د افغانستان غالۍ او په صادراتو کې یې ونډه
سریزه
غالۍ که د افغان کلتور، تاریخ او هنري ذوق ښکارندويي کوي، ترڅنګ یې د سوداګرۍ په برخه کې هم غوښنه ونډه لري. ځکه غالۍ د افغانستان د صادراتو یوه مهمه برخه جوړوي. د هېواد زرګونه کورنۍ په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کې د غالیو په صنعت پورې تړلې دي. د قالینو پلور د ډېرو افغانانو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده. مګر دا صنعت پر افغانستان لومړی د روسانو او بیا د امریکایانو د یرغل له امله ډیر زیان ولید. په هېواد کې د غالیو صنعت تقریبا په ټپه ودرېد، لامل یې دا و چې زیاتره هغه افغانان چې پر دغه صنعت بوخت و، د جګړو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شول او ګاونډیو هېوادونو ته یې پناه یووړه. د کډوالۍ پرمهال د افغانانو په لاس اوبدل شوې غالۍ د هماغه هېوادونو په نامه نړیوال مارکیټ ته صادرېدې. ولې په هېواد کې د اشغال له پای ته رسیدو او د اسلامي امارت په راتګ سره ډیر غالۍ اوبدونکي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول او دلته یې یو ځل بیا د غالیو اوبدلو صنعت ته وده ورکړه. اوسمهال افغانۍ غالۍ د افغانستان په نوم بهر ته صادرېږي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سږ کال بېلابېلو هېوادونو ته د افغاني غالیو صادرات څه باندې اویا سلنه زیات شوي دي. د دغې خونې د مسوولینو په خبره، په دې وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو له را ستنېدو سره، هېواد کې د دودیزو غالیو تولید ډېر شوی او د افغانستان په نوم نړۍوالو بازارونو ته صادریږي. په دې لیکنه غواړو چې د افغانستان لاسي صنایعو، د افغانستان غالۍ او په صادراتو کې یې ونډې ته په لنډ ډول اشاره وکړو.
د افغانستان لاسي صنایع
په افغانستان کې لاسي صنایع د هېواد د کلتور او اقتصاد یو مهم رکن دی او د خلکو په ژوند کې مهم رول لوبوي. لاسي صنایع دودیز مهارتونه دي چې له یوه نسل څخه بل هغه ته منتقل شوي او د افغانستان د تاریخ، کلتور او اقتصادي ودې ښکارندويي کوي. افغانستان بېلا بېل لاسي صنایع لري چې د هېواد بېلا بېلو سیمو ته په پاملرنې سره دغه هنرونه او مهارتونه خپلې ځانګړې ځانګړتیاوې لري. موږ کولای شو په لاندې ډول یې مهمو هغو ته اشاره وکړو:
لومړی: غالۍ اوبدل: د افغانستان غالۍ د لوړ کیفیت او ځانګړو طرحو په درلودلو سره په ټوله نړۍ کې شهرت لري. د افغانستان په لاس اوبدل شوې غالۍ په ځانګړي ډول ترکمنۍ او بلوچۍ غالۍ د هېواد د مهمو صادراتي اقلامو څخه شمیرل کیږي او د نړۍ کوټ کوټ ته صادریږي.
دوهم: ګیلم یا ټغر: زموږ د هېواد د خلکو په لاس اوبدل شوی توکی ټغر دی. دغه په لاس جوړ شوی فرش چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې جوړېږي، د کلیوالو ښځو د یوه دودیز هنر ښکارندويي کوي.
درېیم: کلالي: د افغانستان د کلالي صنعت تاریخ د لرغونو تمدنونو پورې تړاو لري. د باختر، مرو، هرات، بلخ او غزني په لرغونو اثارو کې د خټو لوښي موندل شوي دي چې نږدې ۳۰۰۰ کاله پخواني دي. په هغو زمانو کې کلالي یوازې د خوړو او اوبو د ساتلو لپاره کارېده، خو وروسته دا یو هنري صنعت شو. دا صنعت د خلکو د ورځني ژوند یوه برخه ده او اوږد تاریخ لري.
څلورم: مسګري: د افغانستان مسګري صنعت د زرو، نقرې او مسو د توکو په کارولو سره ډېره پخوانی تاریخ لري. دغه صنعت په افغانستان کې د لرغوني تمدنونو لکه باختر، هرات، غزني او بلخ څخه په میراث پاتې دی. ویل کېږي چې د افغانستان د پخوانیو تمدنونو خلکو د مسو او نقرې څخه ډیره ګټه پورته کوله او د دې توکو څخه یې نه یوازې د ورځني ژوند اړتیاوې پوره کولې، بلکې هنري او مذهبي توکي یې هم جوړول. هرات د مسګرۍ له امله ځانګړی شهرت لري، ځکه هلته د زرو، نقرې او مسو په کارولو کې ډېر پرمختګ شوی.
پنځم: نجاري او حکاکي: په افغانستان کې نجاري او حکاکي هم په دودیز ډول دوام لري. په ښکلي ډول حکاکي شوي د لرګي مصنوعات تولیديږي او دا د لاسي صنایعو یوه مهمه برخه ده. دلته په دې صنایعو کې دروازې، کړکۍ، لوښي او ځینې نور توکي تولیديږي.
شپږم: زرګري: په افغانستان کې په لاس له سرو زرو، سپینو زرو او قیمتي ډبرو څخه بېلا بېلې ګاڼې جوړیږي. دا هم زموږ د هېواد د لاسي صنایعو مهمه برخه جوړوي. دغه ګاڼې زیاتره د هرات او کابل په ښارونو کې د ماهرو او مسلکي کسانو په لاس تولیديږي.
دا او دې ته ورته ځینې نور لاسي صنایع شته چې د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ ونډه لري. له هغې جملې کولای شو د نقاشۍ، میناتورۍ، بوټ جوړولو، جامو جوړولو او نور صنعتونو ته اشاره وکړو. خو زموږ د لیکنې موضوع د افغانستان پر غالیو را څرخي نو غواړو دلته د افغانستان غالیو او د هغو تاریخي مخینه ته اشاره وکړو.
د افغانستان غالۍ
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د لاسي صنایعو، په ځانګړي ډول د غالیو یا قالینو په برخه کې ځانګړی شهرت لري. د افغان غالۍ نه یوازې د ښکلا، رنګونو او ډیزاین له امله مشهورې دي، بلکې د افغان کلتور، تاریخ او هنري ذوق څرګندونه هم کوي. دا هنر د سلګونو کلونو راهیسې د افغان ولس د ژوند برخه پاتې شوې ده. په افغانستان کې د غالیو اوبدلو تاریخ اوږده مخینه لري. داسې ویل کیږي چې د غالیو لومړني ډولونه د هېواد د بدخشان، هرات، فاریاب او بلخ په سیمو کې اوبدل شوي دي. همدا سلسله له هغه مهاله بیا تر دې مهاله له پلار څخه زوی ته او له مور څخه لور ته لېږدول شوې دی او د وخت په تېرېدو سره یې خپلې دودیزې ځانګړتیاوې ساتلې دي. افغاني غالۍ زیاتره د قبیلوي ژوند انعکاس کوي؛ هره سیمه خپل ځانګړی ډیزاین، رنګونه او بڼه لري. لکه ترکمن غالۍ د سور رنګ او هندسي بڼو له امله پېژندل کېږي. بلوچي غالۍ بیا د تیاره رنګونو او ساده ډیزاینونو لرونکې دي. هروي غالۍ بیا د ظریفو ګلانو او هنري نقشو له امله شهرت لري. دا چې افغانستان غالۍ یا قالینې د هېواد په صادراتو کې څومره ونډه لري، لاندې یې لولو.
د افغانستان غالۍ او په صادراتو کې یې ونډه
د هېوادونو د اقتصاد اړوند سکټورونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول او له دې برخو کلک ملاتړ د صادراتو د زیاتوالي لامل ګرځي. صادرات د کورني صنعت او کاروبار د ګټې کچه لوړوي، د بازار نوسانات کموي، ځکه صادروونکی هېواد د نوساناتو په راکمېدو سره کولای شي بېلابېلو بازارونو ته لاسرسی ولري او د یو ځانګړي بازار د ټکني کېدو په صورت کې نورو بازارونو ته مخه وکړي. همدارنګه د صادراتو د پراختیا په صورت کې کورني تولیدوونکي د تولید د ډېرولو له لارې د خپلو تولیدي توکو لګښتونه راکموي او په دې کار سره په نړیوال بازار کې زیاته ګټه ترلاسه کوي. صادرات د تقاضا یوه برخه ده، ځکه خو د صادراتو په زیاتوالي سره په ټوله کې تقاضا هم زیاتېږي او په پایله کې یې اقتصادي پرمختګ ته لار هوارېږي. د دې تر څنګ د صادراتو ډېروالی د یو هېواد د سوداګرۍ بیلانس برابر ساتي. د صادراتو اهمیت ته په پام سره یو هېواد باید د خپل اقتصادي پرمختګ په خاطر خپل صادرات زیات کړي. اسلامي امارت د صادراتو اهمیت ته په پاملرنې سره په دې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي دي او پر دې توانېدلی دی، چې د تېرو کلونو په پرتله د صادراتو کچه لوړه کړي. افغانستان د خپلو یو شمېر صادراتي اقلامو له مخې په نړۍ کې شهرت لري، چې ښه بېلګه یې غالۍ دي. اوسمهال ددې مهم صادراتي توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی. ددې مانا داده چې د غالیو یا قالینو صنعت ته پاملرنه زیاته شوې او اسلامي امارت په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. دغه راز اسلامي امارت د افغاني غالیو له پاره په کور دننه او بهر کې د بازارموندلو له پاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړې دي. موږ او تاسو ددې شاهدان یوو چې د اسلامي امارت له راتګ څخه بیا تر دې مهاله په لسګونو په کور دننه او نړیوال نندارتونونه جوړ شوي چې په ټولو کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې دي. همدا لامل دی چې کال په کال د افغاني غالیو د صادراتو کچه لوړیږي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سږ کال بېلابېلو هېوادونو ته د افغاني غالیو صادرات څه باندې اویا سلنه زیات شوي دي. د دغې خونې د مسوولینو په خبره، په دې وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو له را ستنېدو سره، هېواد کې د دودیزو غالیو تولید ډېر شوی او د افغانستان په نوم نړۍوالو بازارونو ته صادریږي. په لاس اوبدل شوې افغاني غالۍ د خپل لوړ کیفیت، ښکلې بڼې او بېلابېلو رنګونو له امله نړۍوال شهرت لري. د دغو غالیو ډېره برخه د افغانستان په شمالي او لویدیځو سیمو کې تولیدېږي. د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو ټولنې د شمېرو له مخې، یوازې د هېواد په لویدیځ زون کې له ۴۰۰ زرو زیات کسان د غالیو د صنعت په برخه کې په کار بوخت دي. له دې څخه دا معلومه شوه چې اسلامي امارت د هېواد د نورو صنعتي تولیداتو ترڅنګ په نړیواله کچه د افغاني غالیو له پاره هم په پراخه کچه بازار موندنه شوې او دادی ورځ تر بلې د صادراتو په کچه کې لوړوالی راځي. له دې سره به له یوه لوري سوداګري پراختیا ومومي او له بل لوري به د لاسي صنایعو په برخه کې لا زیات پرمختګ رامنځته شي.
پایله
دا چې د ټولنو اقتصادي پراختیا د هېوادونو ترمنځ اړیکو په ټینګښت پورې اړه لري، په دې برخه کې چې کومه څه زیات رول لري، هغه سوداګري ده، ځکه د سوداگرۍ په پراختیا سره له یوه لوري د هېوادونو اړیکي پراخېږي او له بل لوري د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راځي. اسلامي امارت سره له دې چې له نړیوالو بندیزونو سره مخ دی، خو بیا یې هم د خپلو صادراتو کچه د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره لوړه کړې ده. اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه هڅه داده چې د هېواد اقتصاد ورغوي، پر خپلو پښو یې ودروي او افغانستان د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره سیال کړي، چې ددې هڅو یوه بیلګه یې همدا د صادراتو د کچې لوړېدل دي چې کولای شي د هېواد اقتصاد په پښو ودروي. موږ او تاسو ته معلومه ده چې د افغانستان د صادراتو زیاته برخه افغاني غالۍ دي. نو په هره اندازه چې ددې توکي صادرات زیاتېږي په هماغه کچه به سوداګري پراخه او اقتصاد به د پرمختګ په لور ګامونه پورته کړي.