د سهامي شرکتونو اهمیت او اقتصادي ګټې

3456578

 

سریزه

اقتصادي پرمختګ او پانګونه د هر هېواد د پرمختګ له پاره لار هواروي. په دې برخه کې د نورو ترڅنګ سهامي شرکتونه هم مهم رول لري او هغه دا چې د دې ډول شرکتونو له لارې کولی شو چې د یو شمیر پانګوالو پانګې سره یوځای او په دې ډول بنسټیزې او سترې پروژې یې پرمټ تمویل کړو. سهامي شرکتونه یوازې د سوداګرۍ له پاره نه دي بلکې په مجموع کې دغه ډول شرکتونه د اقتصادي ودې له پاره ژورې او دوامدارې ګټې لري. په سهامي شرکتونو کې د دې امکان برابریږي چې د یوه کس پر ځای څو کسان خپلې پانګې سره یوځای کړي. یو پانګوال په یوازې ځان نه شي کولی د خپلې پانګې په وسیله سترې صنعتي او خدماتي پروژې پیل کړي، که چیرې د سهامي شرکت له لارې څو پانګوال خپلې پانګې سره یوځای کړي، نو له یوه لوري د پانګې د تمرکز او د لویو پروژو د پلي کېدو له پاره لار هوارېږي، له بل لوري په دې ډول شرکتونو کې مسوولیت محدود وي او هر ونډوال د خپلې پانګې په اندازه مسوول وي، نو دا بیا د پانګوالو  د پانګونې د خطر کچه راکموي. دا چاره د دې لامل ګرځي چې نور پانګوال هم پانګونې ته زړه ښه کړي. د سهامي شرکتونو اقتصادي ارزښت ته په کتو د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې ګامونه پورته کړي او د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۷مه نېټه د سوداګرۍ او پانګونې او د صنعت او معدن خونو ترمنځ د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه. دا چې دغه ډول شرکتونه څه اهمیت او اقتصادي ګټې یې څه دي لاندې ورته لنډه کتنه کوو.

د سهامي شرکتونو اهمیت او اقتصادي ګټې

سهامي شرکتونه هغه سوداګریز شرکتونه دي چې پانګه یې په ونډو ویشل کېږي. هر ونډوال د خپلې ونډې په اندازه د شرکت په مالکیت کې برخه لري. سهامي شرکتونه یوازې د سوداګرۍ د ترسره کولو وسیله نه ده؛ بلکې د سپماوو، د پانګې د تمرکز، د لویو پروژو د تمویل، د کارموندنې، د تولید د زیاتوالي، د ټکنالوژۍ د پراختیا او د اقتصادي ودې له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي. په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د لویو اقتصادي او زیربنايي پروژو له پاره زیاتې پانګې ته اړتیا لري، سهامي شرکتونه د کوچنیو او لویو پانګه‌والو د پانګو د یوځای کولو مهمه وسیله جوړېدای شي. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پانګې د راټولولو او د سترو پروژو د تمویل لپاره د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو هوکړه وشوه. په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپله وینا کې د دغه سهامي شرکت جوړېدل په هېواد کې د لویو اقتصادي او زېربنايي پروژو د عملي کېدو او د پانګونې د پراختیا په برخه کې مهم وبلل او ویې ویل، چې دا د هېواد د اقتصادي راتلونکي لپاره د یوه منظم او عملي مسیر د رامنځته کولو هڅه ده. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د دغه شرکت پر مټ به د ګڼو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو پانګې په یوه منظم، قانوني او شفاف چوکاټ کې سره راټولې او د هغو له مجموعي ظرفیت څخه به د لویو پروژو د تمویل لپاره استفاده وشي. دا مهال په افغانستان کې ډیر کم شمېر داسې کسان شته چې هغوی په یوازې ځان کولی شي چې په یوه سکټور کې پانګونه وکړي، ولې ډیری خلک شته چې پانګه لري خو دومره نه ده چې په یوازې ځان ستره پانګونه وکړي. د سهامي شرکتونو رامنځته کېدو له امله به د یوه پانګوال پر ځای څو پانګوال سره راغونډ او د دوی پانګه به سره یوځای او بیا یې پرمټ  د فابریکې، کان، بانک، انرژۍ، ترانسپورټ یا بلې سترې پروژې د  تطبیق لګښت پوره کړي.  په دې سره به له یوه لوري پانګونه زیاته او پراخه شي او له بل لوري به سترې اقتصادي پروژې لکه صنعتي فابریکې، د انرژۍ پروژې، مخابرات، ترانسپورټ، کانونه او لوی سوداګریز مرکزونه پرې جوړ او تمویل شي.  د دې ترڅنګ کله چې سهامي شرکتونه پراختیا مومي، نو ورسره د تولیدي او خدماتي فعالیتونو له پاره کارکوونکو ته اړتیا پیدا کیږي. دغه ډول شرکتونه مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته کوي او له دې سره د هېوادوالو عایداتي سرچینې زیاتیږي. سهامي شرکتونه کولی شي چې کورني تولیدات زیات او له دې سره د وارداتي توکو د اړتیا کچه راټیټه کړي او هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې پر لور بوځي. د کورنیو تولیداتو له زیاتوالي سره سم سهامي شرکتونه د دې زمینه برابروي چې په معیار برابر تولیدات او محصولات زیات کړي او له دې سره د صادراتو د پراختیا له پاره زمینه برابره کړي. سهامي شرکتونه چې قانوني اقتصادي فعالیت ترسره کوي، د اړوندو قوانینو له مخې مالیات ورکوي. کله چې د شرکتونو شمېر او اقتصادي فعالیت زیات شي، د دولت د مالیاتي عوایدو ظرفیت هم لوړېدای شي. دغه عواید بیا د عامه خدمتونو، زیربناوو، ښوونې، روغتیا او نورو اقتصادي او ټولنیزو برخو کې کارول کېدای شي.  په ټولنه کې ډېری خلک خپلې پیسې سپموي، خو که د پانګونې مناسب فرصتونه ونه لري، دغه سپما ممکن په غیرتولیدي ډول وساتل شي. سهامي شرکتونه د دې جوګه دي چې خلکو ته د دې زمینه برابره کړي چې غیر متحرکې پانګې په متحرکو پانګو بدلې او په اقتصادي فعالیتونو کې ونډه واخلي. د ټکنالوژۍ پرمختګ، د بشري قوې روزنه، د اقتصادي فعالیتونو تنوع او د مالي بازارونو په پراختیا کې د دې شرکتونو رول هغه څه دي چې اقتصادي وده رامنځته کوي. تر ټولو مهمه دا چې دغه ډول شرکتونه کولای شي، د خصوصي سکټور رول پیاوړی کړي. پیاوړی خصوصي سکټور کولی شي د دولت تر څنګ د تولید، کارموندنې، سوداګرۍ، صادراتو او پانګونې په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. د سوداګرۍ او پانګونې او د صنعت او معدن خونو ترمنځ د ګډ سهامي شرکت جوړېدو تفاهمنامې د لاسلیک په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همدې ټکي ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت ترڅنګ خصوصي سکټور هم مهم رول لري او کولای شي د تولید په زیاتوالي، د کارموندنې په رامنځته کولو، د صادراتو په پراختیا او د لویو پروژو په تمویل کې اساسي ونډه واخلي. له دې څخه جوته شوه چې سهامي شرکتونه په ټوله کې د اقتصادي ودې اصلي محرک بلل کېدای شي.

پایله

سهامي شرکتونه د معاصر اقتصاد له مهمو بنسټونو څخه دي، ځکه د همدې شرکتونو له لارې کوچنۍ او لویې پانګې سره یوځای کېږي او هغه یې بیا د لویو اقتصادي فعالیتونو له پاره په تولیدي سرمایه بدلوي. د دوی اهمیت یوازې د شرکت د مالکانو تر ګټې محدود نه دی؛ بلکې د کارموندنې، تولید، صادراتو، مالیاتي عوایدو، ټکنالوژۍ، بشري پانګې، مالي بازارونو او اقتصادي ودې په پراختیا کې هم څرګندېږي. اسلامي امارت د سهامي شرکتونو اهمیت ته په کتو د دې ډول شرکتونو جوړولو ته مخه کړې ده. په همدې موخه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۷مه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په حضور کې  د سوداګرۍ او پانګونې او د صنعت او معدن خونو ترمنځ د ګډ سهامي شرکت جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه. د دې ډول شرکتونو په جوړېدو به له یوه لوري کوچنۍ پانګې را یوځای او سترې اقتصادي او زیربنايي پروژې به پرې تمویل شي، له بل لوري به د دې ډول شرکتونو د پانګې په برکت، دصنعت، کرنې، سوداګرۍ او دې ته ورته نور سکټورونه پرمختګ وکړي. د زیربناوو په جوړېدو او د بېلا بېلو سکټورونو پرمختګ بیا په خپله اقتصادي ودې ته لار هواروي.