هرات کې د سویل-لویدیځ زون په کچه د معیاري لابراتوار پرانیستې ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: ﴿وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ﴾

و قال رسو الله صلی الله علیه وسلم: مَنْ غَشَّنَا فَلَيْسَ مِنَّا

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء محترم اداري مرستیال، د کابینې محترمو وزیر صاحبانو، علماء کرامو، د خصوصي سکتور محترمو استازو، سوداګرو او پانګوالو، مېلمنو او ټولو قدرمنو حاضرینو ته!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

الله تعالی دې وکړي چې  ټول حاضرین به په عافیت کې یاست

خوشاله یم چې نن  په لومړي ځل په هرات ولایت کې د جنوب لویدیځې حوزې د خوړو، درملو او صحي محصولاتو د یو معیاري لابراتوار د افتتاح په غونډه کې ګډون کوم. دا لابراتوار د محصولاتو د کیفیت د تضمین په برخه کې مهم ګام دی او له امله یې ټولو ګرانو هېوادوالو ته مبارکي وایم.

قدرمنو حاضرینو؛

زموږ ګران هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې ابتدايي ګامونه اوچتوي؛ د دغو ګامونو د چټکتیا او معیاریتوب لپاره ضروري ده، چې د سیمه ییزې او نړیوالې سیالۍ لپاره د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم محصولات او خدمات وړاندې کړو او د محصولاتو د تورید په برخه کې ټاکل سوي معیارونه په سمه توګه رعایت کړو. په هېواد کې د محصولاتو د ټېسټ تخنیکي معیاري مرکزونه د محصولاتو او تولیداتو کیفیت او اعتبار تضمینوي او دا د دې باعث ګرځي چې هم په داخلي بازارونو کې زموږ هېوادوال باکیفیته محصولاتو ته لاس رسی ولري او هم په نړیوالو بازارونو کې زموږ محصولات د سیالۍ وړ وګرځي.

په هرات ولایت کې د محصولاتو د ټېسټ دا لابراتوار به د خوړو، درملو او صحي محصولاتو کیفیت او اعتبار په نړیوالو تخنیکي معیارونو ارزوي، د بې کیفیته او غیر معیاري توکو د مخنیوي زمینه به مساعده کړي او د خلکو د روغتیا ساتنې ترڅنګ به د سوداګرۍ او پانګونې لپاره هم د باور وړ فضا لا پیاوړې کړي.

له دې وروسته به افغانستان ته له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه د واردېدونکو خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو کیفیت او اعتبار د همدې لابراتوار پر بنسټ ارزول کېږي، د بې کیفیته، تقلبي او غیر معیاري توکو د وارداتو مخنیوي لپاره به لا ډېره زمینه برابره سي.

تر دې مخکې د جنوب لویدیځې حوزې سوداګر اړ وو، چې د محصولاتو د ازموینې لپاره کابل ته مراجعه وکړي، چې دې کار هم زیات وخت ضایع کاوه او هم یې مصرف زیات و؛ د دې لابراتوار په فعالیت سره به دغه ستونزه حل سي، سوداګري به پیاوړې سي، د خصوصي سکتور لپاره به عملي اسانتیاوې رامنځته سي، د مسلکي کادرونو د رزونې، د نویو کاري فرصتونو د ایجاد او د علمي او تخنیکي ظرفیتونو د پراختیا سبب به سي.

دغه لابراتوار به یوازې د وارداتي توکو د کیفیت ارزونې لپاره نه وي، بلکې د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تثبیت او د صادراتو د پراختیا لپاره به هم مهم رول ولوبوي. هر هغه کورنی محصول چې د همدې لابراتوار له معیارونو سره سم تصدیق سي، کولی سي چې سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته لار ومومي. زموږ هیله او هڅه دا ده چې د محصولاتو د کیفیت له اړخه له نورو هېوادونو سره سیالي وکړو او په ګران هېواد کې تولید سوي محصولات په نړیوالو بازارونو کې د اعتبار وړ ځای خپل کړي.

د هېواد محترمو سوداګرو او پانګه والو؛

د پخوا غوندې په ټینګار درڅخه غواړم، چې د شخصي ګټې لپاره هېواد ته بې کیفیته، غیر معیاري او د خلکو روغتیا ته زیان رسوونکي توکي مه راوړئ؛ که چا داسې توکي راوړل پرته له شکه مستردیږي او په هېڅ صورت د دې ډول محصولاتو وارداتو ته اجازه نه ورکول کېږي. موږ باید یو ځای هڅه وکړو چې د هېواد بازار د معیاري او باکیفیته توکو په بازار بدل کړو. د کورنیو تولیدي شرکتونو په مسؤلینو غږ کوم چې د خپلو محصولاتو کیفیت ته لا ډېر پام وکړي او ملي او نړیوال معیارونه په سمه توګه په پام کې ونیسي؛ ترڅو د ملت او امارت په مقابل کې ټول یوځای خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ادا کړو.

په پای کې د عامې روغتیا وزارت له محترمې رهبرۍ، د پروژې له محترمو انجینرانو، تخنیکي همکارانو او ټولو اړوندو ادارو څخه ډېره مننه کوم، چې د دغې مهمې پروژې د بریالیتوب لپاره یې کار او اخلاص کړی دی. الله تعالی دې د دین او خاورې د خدمت لپاره لا ډېر قوت درکړي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته