د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۲۱
د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور په ۲۳ مه د معیار او کیفیت ادارې او یوه نړیوال شرکت ترمنځ څه د پاسه ۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت د لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او سمبالتیا تړون لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې چې  د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې  د معیار او کیفیت ادارې د رییس محترم مولوي فیض الله تمیم او د  یوه هندي نړیوال شرکت ( تي سي آر سي) د استازي ترمنځ لاسلیک شو. نوموړی شرکت به  د پنځو کلونو له پاره د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې  معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړ ، پرمختللي تجهیزات به چمتو او نصب، موجوده تجهیزات به ترمیم او همدارنګه د معیار او کیفیت ادارې د کارمندانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه به بهرني متخصصین معرفي کړي.

د دې تړون له مخې به د معیار او کیفیت ادارې مسلکي کارکوونکو ته کورني او بهرني روزنیز پروګرامونه هم جوړ او د معیارونو نړیوال سازمان (ISO) څخه به د نړیوالو باوري کیفیت تایید لیکونو د ترلاسه کولو بهیر هم عملي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۳۰
Background image

عزیزي انرژۍ شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج سیمنټو دویمې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د جبل السراج سیمنټو دویمې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي. . .

BACK TO NEWS