د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره وکتل. د یاد شرکت مسوولینو وویل، د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ د برېښنا لین غځولو او د الوان دښتې د سب‌سټېشن د پراختیا چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي، چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. هغوی همداراز زیاته کړه، د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب و جستو کان د دویم بلاک په اکتشافي چارو کې هم پرمختګ شوی او ژمن دي، چې پاتې چارې به یې د افغان او بهرنیو متخصصینو پرمټ په ټاکلي وخت بشپړې کړي. 
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه شرکت له لوري ترسره شوې هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د یاد کان د اکتشاف ترڅنګ د سل سلنه پروسس لپاره د فابریکې پر جوړولو او د هغه لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابرولو چارې هم پيل کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال یاد شرکت ته له خپل لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS