په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه چې د ټولو اړخونو له ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د شاوخوا ۲۳ میلیون افغانیو په پانګونې سره درې پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ کړي، چې ۵۴ دوکانونه به ولري.
همدارنګه په دې غونډه کې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د دارالامان سړک ته څېرمه د ښاروالۍ پر ځمکه د استوګنیز او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحه هم بحث وشو. له بحث وروسته یاده طرحه اړوندو ادارو ته راجع شوه، څو یې تخنیکي او مالي ارزونه ترسره او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۳۰
Background image

عزیزي انرژۍ شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS