعیت له امله د سیمه ‌ییزو ازادو اقتصادي زونونو له لارې نړیوالو بازارونو ته ننوځي. د بیلګې په توګه، د حیرتان، تورغونډۍ او سپین بولدک په څېر سیمې د ازادو زونونو د جوړېدو له پاره ډېر مناسب دي. دا زونونه کولی شي د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا، د محصولاتو د پروسس او د پانګونې جذب کې مهم رول ولوبوي. که د افغانستان اسلامي امارت د ازادو اقتصادي زونونو د قانوني، تخنیکي او اداري بنسټونو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي، نو دا سکتور به د هېواد د صادراتو د زیاتوالي، د وارداتو د کمېدو او د بېکارۍ کچې د کمېدو یوه مهمه وسیله شي.

پایله

د هاینان نړیوال کانګرس د نړۍ د ازادو اقتصادي زونونو تر ټولو مهمه غونډه وه، چې په هغې کې د افغانستان ګډون د یو مثبت پرمختګ نښه ده. د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي وینا او پر ډیجیټلي پراختیا، خصوصي سکتور او سیمه‌ییزې همکارۍ د هغه ټينګار د افغانستان د اقتصادي راتلونکې له پاره واضح لید وړاندې کړ. ازاد اقتصادي زونونه کولی شي د افغانستان د اقتصادي ودې، د پانګونې جذب او نړیوالې سوداګرۍ د پراخېدو لامل وګرځي. دا هغه فرصت دی چې افغانستان باید ترې سالمه استفاده وکړي. په پای کې ویلی شو چې د ازادو اقتصادي زونونو نړیوال کانګرس نه یوازې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یو چتر دی، بلکې د نړۍ د اقتصادي ثبات او دوامدار پرمختګ له پاره یو ګډه هڅه ده. افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت او اقتصادي فرصتونو له مخې کولی شي په دې نړیواله شبکه کې فعاله ونډه ولري او د خپلو خلکو د سوکاله راتلونکي لاره اواره کړي.