په کابل، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۳۶
په کابل، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ولایت په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه،  بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په څلورمه ناحیه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر ځمکه او د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

له بحث وروسته یادې طرحې د مالي، اقتصادي او تخنیکي ارزونو لپاره اړوندو ادارو ته راجع او سپارښتنه ورته وشوه، چې خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS