په تېرو پنځو کلونو کې د برېښنا سکتور کې رامنځته شوي پرمختګونه
لیکوال: فضل ولي شېراني
سریزه
په افغانستان کې د برېښنا دوامدار کمښت یوه جدي او حیاتي ستونزه ده، چې هم پر ورځني ژوند منفي اغېز کوي او هم د هېواد د صنعتي سکتور د پراختیا لپاره لوی خنډ ګڼل کېږي. دا وضعیت نه یوازې د عامو وګړو د هوساینې مخه نیسي، بلکې د تولیدي فابریکو، کوچنيو صنایعو او پانګوالو لپاره هم د نهیلۍ سبب ګرځي او اقتصادي وده محدودوي. په داسې حال کې چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د برېښنا د تولید له پاره پراخې سرچینې لري. په افغانستان کې د دغو سرچینو له ډلې یوازې له اوبو څخه، هغه هم په ډېره کمه پیمانه ګټه اخیستل شوې؛ خو پاتې نورې سرچینې بې ګټې پاتې دي. د څېړنو له مخې افغانستان کولای شي له اوبو څخه ۲۳زره میګاواټه، له لمر څخه ۲۲۳ زره میګاواټه، له باد څخه ۶۸ زره میګاواټه او له ګازو څخه ۶۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي. همدارنګه د نوې کېدونکې انرژۍ د نړیوال مرکز د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې شاوخوا ۳۰۰ لمریزې ورځې لري، چې کولای شي په هر لس متر مربع کې یو کیلو واټ لمریزه انرژي تولید کړي. دا راز د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې موسمي بادونه د بادي برېښنا د تولید په برخه کې فرصت برابروي. د افغانستان اسلامي امارت پورتنیو ټکو ته په پاملرنې له هغو طبیعي سرچینو څخه چې د برېښنا د تولید وړتیا لري، د برېښنا د تولید په برخه کې ځینې ګامونه اخیستي دي. په دې لیکنه کې هغو مهمو ګامونو ته اشاره کېږي چې اسلامي امارت په تیرو پنځو کلونو کې د برېښنا سکتور د پراختیا په موخه اخیستي دي. په لومړي سر کې به له اوبو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د اسلامي امارت ترسره شویو فعالیتونو ته لنډه کتنه وکړو.
اوبیزه برېښنا
د څېړنو له مخې افغانستان کولای شي له اوبو څخه ۲۳زره میګاواټه برېښنا تولید کړي. اسلامي امارت د اوبیزې برېښنا د تولید په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي. په دې برخه کې د اوبو د هغو بندونو بیارغونه او جوړونه شامله ده چې کولای شي برېښنا تولید کړي، چې لاندې یې ځینو ته اشاره کوو.
کجکي بند:
د کجکي بند د دویم فاز چارې د ۱۴۰۱ لمریز کال د اسد په پنځمه نیټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شوې. دکجکي دویم فاز کې د ترکي ۷۷ شرکت له لوري ۱۶۰ میلیون ډالر پانګونه شوې او د دویم فاز د چارو په بشپړېدو یې ظرفیت له ۵۰ میګاواټو څخه ۱۵۰ میګاواټو ته پورته شو.
کمال خان بند:
د کمال خان بند چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ترڅنګ د نهه میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې پاتې چارې یې د اسلامي امارت له لوري پیل شوې. د ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشتې په لومړۍ نیټه نیمروز ولایت ته د سفر پرمهال د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کمال خان بند د توربینونو د نصبولو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د اوبو د ذخیرې د ظرفیت د زیاتوالي، د اړونده کانالونو د پاک کارۍ او په ټوله کې د چارو د ښه مدیریت په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. د کمال خان بند پاتې چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې وې او ۱۴۰۳ لمریز کال کې پای ته ورسیدې.
بخش آباد بند:
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۰مه نیټه د بخش آباد بند د تونلونو جوړولو چارو پرانیسته وکړه. ددې بند د انحرافي تونلونو چارې بشپړې شوې دي. یاد بند د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په خوا کې د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري.
پاشدان بند:
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۳کال د ثور په نهمه نېټه د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند د پاتې چارو پرانیسته وکړه. ددغه بند پاتې چارې د ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد په ۲۳مه بشپړې او د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شو. د پاشدان بند شاوخوا ۵۴ میلیونه متره مکعب اوبه زېرمه، ۱۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه او ۲ مېګاواټه برېښنا تولیدوي.
چک بند:
د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس د ۱۴۰۲ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۸ مه نېټه د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د برېښنا بند پاتې چارې پیل شوې. د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۳.۹ مېګاواټه برېښنا تولید او په ۲۴ کلیو کې به ۴۰۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
ماڼوګي بند:
په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د کونړ د ماڼوګي برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړولو منظوري ورکړل شوه. دغه بند د ۱. ۲ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې ۴۰۰۰ کورنیو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي.
سلطان ابراهیم بند:
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د اسد میاشت کې جوړه شوې وه، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د جوړېدو منظوري ورکړه. ددې بند عملي چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې. د سلطان ابراهیم بند د ۲۰ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري.
د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه:
د ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب په ۲۲مه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه څلور مېګاواټه برېښنا تولیدوي.
د برېښنا زیربناوې
د برېښنا زیربناوې د هر هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ بنسټیزه برخه ده. د برېښنا د تولید، لېږد او وېش لپاره د معیاري زیربناوو جوړول د خلکو په ژوند او د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري. اسلامي امارت په تیرو پنځو کلونو کې د برېښنا د زیربناوو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو.
د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځولو او د دشت الوان سب سټیشن پراختیا پروژه:
د ۱۴۰۲ لمریز کال د عقرب په ۲۴مه ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزي د پاتې چارو او همدارنګه د دشت الوان سب سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو موافقتنامې لاسلیک شوې، چې د همدې کال د قوس میاشتې په ۳۰مه له شبرغان څخه تر الوان دښتې او له الوان دښتې بیا د کابل ولایت تر ارغندۍ سیمې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژو پرانیسته وشوه. له شبرغان څخه تر الوان دښتې او له الوان دښتې بیا د کابل ولایت تر ارغندۍ سیمې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژو په بشپړېدو سره به له ترکمنستان څخه سلګونه میګاواټه برېښنا په کمه بیه وارده، ډیر شمېر کورنۍ به له برېښنا څخه برخمنې او د ۱۲ ولایتونو د برېښنا د کمښت ستونزه به ورسره حل شي.
د کابل ولایت د ارغندۍ سبسټېشن د پاتې چارو د پيل پرانیسته:
۱۴۰۳ لمریز کال دسرطان میاشتې اوومه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د کابل ولایت د ارغندۍ سب سټیشن د پاتې چارو پرانیسته وشوه. دا سب سټېشن د بغلان له خواجه الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ سیمې پورې د ترکمنستان برېښنا د لېږد له پاره جوړېږي، چې لګښت یې اته میلیونه او شپږ سوه زره ډالره اټکل شوی دی.
کندهار، زابل او هلمند کې د برېښنا درېیو پراختیايي پروژو پاتې چارو پيل:
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۱۴۰۴ لمريز کال د ثور مياشتې په اتمه نېټه په کندهار، زابل او هلمند کې د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې. په دې پروژو کې د زابل مرکز قلات سبسټېشن او د کندهار ختیځ سبسټېشن د پاتې چارو بشپړول او همداراز له کجکي برېښنا تولیدي فابریکې څخه د کندهار ختیځ سبسټېشن پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي غځول شامل دي. په یادو پروژو باندې نږدې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي چې سلګونه زره نوي پېرودونکي به له برېښنا برخمن شي.
له ازبیکستان سره د برېښنا د څلورو قراردادونو لاسلیک کېدل:
د ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد په ۲۶مه له ازبیکستان سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د برېښنا څلورو پروژو قراردادونه لاسلیک شول. په دې پروژو کې د ۱۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د سرخان – دښت الوان ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي، د ۸۰۰ مېګاولټ امپير په ظرفیت د ارغندۍ سب سټېشن پراختیا، د ۸۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د کابل – شیخ مصري ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي او د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د ننګرهار شیخ مصري سب سټېشن جوړولو پروژې شاملې دي، چې د ازبیکستان له لوري پرې شاوخوا ۲۴۳ میلیون ډالر پانګونه کېږي. د دې پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان له ازبیکستان څخه له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.
د برېښنا تولیدي او برېښنا رسونې پروژې
د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهملیک لاسلیک:
د ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد په ۱۱مه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي انرژۍ خصوصي شرکت ترمنځ د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهم لیک لاسلیک شو.
د ۹۴۰۷ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید تفاهمنامو او قراردادونو لاسلیک:
د ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې په ۱۵مه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې په انټرکانټیننټل هوټل کې د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ کنفرانس کې د افغانستان برېښنا شرکت او یوشمېر پانګوالو شرکتونو ترمنځ د ۹۱۲۳ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید او برېښنايي زېربناوو جوړولو تفاهمنامې او د ۲۸۴ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید قراردادونه لاسلیک شول.
