د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د دوه سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۱:۴۲
د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د دوه سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د دوه سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له بحث او هراړخیزې ارزونې وروسته دواړه طرحې د تایید وړ وبلل شوې.

د یادو طرحو له مخې به د لومړۍ ناحیې په منډوي ساحه کې ظاهر شاهي مارکېټ د ۱۶۱ میلیون افغانیو په پانګونې سره په اتو پوړونو کې په معیاري ډول جوړ شي، چې لسګونو هېوادوالو ته به دایمي کاري فرصتونه برابر کړي. همداراز، بل مارکېټ به هم په لومړۍ ناحیه کې د پنځو پوړونو په درلودلو سره په معیاري ډول جوړ شي، چې یوشمېر هېوادوال به پکې پر کار بوخت شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۳۰
Background image

عزیزي انرژۍ شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS