په افغانستان کې د ترمینلونو اقتصادي ارزښت
محب الله نظیمي
ترانسپورټ د هېوادونو د اقتصادي نظام د ملا تیر ګڼل کېږي. هغه هېوادونه چې معیاري ترانسپورټي زېربناوې، عصري ترمینلونه او منظم لوژستیکي سیستمونه ولري، د سوداګرۍ، پانګونې، صنعت او صادراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کوي. افغانستان چې د سیمې په مهم جغرافیایي موقعیت کې پروت دی، د ترانسپورټي او باربري ترمینلونو په جوړولو سره کولای شي د کورني اقتصاد د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د ترانزیټي دهلېز په توګه خپل ارزښت نور هم لوړ کړي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د ترانسپورټي زېربناوو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ۲۱ ټرانسپورټي او باربري ترمینلونو د جوړولو چارې روانې دي، چې د هغو ټولیز لګښت له ۲.۵ میلیارده افغانیو څخه زیات اټکل شوی دی. دغه ترمینلونه په کابل، کندهار، هرات، بلخ، بدخشان، بغلان، پروان، فراه، زابل، ارزګان او بامیانو ولایتونو کې جوړېږي او د زرګونو کسانو لپاره یې د مستقیم او غیر مستقیم کار زمینه برابره کړې ده.
د دغو پروژو تر څنګ، د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سیمه کې د هېواد له مهمو ترانسپورټي پروژو څخه د یوې، یعنې د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل عملي چارې هم پیل شوې دي. دغه ترمینل په شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د ۱.۲۸۵ میلیارده افغانیو په پانګونې جوړېږي، چې ۴۲ بېلابېل تاسیسات به ولري. په دې ترمینل کې به د باربري او مسافرو تم ځایونه، اداري ودانۍ، ګدامونه، د وسایطو د تم پارکینګونه، مسجدونه، د استراحت او خدماتو مرکزونه او نور اړین تاسیسات جوړ شي. تمه کېږي چې د دې سترې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمولو، د ترانسپورټي خدمتونو په تنظیم او د سوداګریزو توکو په چټک انتقال کې مهم بدلونونه رامنځته شي.
همدارنګه، د کابل ښار د ترانسپورټي ستونزو د حل لپاره په څلورو زونونو؛ ارغندۍ، چهاراسیاب، استالف او خاک جبار کې د نویو ترمینلونو لپاره ځمکې ځانګړې شوې دي. دا پرېکړه د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په پایله کې شوې، څو د ښار دننه د درنو وسایطو تګ راتګ منظم، ترافیکي فشار کم او د ښار د ښاري پلان له مخې ترانسپورټي خدمتونه معیاري شي.
د ترمینلونو اقتصادي اهمیت
معیاري ترمینلونه یوازې د موټرو د تم ځایونو په معنا نه دي، بلکې د هېواد د اقتصادي فعالیتونو مهم مرکزونه بلل کېږي. د دغو ترمینلونو په جوړېدو سره د توکو لېږد را لېږد په منظم ډول ترسره کېږي، د انتقال وخت لنډېږي، د سوداګرو لګښتونه راکمېږي او تولیدات په چټکۍ سره بازارونو ته رسېږي.
افغانستان چې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اتصال په مهمه نقطه کې پروت دی، د معیاري ترمینلونو په مټ کولای شي د سیمهییز ترانزیټ، صادراتو او وارداتو لپاره غوره شرایط برابر کړي. دا چاره نه یوازې د کورنیو تولیداتو بازارموندنه اسانه کوي، بلکې د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې هم پیاوړې کوي. د ترمینلونو اقتصادي ارزښت زیات دی، چې دلته یې ځینې لیکو.
د پانګونې او خصوصي سکټور لپاره زمینه
په هره سیمه کې چې معیاري ترمینلونه جوړېږي، هلته د خصوصي پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کېږي. د ترمینلونو شاوخوا سوداګریز مارکیټونه، هوټلونه، رستورانتونه، د موټرو د ترمیم مرکزونه، د سون توکو پمپونه، ګدامونه او نور خدماتي فعالیتونه پراخېږي. دا هر څه د سیمهییز اقتصاد د ودې، د عوایدو د زیاتوالي او د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
د کرنې او صنعت ملاتړ
افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د کرنیزو محصولاتو پر وخت بازار ته رسول د بزګرانو لپاره ځانګړی اهمیت لري. معیاري ترمینلونه د دې سبب کېږي چې تازه مېوې، سبزيجات او نور زراعتي محصولات په لنډ وخت کې کورنیو او نړیوالو بازارونو ته انتقال شي، د ضایعاتو کچه راکمه شي او بزګران غوره عاید ترلاسه کړي.
همدارنګه، صنعتي تولیدات هم د منظم ترانسپورټ له امله په اسانه ډول بازار ته رسېږي، چې دا د صنعت د پراختیا او د تولید د زیاتوالي لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.
د ترافیکي ستونزو کمول
د افغانستان په ځانګړي ډول د کابل ښار یوه اساسي ستونزه د درنو باربري موټرو بې نظمه تګ راتګ او ترافیکي ازدحام دی. د ښار له مرکزه بهر د معیاري ترمینلونو جوړول د دې لامل کېږي چې باربري وسایط په منظم ډول مدیریت شي، د ښار دننه ګڼه ګوڼه کمه شي او د خلکو تګ راتګ اسانه شي.
د کارموندنې او عوایدو زیاتوالی
د ترمینلونو جوړول او وروسته یې فعالیتونه زرګونو کسانو ته د کار فرصتونه برابروي. د ساختماني چارو پر مهال انجینران، تخنیکران، کارګران او ګڼ نور کسان په کار بوختېږي، او له بشپړېدو وروسته د مدیریت، امنیت، خدماتو، سوداګرۍ او ترانسپورټ په برخو کې دایمي دندې رامنځته کېږي. سربېره پر دې، د ترمینلونو له فعالیت څخه د حکومت عواید هم لوړېږي او د ترانسپورټي خدمتونو کیفیت ښه کېږي.
سیمهییز اتصال او نړیوال تجارت
افغانستان د چین، منځنۍ اسیا، ایران او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلوونکي دهلېز حیثیت لري. که د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې معیاري ترمینلونه، لوژستیکي مرکزونه او وچ بندرونه بشپړ شي، افغانستان به وکولای شي د سیمې د سوداګرۍ مهم محور وګرځي. دا کار به د ټرانزیټي عوایدو د زیاتوالي، د صادراتو د پراختیا او د نړیوالو پانګوالو د جذب لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
پایله
د معیاري ترانسپورټي او باربري ترمینلونو جوړول د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره یو ستراتیژیک او بنسټیز ګام دی. دا ترمینلونه نه یوازې د ترانسپورټي خدمتونو کیفیت لوړوي، بلکې د سوداګرۍ، پانګونې، صادراتو، کرنې، صنعت، کارموندنې او سیمهییز اتصال لپاره هم قوي بنسټ برابروي. که روانې پروژې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې شي او ورسره د سړکونو، ریل پټلۍ، وچو بندرونو او لوژستیکي مرکزونو پراختیا هم دوام ومومي، افغانستان به وکولای شي له خپل مهم جغرافیایي موقعیت څخه اعظمي اقتصادي ګټه واخلي او د سیمې په مهم ترانزیټي او سوداګریز مرکز بدل شي.