په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د کورني ناخالص تولید ارزښت ته کتنه
لیکوال: نجیب الله مایار
سریزه
کورنی ناخالص تولید د یوه هېواد په اقتصاد کې مهم شاخص بلل کیږي. په اقتصاد کې، اقتصادي شاخص هغه وسیله ده چې د اقتصادي معلوماتو د بدلونو په کارولو سره د اقتصاد ښه والی او وده اندازه کوي. هغه مهم اقتصادي شاخصونه چې په اقتصاد کې ځانګړی ارزښت لري کولای شوو د مصرفوونکو د نرخ شاخص ، د ناخالص کورني تولید شاخص د ناخالص ملي تولید شاخص، د کارموندنې د نرخ شاخص، او داسې نور یاد کړو. د ذکر شویو شاخصونو په پام کې نیولو سره، په هره اندازه چې په یو هیواد کې د مصرفوونکو له پاره بیې راټیټیږي او ناخالص کورني او ملي تولید او د کارموندنې کچه لوړیږي، هغه هیواد کې د اقتصادي ودې په لور درومي.
کورنی ناخالص تولید
کورنی ناخالص تولید په اقتصاد کې یو مهم شاخص بلل کیږي چې د لاندې دوو مواردو له امله یې اهمیت د پام وړ دی: لومړی دا چې له دغه کلیدي شاخص څخه د اقتصادي فعالیتونو په ارزونه، شننه او تجزیه کې کار اخیستل کیږي. دوهم د ډېرو لویو اقتصادي تغیراتو لکه اقتصادي پړسوب یا انفلاسیون ـ اقتصادي ودې ـ اقتصادي رکود او نورو د محاسبې اساس او بنسټ جوړوي.
په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان کورنی ناخالص تولید
په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د نړیوالو له خوا د هېواد د مالي شتمنیو له کنګل کېدو سره په یوه وخت په افغانستان بېلابیل مالي او اقتصادي بندیزونه ولګېدل، له دې سره په یوه وخت هغه سلګونه پراختیایي پروژې هم ودرول شوې چې د بهرنیو هېوادونو او بنسټونو له خوا تمویلېدې. همدارنګه د کلونو په اوږدو کې دوامداره بې وزلي او د بېکارۍ لوړه کچه هغه عوامل وو چې زموږ د هېواد اقتصادي شرایط یې په یوه ډېر حساس حالت کې له ډېر فشار سره مخ کړل. له دې امله مو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې تر ۲۰٫۷ سلنې د کورني ناخالص تولید ټیټوالی هم تجربه کړ. اسلامي امارت له دې حالت څخه د هېواد د ایستلو په موخه مټې را بډ وهلې او د دغه وضعیت د ښه والي په موخه د بېلابېلو وزارتونو او سکټوري ادارو په کچه یو لړ اقدامات ترسره شول چې له نېکه مرغه ښې پایلې یې درلودې. په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ودې کموالی منفي ۷. ۲۰ و، خو په ۱۴۰۱ کال کې دغه اندازه منفي ۲. ۶ ته ورسېده. همدا راز په ۱۴۰۱ کال کې څه د پاسه دوه میلیارد ډالرو ته د صادراتو لوړوالی؛ په داسې حال کې چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې دا کچه ۸۵۰ میلیون ډالره وه؛ د اقتصادي وضعیت د بدلون په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي سیاستونو د پلې کېدو او د اړونده ادارو د مدیریت او ښې پاملرنې لویه بېلګه بللی شو. په هېواد کې د کورنیو تولیداتو څخه په استفادې له تولیدي سکټور او کورني بازار څخه ملاتړ؛ د کارموندنې پر سکټور پر تمرکز د کورني ناخالص تولید ودې ته ثبات بښل، د امارتي شرکتونو او تصدیو فعالول، د خصوصي سکټور ملاتړ، د صادراتو پراختیا او په سواګرۍ کې د نسبي کسر کموالی، د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ثبات، د اسعارو د قاچاق مخنیوی، د لومړنیو توکو د بیو ټیټوالی، د لویو او نښلوونکو لارو بیارغونه او په بېلابېلو سکټورونو کې د ملي او کارموندونکو پروژو پلې کول د کورني ناخالص تولید په لوړېدو کې اغېزناک عوامل ګڼلای شو. کورنی ناخالص تولید په هېواد کې ټول تولید شوي توکي او خدمات د ورځې په بیه حسابوي چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ټولو اندازه څه د پاسه ۱۳۵۷ میلیارده افغانۍ او د سړي سر عاید ۳۸۸۱۳ افغانۍ و. حقیقي کورني ناخالص تولید په هېواد کې ټول توکي او نهایي شوي خدمات په ثابته بیه اندازه کوي چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې څه د پاسه ۱۰۶۱ میلیارده افغانۍ و او د حقیقي کورني ناخالص تولید وده ۲٫۷ سلنه وه.
د کورنی ناخالص تولید شاخصونه
۱ ـ کرنه
کرنه، صنعت او خدمات د هېواد په کورني ناخالص تولید کې ډېره ونډه لري، په کورني ناخالص تولید کې د کرنې، صنایعو او خدماتو ونډه په ترتیب سره ۳۴٫۳۲ ، ۱۳٫۵۴ او ۴۶٫۷۶ سلنه وه. په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د کرنې ارزښت څه د پاسه ۴۶۹ میلیارده افغانۍ شوی دی، په کورني ناخالص تولید کې د دغه سکتور ونډه ۳۴٫۳۲ سلنه او وده یې ۲٫۱ سلنې ته رسېدلې ده چې د دغه سکتور د ودې اصلي عامل په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د غنمو د تولید ډېروالی ښودل شوی دی. په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هېواد د مستهلکینو د بیو شاخص ښیي چې د تورم کچه ۷٫۷ـ سلنه وه چې ۱۱٫۷ سلنه کموالی په خوراکي موادو او ۳٫۱ سلنه کموالی په غیر خوراکي موادو کې دی. د کرنې شمېرې ښیي چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۴٫۴ میلیون ټنه غنم تولید شوي چې د ۱۴۰۱ لمریز کال په پرتله ۴٫۴ سلنه زیاتوالی لري. د غنمو د تولید د ډېروالی لامل د کښت شوې ځمکې ډېرېدل دی. په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هغه ځمکې اندازه ۲٫۳ میلیون هکټارو ته رسیږي چې غلې دانې پرې کرل شوې وې چې دې اندازې د ۱۴۰۱ لمریز کال په پرتله ۷٫۲ سلنه ډېروالی موندلی دی.
۲ ـ صنعت
کانونه او د هغه استخراج، د فابریکو صنایع، غذایي او غیر غذایي تولیدات، برېښنا، ګاز ، اوبه او ودانۍ د صنعت په سکټور کې شامل دي . په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د دغه سکټور ارزښت څه د پاسه ۱۸۴ میلیارده افغانۍ شوی چې په کورني ناخالص تولید کې یې ونډه ۱۳٫۵ سلنه او د دغه سکټور وده ۲٫۶ سلنه وه. په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د دغه سکټور په زیاتوالي کې عمده ونډه د برېښنا، ګاز او اوبو زیاتوالی و چې پنځه سلنه و. د دغه برخو کچه ۵ سلنه ښودل شوې ده.
۳ ـ کانونه او د هغه استخراج
افغانستان د طبیعي سرچینو د لرلو له کبله یو شتمن هېواد دی، دا زېرمې د طبیعي ګاز، نفتو، ډبرو سکرو، مرمرو، سرو زرو، مسو، کرومایټو، تالک(شوکاڼي)، برایت، سلفرو، سربو، اوسپنې، د ودانیو ډبرو، مالګې، ګرانبیه او نیمه ګرانبیه ډبرو او نورو نادرو عناصرو دي. په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د دې برخې ارزښت څه د پاسه ۳۲ میلیارده افغانۍ ته رسیږي او په کورني ناخالص تولید کې یې ونډه ۲٫۴ سلنه وه. د افغانستان د کانونو زېرمو ډېره برخه تراوسه نه ده استخراج شوې.
۴ ـ صنایع
د فابریکو صنایع د هېواد په اقتصادي وده کې ټاکونکی رول لري، هغه هېوادونه چې پرمخ تللي تکنالوژی او په پراخه کچه تولیدي صنایع لري اقتصاد یې هم د پام وړ وده کړې وي. په افغانستان کې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د دې برخې ارزښت څه د پاسه ۱۰۳ میلیارده افغانۍ و چې د ۱۴۰۱ لمریز کال په پرتله ۱٫۷ سلنه وده ښیي.
۵ـ برېښنا، ګاز او اوبه
د کورني ناخالص تولید په برخه کې د نورو برخو ترڅنګ اوبه، برېښنا او ګاز هم د پام وړ رول لري. په افغانستان کې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د برېښنا، ګاز او اوبو زیات شوی ارزښت څه د پاسه ۳۷ میلیارده افغانۍ شوی چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې په کورني ناخالص تولید کې ونډه ۲٫۸ سلنه او د دغه سکټور وده ۵ سلنه وه.
۶ ـ ودانۍ
ودانۍ د کورني ناخالص تولید د لوړېدو په برخه کې بله د پام وړ برخه ده چې په هېواد کې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ودانیو زیات شوی ارزښت څه د پاسه ۱۱ میلیارده افغانۍ شوی چې د ۱۴۰۱ لمریز کال په پرتله د دغه سکټور وده ۰٫۹ ـ سلنه وه.
۷ ـ خدمات
د خدماتو د سکټور ارزښت څه د پاسه ۶۳۲ میلیارده افغانۍ شوی چې د ۱۴۰۱ لمریز کال په پرتله یې وده ۲٫۳ سلنه وه. په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په کورني ناخالص تولید کې د دغه سکټور ونډه ۴۶٫۸ سلنې ته رسېدلې وه. د دغه سکټور د ډېروالي اصلي لامل د عمده او پرچون سوداګرۍ، ترانسپورت، هوټلونو او رستورانټونو کچه په ترتیب سره ۱۷٫۹ ، ۵٫۹ او ۱٫۶ سلنه ښیي.
هېواد کې د کورني ناخالص تولید د لوړوالي لاملونه
په افغانستان کې شته فرصتونو او ننګونو ته په کتو، د دې هېواد د کورني ناخالص تولید زیاتول په یوشمېر مهمو عواملو پورې تړلي دي. لاندې یې هغو مهمو عواملو ته اشاره کوو چې د افغانستان د ناخالص کورني تولید په وده کې مرسته کولی شي:
- د زېربناوو پراختیا:
- په زېربناوو لکه سړکونو، انرژۍ او مخابراتو کې پانګونه کولای شي سوداګري اسانه کړي، بازارونو ته لاسرسی ښه کړي او تولیدي وړتیا زیاته کړي.
- کرنه او کلیوالي پراختیا:
- د افغانستان اقتصاد په کرنه تکیه دی. د کرنيزو چارو ښه کول، بازارونو ته اسانه لاسرسی او د اوبو لګولو په سیسټمونو او ټکنالوژۍ کې پانګونه کولای شي د کلیوالي خلکو لپاره تولید او عاید لوړ کړي.
- ښوونه او روزنه:
- د ښوونې او مسلکي روزنې ښه کول کولای شي یو مهارت لرونکی کاري ځواک رامنځته کړي، نوښت ته وده ورکړي او په مختلفو سکټورونو کې تولیدي وړتیا زیاته کړي.
- د اقتصاد تنوع:
- پر کرنه باندې د تکیې کمول او د کانونو استخراج، تولیدي او خدماتي سکټورونو ته وده ورکول کولای شي یو مقاومت لرونکی اقتصاد رامنځته کړي.
- سوداګري او سیمهییزه همکاري:
- له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو ښه کول او سیمهییزه اقتصادي همکاري کولای شي د افغاني توکو لپاره نوي بازارونه پيدا او پانګونه راجلب کړي.
- په روغتیايي سکټور کې پانګونه:
- د روغتیايي خدماتو ښه کول او د ناروغیو کچه راټیټول کولای شي د کاري ځواک تولیدي وړتیا زیاته کړي او اقتصادي وده رامنځته کړي.
- د حکومتولۍ پیاوړتیا او د فساد کمول:
- د اداري جوړښت پیاوړي کول، حقوقي چوکاټ ښه کول او د فساد مخنیوی کولای شي یو ښه سوداګریز چاپېریال رامنځته کړي او بهرني پانګوال راجلب کړي.
- د بانکدارۍ سکټور پراختیا:
- د بانکدارۍ سکټور پراختیا او د مایکروفایننس چارو برابرول کولای شي د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو (SMEs) ملاتړ وکړي، چې دا د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره خورا مهمې دي.
- له طبیعي سرچینو څخه ګټه اخیستنه:
- افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه بډای هېواد دی. که دغه سرچینې په مسوولانه توګه وکارول شي، دوامداره استخراج او مدیریت یې کولای شي اقتصاد ته ډېره ګټه ورسوي.
- د ګرځندوی صنعت وده:
- د افغانستان د تاریخي او کلتوري سیمو په اړه معلومات ارایه کول کولای شي زیات شمېر سیلانیان جذب کړي، چې دا به د GDP وده او کارموندنه کې مرسته وکړي.
د یوې داسې ستراتېژۍ پلي کول چې په دې عواملو مشتمله وي کولای شي په دوامدار ډول د افغانستان اقتصادي وده لوړه او د خلکو د ژوند سطحه ښه کړي.
پایله
په هېواد کې په سمه بڼه د ملي عوایدو ټولول، د کانونو د استخراج او د هېواد په طبیعي زېرمو کې د پانګونې هڅې، کورني صنعت او ملي تولیداتو ته پاملرنه، له ګاونډیو هېوادونو سره پر مثبتو اقتصادي اړیکو تمرکز، ملي پروژو او زېربناوو ته پاملرنه هغه اقدامات دي چې د اسلامي امارت له خوا عملي شوي او له شک پرته د کورني ناخالص تولید د لوړېدو لامل شوي دي. دا ټول د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې خورا مثبت او دوامداره رول لري او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا له پاره لاره هواروي. که څه هم د افغانستان اقتصاد لاهم کمزوری دی، خو د اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تر ډېره حده بریالۍ ده چې که همداسې دوام ورکړل شي، نو له شک پرته به یې نورې مثبتې پایلې هم را څرګندې شي.