د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د انرژۍ له وزیر ښاغلي علي اکبر محرابیان سره وکتل

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۱:۸
WhatsApp Image 2023-11-07 at 10.28.47_5ac0e08a

د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو د اوبو مدیریت، په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې، د کرنې په برخه کې د اوبولګونې له پرمختللو سیسټمونو څخه پر استفادې او په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې همکارۍ د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړې. محترم ملا صاحب وویل، وروستیو وچکالیو د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د اوبو پر سرچینو بد اغېز کړی، چې له امله یې د ځمکې سر او تر ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې ده. په ډېری سیمو کې د هېواد دننه خلک د ځایونو پرېښودو ته اړ شوي او ځینې نور یې بیا مهاجرت ته مجبور شوي دي محترم ملا صاحب همدا راز وویل، څه موده وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت تخنیکي هیئت د هلمند له سیند څخه لیدنه وکړه، دوی دا ومنله چې د هلمند سیند اوبه تر خپلې کچې څو برابره کمې شوي دي او د اسلامي امارت دریځ په دې برخه کې پر ځای دی.  همدارنګه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني لوري څخه وغوښتل چې له افغانستان سره په کور دننه د برېښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې شریکې او تخنیکي همکاري وکړي. د محترم ملا صاحب په خبره، افغانستان چې تازه له جګړو او اشغال راوتلی د اوبیزې، بادي، لمریزې، ډبرو سکرو برېښنا د تولید په برخه کې پرېمانه سرچینې لري، چې په استفادې سره به یې په کور دننه د برېښنا کمښت ستونزه حل او صنعت به ورسره د پام وړ وده وکړي.  د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر ښاغلي علي اکبر محرابیان د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته د ایران او افغانستان له لوري د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې  او د اوبو درست مدیریت او استفادې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ښوونیزو زده کړو د خصوصي مرکزونو خدمات به معیاري او فیسونه به مناسب وټاکل شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د پوهنې وزارت اړوند د خصوصي زده کړو ریاست د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۴مه نېټه په کندهار ولایت کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د. . .

BACK TO NEWS