د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۶:۵
د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات ولایت په تورغونډۍ کې د افغان ګاز امارتي شرکت او ترکمن ګاز ترکمني شرکت ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو د پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه. د دې تفاهم‌نامې له مخې به د ګازو قیمت، د ګازو د اړتیا کچې معلومولو او همداراز د ګازو توزیع پروسه مشخصه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

BACK TO NEWS