له محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره ډاکټر زلمي خلیلزاد وکتل

masih_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۴۹
له محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره ډاکټر زلمي خلیلزاد وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۶مه نېټه، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد ولیدل. د دې لیدنې پر مهال د سیمې په وضعیت، په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او زیربناوو په برخه کې د ترسره شوو پرمختګونو او په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د بهرنیو شرکتونو لپاره د پانګونې پر موجودو فرصتونو خبرې وشوې.
ښاغلي خلیلزاد د خپلو خبرو پر مهال وویل، په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پرمختګونه شوي او د بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. هغه زیاته کړه، د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې یوشمېر شرکتونه لېواله دي، چې په افغانستان کې په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د نفت او ګازو په اکتشاف او استخراج کې پانګونه وکړي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د یادو هېوادونو د شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان اسلامي امارت ټولو پانګوالو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي دي او هر ډول همکاري او ملاتړ یې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۸
Background image

اقتصادي کمېسیون د داخلي معیارونو ۶۶ مسودې تایید کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۸
Background image

اقتصادي کمېسیون د داخلي معیارونو ۶۶ مسودې تایید کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۶:۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS