د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۵:۵۱
WhatsApp Image 2024-04-07 at 14.36.00_fa9b005f

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۹مه نېټه د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. محترم ملا صاحب د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د چارو پيل د هېواد د آبادۍ په برخه کې مهم پرمختګ یاد کړ او وویل، د افغانستان اسلامي امارت د نورو زېربناوو تر څنګ د ودانیزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي، چې د نوي کابل د لمړي فاز دوهمه برخه او یوشمېر  نورې پروژې یې د نمونې په ډول یادولی شو.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد اوسنی وضعیت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت، کرنې، برېښنا او سوداګرۍ سکټورونو ترڅنګ د ودانیزو پروژو په برخه کې هم کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې. محترم ملا صاحب د چین ولسي جمهوریت څخه د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د عملي چارو د پیل له امله مننه وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل، چې له افغانستان سره د یو ښه ګاونډي هېواد په توګه د سیمه ییز اتصال غوندې مهمو مسایلو کې هم په مشترکه او همغږې توګه کار وکړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د چین له حکومت او پانګوالو وغوښتل څو په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې لپاره له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي، چې په دې سره به د کابل او بیجینګ ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پياوړې شي.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ څخه وغوښتل چې په پلازمېنه کابل کې د تعمیراتي چارو ستونزو ته رسېدنه وکړي او اجازه ورکړي چې ودانیز کارونه پیل شي، څو هېوادوالو ته کاري زمینه برابره او زېربنایي صنعت پرمختګ وکړي.  د نېله باغ هستوګنیزه پروژه د چین په بلاعوضه مرسته جوړېږي، چې شاوخوا ۷۱ میلیون ډالره لګښت پرې راځي. په دغه پروژه کې ۱۴۰۰ هستوګنیز کورونه په ۵۶ بلاکونو کې په نظر کې نیول شوي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې به یې د جوړېدو چارې په ۳ کلونو کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۲مه نېټه د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۱۱
Background image

له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه وشوه

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو د رئیس په مشرۍ له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه د روان کال د عقرب په ۲۱مه په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۵۶
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وکړ

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د دوه استوګنیزو او. . .

BACK TO NEWS