د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په یاد هیواد کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت له مسوولینو سره وکتل

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۴:۲۸
WhatsApp Image 2023-11-08 at 14.20.16_de1bea43

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په تهران کې د افغانستان له سفارت د لیدنې پر مهال وویل، د تېرو ۴۰ کلونو پر مهال افغانان په بهرنیو هېوادونو کې له ډېر ستونزو سره مخ وو، ژوند یې سخت او ستونزو ته یې په وخت او ښه ډول رسېدنه نه کېده، خو نن الحمدلله په افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی چې هغه په رښتینې مانا د دغه ولس خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسوولیتونو ته په ښه ډول متوجې دی. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، د افغان ولس هوساینه او رضایت زموږ یوازینۍ هیله ده او تاسې هر مسوول کس باید نهايي کوښښ وکړئ څو د هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه وکړئ. د محترم ملا صاحب په خبره، افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکاري وکړي.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند همدا راز د سفارت ټولو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، څو افغان محصلینو ته په ایران کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او په دغه برخه کې ټولې شته ستونزې حل کړي. د دغه لیدنې پر مهال په تهران کې د افغانستان سفارت مسوولینو د سفارت د فعالیتونو په اړه محترم ملا صاحب ته خپل راپور وړاندې کړ او وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ایران کې د مېشت افغان کډوالو او کارګرانو ستونزې تر ډېره حده حل شوې او هغوی ته د لازمو سهولتونو برابرولو په اړه یې له ایراني مقاماتو سره په وار وار مجلسونه کړي، چې ښه پایله یې ورکړې ده. د سفارت مسوولینو زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په تهران کې د افغانستان د سفارت په چارو کې هر ډول فساد ختم شوی او الحمدلله اوس یې د تېرو کلونو په پرتله په عوایدو کې څو برابره زیاتوالی راغلی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

BACK TO NEWS