د ۲۰.۷ میلیارد افغانیو په پانګونې سره د برېښنا د تولید او انتقال پروژو قراردادونو لاسلیک:
۱۴۰۴لمریز کال د حمل په اوومه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د برېښنا تولید د اوو او د برېښنا انتقال د درېیو پروژو قراردادونه لاسلیک شول. د برېښنا تولید په اوو پروژو کې په بلخ ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا، په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د لومړي فاز ۴۳.۲ میګاواټه برېښنا، په لوګر ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په ننګرهار ولایت کې د ۴۰.۲۵ میګاواټه لمریزې برېښنا، په جوزجان ولایت کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا پروژې شاملې دي.
د جوزجان ولایت قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیکېدل:
پر دغه پروژه شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي. په دې پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول، په قوشتېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوه سب سټېشنونو او دوه توزیعي شبکو جوړول شامل دي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
هرات کې د برېښنا د یو شمېر لویو پروژو د چارو پیل او د ځینو ګټې اخیستنې ته سپارل:
له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ لین غځول او په کرُخ، پشتون زرغون، اوبې او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سبسټېشنونو جوړول هغه پروژې دي چې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یادو پروژو له لارې ۴۰ زره کورنیو ته برېښنا رسول کېږي. همدارنګه په نویو پيل شوو پروژو کې د پُل هاشمي سبسټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشن پراختیا، د نورالجهاد سبسټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشنونو ترمنځ د برېښنا انتقالي لین غځول شامل دي.
د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ ترمنځ د برېښنا د تولید د پنځو پروژو لاسلیکېدل:
د ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې په ۲۲مه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول. د دې تړونونو له مخې به د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت د کابل ولایت په نغلو سیمه کې ۱۰۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا، د پروان ولایت په باریک اب سیمه کې ۱۰۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا، په غزني ولایت کې۱۳۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا او همدارنګه په تخار ولایت کې ۱۶۵ مېګاواټه او په بغلان ولایت کې۳۵۰ مېګاواټه د ډبرو سکرو برېښنا تولید کړي.
له کجکي بند څخه د ارزګان د هراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې پروژه:
له کجکي بند څخه د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې دغه پروژه د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ د ۲۰۱ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۴۵۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړل شي.
د لمریزې او بادي برېښنا پروژې:
لمریزه برېښنا د انرژۍ یوه پاکه، دوامداره او اقتصادي سرچینه ده. د دې پراخ استعمال کولی شي د برېښنا کمښت کم کړي، د چاپېریال ساتنه وکړي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهمه ونډه ولري. اسلامي امارت هڅه داده چې د برېښنا په برخه کې هېواد پر ځان بسیا کړي. په تیرو پنځو کلونو کې یې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې یو شمیر پروژې پیل کړې چې ځینې یې بشپړې او پر ځینو یې لا هم کار روان دی. په لاندې ډول یې د ځینو یادونه اړینه بولو.
نغلو بند سره نږدې ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه:
د ۱۴۰۲ لمریز کال د اسد په ۲۸مه نیټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملاعبدالغني برادر اخوند له لوري له نغلو بند سره نږدې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې پرانیسته وشوه. دغه پروژه چې لس میګاواټه برېښنا تولیدوي چارې يې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د کابل سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه:
د ۱۴۰۲ لمریز کال د قوس په ۲۳مه نیټه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې عملي چارې پيل شوې. دغه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
لوګر کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه:
د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري په نهمه نیټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د لوګر محمد اغې ولسوالۍ کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارو د پیل پرانیسته وشوه. دا پروژه کولی شي د سیمې ۴۰ زره کورنیو ته د اړتیا وړ برېښنا ورسوي او د محمداغې د صنعتي پارک د برېښنا د کموالي ستونزه هم حل کړي.
لغمان کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه:
د ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا په لومړۍ نیټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړېدو چارې پرانیستل شوې. پر یاده پروژه د خصوصي سکټور له لوري شپږ میلیون ډالر پانګونه کېږي او په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو د برېښنا ستونزه تر یوې اندازې حل او صنعتي فعالیتونه به ورسره پراختیا ومومي.
هرات کې د لمریزې او بادي برېښنا دوې پروژې:
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په لسمه نېټه په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا تولیدي پروژې پرانیستل شوې. د خصوصي سکټور او افغانستان برېښنا شرکت له لوري د ۴۳.۲میګاواټه بادي برېښنا پر پروژه څه باندې ۶۴میلیون ډالر او پر پنځه میګاواټه لمریزه برېښنا پروژه شاوخوا ۳.۵میلیون ډالر پانګونه کېږي.
د برېښنا اقتصادي ګټې
برېښنا د بشر په پرمختګ او د یوه هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې ډېر مهم رول لري. برېښنا د شلمې پېړۍ له لومړۍ نیمايي څخه وروسته په ژوندانه او صنعتي فعالیتونو کې تر ټولو زیات رول لوبولی دی، برېښنا په معاصره نړۍ کې د بل هر مصرفي توکي په پرتله ډېر اهمیت لري. دا ځکه چې د کورونو له رڼا کولو نیولې بیا د صنعتي فابریکو تر تولید، اطلاعاتو، سوداګریزو فعالیتونو، امنیتي دندو او نورو اقتصادي او اداري فعالیتونو پورې هر څه د برېښنا پر مټ مخ ته ځي. نو له دې څخه جوته شوه چې د هېوادونو اقتصادي جوړښت او پرمختګ د برېښنا په تولید پورې اړه لري. کله چې برېښنا ډېره او ارزانه وي، نو خلک د صنعتي فابریکو جوړولو ته زړه ښه کوي. د فابریکو په شمېر کې چې زیاتوالی راشي، د تولید کچه لوړېږي. له دې سره یوځای بیا د خلکو له پاره کاري فرصتونه زیاتوالی مومي او یو زیات شمېر خلک په همدې فابریکو کې په کار مصروفېږي. له دې سره د بې کارۍ کچه راټیټېږي او تر ډېره بریده بې وزلي پای مومي. لکه څنګه چې د برېښنا د نشتوالي ستونزه د فابریکو او سوداګریزو فعالیتونو د ټکني کېدو لامل ګرځي، همداسې برېښنا ته لاسرسی د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ هم مهم رول لري. بله دا چې د برېښنا په شتون کې هېوادونه کولای شي له معاصرې ټکنالوژۍ څخه پوره ګټه پورته کړي. نن سبا که حکومتولي ده او یا هم سوداګریزې چارې، روغتیايي یا کرنیز وسایل ټول له برېښنا پرته نه شي چلیدلی. له همدې امله که حکومتونه غواړي خپلې اداري او مالي پروسې اسانه او چټکې او دا پروسې رڼې او له فساده پاکې کړي، نو په کار ده چې لومړی د برېښنا غم وخوري او چمتو یې کړي. اوسمهال نړۍ کې زیاتره سوداګریزې چارې د نوې ټکنالوژۍ پر مټ لکه انټرنیت مخ ته ځي، خو برېښنا چې نه وي، بیا د انټرنیټ کارول ناشوني دي. دغه راز پرمختللي روغتیايي او کرنیز وسایل د برېښنا په مرسته کار کوي. له برېښنا پرته یو هېواد نه شي کولای له دغو پرمختللو وسایلو څخه د ناروغیو د کنټرول او یا هم د کرنې د پرمختګ په برخه کې ګټه پورته کړي. اقتصادي وده او پرمختګ له برېښنا پرته امکان نه لري. حکومتونه باید له خپلو هغو سرچینو څخه چې کولای شي برېښنا تولید کړي، په بشپړ ډول استفاده وکړي. اسلامي امارت همدې ټکو ته په پاملرنې سره په دې برخه کې ګامونه پورته کړي دي او پر دې بریالی شوی چې د برېښنا د تولید په برخه کې بنسټیزې پروژې پیل کړي.
پایله
برېښنايي انرژۍ د چمتو کولو له پاره څو ټکي مهم دي. لومړی دا چې نن سبا برېښنا په نړۍ کې ډېر زیات اهمیت او ارزښت لري. باور دادی چې له برېښنا پرته ژوند اصلاً دوام نه شي پیدا کولی، ځکه د کورونو له روښانولو نیولې بیا صنعتي کارخونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو او حکومتي ارګانونو پورې ټول برېښنا ته اړتیا لري او ځینې خو لا داسې وسایل هم شته چې له برېښنا پرته د کار وړ نه دي. دغه راز ټکنالوژیکي وسایل خو له برېښنا پرته بې اهمیته دي او کوم اهمیت نه لري، ځکه که برېښنا نه وي، نو د هغو کارول هم ناشوني دي. له دې امله د ارزانې، باکیفیته او دوامدارې برېښنا موجودیت اړین دی. افغانستان د برېښنا د تولید له پاره زیاتې سرچینې لري. له اوبو نیولې، بیا تر تېلو، ګاز، ډبرو سکرو، باد، لمر او داسې نور. دا دومره برېښنا ده چې داخلي اړتیاوې خو پوره کوي، کولای شي اضافي هغه یې نورو هېوادونو صادره کړو. که چیرې افغانستان پر دې وتوانېږي چې د خپلې اړتیا وړ برېښنا چمتو کړي، نو له یوه لوري به افغانستان نور دې اړتیا ونه لري چې د برېښنا چمتو کولو له پاره مېلیونونه ډالر نورو هېوادونو ته ورکړي اوله بل پلوه، دا هېواد به په هره برخه، په تیره بیا اقتصادي برخه کې پر خپلو پښو ودرېږي.