محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵کال د سنبلې میاشتې په ۲۶مه نېټه د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند دغه لار د سوداګرۍ، ترانزيټ او د پلازمېنې کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ د وصل په برخه کې مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې همدې ارزښت ته په کتو یې باید کارونه په چټکتیا او ښه ډول سرته ورسېږي.
د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو مسوولینو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ته اطمینان ورکړ، چې د سالنګونو لویې لارې کارونه به له پلان سره سم د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړ کړي. د یادونې وړ ده چې اوسمهال د شمالي او جنوبي سالنګونو د اساسي جوړونې کارونه روان دي او پام وړ پرمختګ لري.
