کابل ښار کې د خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس پوړیزې ودانۍ د جوړولو پر طرحه بحث وشو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۷
کابل ښار کې د خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس پوړیزې ودانۍ د جوړولو پر طرحه بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د بایزید روښان خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس پوړیزه ودانۍ د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډې کې د دې طرحې پر اهمیت او اړتیا ټینګار وشو او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، څو یاده طرحه په هر اړخیز ډول و ارزوي او خپل راپور په ټاکلې نېټه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د کفیټریا او دوکانونو جوړولو پر طرحو هم بحث وشو. له بحث وروسته یادې طرحې اړوندو ادارو ته راجع او دنده ورته وسپارل شوه، چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره یې تخنیکي، مالي او اقتصادي تحلیلونه ترسره او راپورونه یې په ټاکلو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS