د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر سره ولیدل

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر سره ولیدل

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۸مه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات ولایت په تور غونډۍ کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان او ترکمنستان د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف سره خبرې وکړې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ شریکولو په موخه ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې څرګنده کړه، چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول روان دي او تمه ده چې پاتې چارې به یې په ټاکلي وخت بشپړې  شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان له ملي رهبر وغوښتل چې دواړه هېوادونه د ګازو د قیمت په اړه هوکړې ته ورسېږي او د قیمت ټاکلو فارمول داسې تعدیل شي، چې د ګازو په قیمت کې د اروپايي بازارونو د شدیدو بدلونونو له اغېزو څخه مخنیوی وشي. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې دغه قرارداد دې د اوږدې مودې لپاره ترسره، شرایط یې اسانه او د قرارداد د بیاکتنې انعطاف منونکی مېکانېزم هم پکې شامل شي.

محترم ملا صاحب په هرات ولایت کې د ګازو د وېش او مصرف لپاره د شبکې په جوړولو کې له ترکمن لوري د همکارۍ، د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د حل لپاره د ګډ تخنیکي او حقوقي کمېسیون د رامنځته کېدو او په دې پروژه کې لا زیاتو افغانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل چې ټاپي د افغانستان او ترکمنستان ستراتيژیکه ملګرتیا لا پياوړې کړې او اړتیا ده، چې د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره دواړه لوري د نفتو د ترانزیټ لپاره د آیکریم بندر د بیا پرانیستلو، په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي مالونو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د لاجوردو مسیر د بیا فعالولو په برخه کې د شته ستونزو د حل، د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ شبکې د بیارغونې او پراختیا لپاره په مشترک ډول کار وکړي.

محترم ملا صاحب له ترکمن لوري وغوښتل چې په افغانستان کې د برېښنا او ترانسپورټ  لویو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي.

ورپسې د ترکمنستان ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف خبرې وکړې. هغه وویل، د ترکمنستان او افغانستان اړیکې د نیک نیت او ښه ګاونډیتوب پر اساس پياوړې شوې، چې په مختلفو برخو کې یې د ګډو همکاریو فرصتونه رامنځته کړي. هغه زیاته کړه، هرات ولایت ته د ټاپي نللیکې د پایپ غځولو ترڅنګ په هرات ولایت کې د ګازو د توزیعي شبکې جوړولو او همداراز د ټاپ پروژې د عملي چارو د پيل لپاره چمتو دي. د ترکمنستان رهبر وویل، په ټاپ پروژه کې یوشمېر بهرنیو شرکتونو د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف زیاته کړه، عشق اباد چمتو دی چې په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو توکو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه همداراز د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره د لاجوردو مسیر د فعالولو لپاره پر مشترکو هڅو ټینګار وکړ. نوموړي افغان لوري ته اطمینان ورکړ چې په افغانستان کې د برېښنا او اوسپنې پټلۍ په برخو کې د پيل شوو پروژو کارونه به په ټاکلو نېټو او چټکتیا سره بشپړ کړي.

په پای کې دواړو لورو د ټاپي ترڅنګ د ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د تعقیب او تطبیق په موخه د لوړپوړو مسوولینو په مشرۍ د تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه، څو د یادو پروژو کارونه په ښه ډول پرمخ ولاړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

BACK TO NEWS