د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د برېښنايي ویزې سیسټم جوړولو پر طرحه بحث وشو

dpmea_admin
جمعه ۱۴۰۲/۵/۲۰ - ۱۳:۳۴
Nov,8,2024

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې درېیمه نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو. یادې ناستې ته د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت لپاره د برېښنايي ویزې سیسټم جوړولو په برخه کې د پانګونې طرحه د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوه، چې له هر اړخیز بحث وروسته د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو له استازو څخه ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې طرحې د حقوقي، تخنیکي او اقتصادي تحلیلونو او د دې ناستې د وړاندیزونو په نظر کې نیولو سره د طرحې وړاندې کوونکي شرکت له استازو سره بیا ځل ناستې ترسره کړي او راپور یې د دوه اوونیو په جریان کې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې پنځمې نوبتي ناستې ته راوړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS