تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱.۳ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۵:۲۹
کمیسیون تدارکات ۱۳ پروژه را به ارزش حدود ۱.۳ میلیارد افغانی منظور نمود

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
له بحث وروسته د ۱.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې شوې او په ۱۶ پروژو کې یولړ تعدیلونه منظور شول. همداراز د یوې پروژې قرارداد لغوه او د څلورو پروژو د تدارکاتي پروسو او قیمتونو په اړه ټاکلو شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو یې هراړخیزه څېړنه ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د پکتیا ولایت په جاني‌خیلو ولسوالۍ کې د روغتون جوړولو، په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو او د برېښنا د توزیع او انتقال او همداراز د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو جوړول او د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
منظورې شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

BACK TO NEWS