محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجرائیوي رئيس پينو الارچي سره وکتل

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۱:۵۶
5U2A9887

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجرائیوي رئيس پينو الارچي سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ترسره شوې مبارزې او په دغه برخه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر راتلونکو ګډو همکاریو خبرې وکړې. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه وکړه، چې اوسمهال یې د تولید او قاچاق کچه تقریبا صفر ته رسېدلې. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت په زرګونو پر نشه‌يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل، په ښه ډول یې د هغوی درملنه وکړه او د کاري زمینې برابرولو په پار یې ورته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه پيل کړي دي. د محترم ملا صاحب په خبره، په افغانستان کې د یو خپلواک نظام او سرتاسري امنیت په راتلو سره د نشه‌يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره ښه زمینه برابره شوې او نړیوال سازمانونه کولای شي په دغه برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي. د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجرائيوي رئيس د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه وستایله او وویل، چې نړیواله ټولنه مکلفیت لري، چې افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي. پينو الارچي زیاته کړه، دوی غواړي چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړیوال کنفرانس جوړ کړي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS