محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په چابهار نړېوال پوهنتون کې له افغان محصلینو سره وکتل

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
WhatsApp Image 2023-11-11 at 09.01.26_666001b1

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۸مه نېټه له چابهار بندر څخه د لیدنې پر مهال په چابهار نړېوال پوهنتون کې له افغان محصلینو سره وکتل. محترم ملا صاحب د یادو محصلینو له هڅو او زده کړو ستاینه وکړه او وویل، چې دا یو ښه فرصت دی چې تاسو ته په بهر کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده، نو پکار ده چې له دې په لاس راغلي فرصت څخه ښه استفاده وکړئ او په راتلونکي کې د خپل هېواد په آبادۍ کې خپل مسوولیت په ښه ډول ادا کړئ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۸:۳۷
Background image

د کندهار د شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن (پنجشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په اوومه نېټه، په کندهار ولایت کې د کندهار د شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په شپږمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او. . .

BACK TO NEWS