د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ سَلامٌ عَلى‌ عِبادِهِ الَّذِينَ اصْطَفى‌ اما بعد

اعوذباالله من شیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ ما لا تَفْعَلُونَ کبُرَ مَقتاً عِندَاللهِ اَن تَقُولوا مَالَا تَفْعَلُونَ

امارتي مسؤلینو، سوداګرو، صنعتکارانو وروڼو، افغانستان ته راغلو مېلمنو او د غونډې ټولو ګډونوالو ته

 السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته

خوښ یم چې نن ستاسو سره په دې غونډه کې ګډون کوم.

لومړی افغانستان ته د همسایه، سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه راغلو مېلمنو او پانګوالو ته ښه راغلاست وایم او په افغانستان کې پانګونې ته د دوی له لېوالتیا مننه کوم او ډاډ ورکوم چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره بهرنیو او کورنیو پانګوالو او سوداګرو ته هر ډول اسانتیاوې برابروي او بشپړ ملاتړ یې کوي.

د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، اداري فساد ختم سوی، د نشه یې توکو د کر او قاچاق بشپړ مخنیوی سوی، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ثابته پاتې سوې، د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی، په بانکي سکټور کې پرمختګ سوی، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه زیاته سوې، په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د لویو پروژو چارې پیل سوې دي، صنعت، سوداګرۍ او ترانزیټ پرمختګ کړی.

همدارنګه په ټول هېواد کې بشپړ امنیت، له طبیعی سرچینو بډایه هېواد، د پانګونې ملاتړی حکومت، ځوان، وړ او ارزانه کاري ځواک، د سیمه‌ییز اتصال له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، د پانګونې لپاره پراخه چاپېریال او د پانګونې  لپاره اسانه قوانین هغه موضوعات دي چې په افغانستان کې یې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې له پاره ښه زمینه برابره کړې ده.

په افغانستان کې د پانګونې د زمینې په برابرېدلو سره نه یوازې افغانان، بلکې بهرنیان هم دلته پانګونه کولی سي چې ښه بېلګه یې د هرات د غوریانو اوسپنې په کان کې له افغان پانګوالو سره د آسیایي او اروپایي هېوادونو د پانګوالو ګډه سرمایه‌ګذاري ده چې تړونونه یې څو ورځې وړاندې لاسلیک سول

د برېښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، زېربناوو، مخابراتو، ټیکنالوژۍ او روغتیا ترڅنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د دې هېواد اړتیا ده او موږ په دې برخه کې د کورنیو پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره کړې ده.

د صنعت لپاره تر یو اندازې د اړتیا وړ برېښنا برابره سوې او د لا وسعت لپاره یې د برېښنا د تولید په برخه کې هڅې روانې دي. افغانستان د اوبو، باد او لمر څخه د برېښنا د تولید په برخه کې لوړ ظرفیت لري او په دې برخه کې د پانګونې له پاره ښه زمینه برابره ده. همداراز صنعتي پارکونو پراختیا موندلې، پر خامو موادو مالیه کمه سوې، د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د لویو لارو بیارغونه پیل سوې ده. په نږدې وخت کې به د رېل پټلۍ له لارې افغانستان د ایران د چابهار بندر سره ونښلول سي چې دا د ترانزیټ په برخه کې یو ستر ګام دی.

همدارنګه اسلامي امارت یو بین الوزارتي کمیټه رامنځته کړې، څو په افغانستان کې د پانګونې په موخه ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. اوسمهال چې کوم بهرني پانګوال افغانستان ته راځي. پانګوال نور اړ نه دي چې په ادارو وګرځېږي او له بیروکراسۍ سره مخ سي، بلکې له دغې کمیټې سره په اړیکه کې کېږي او هغوی ورته ټول لازم معلومات  ورکوي چې دا د دوی د کارونو چټک پرمخ بېولو په برخه کې یو مهم ګام دی.

ددې ترڅنګ د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ له پاره مشورتي اقتصادي بورډ رامنځته کېدونکی دی چې ټول غړي یې د اقتصاد د برخې متخصص کسان دي. دغه راز د افغانستان له پاره د ملي اقتصادي ستراتیژۍ پر جوړولو هم عملاً کار روان دی چې په جوړېدو سره به یې په اقتصادي ډګر کې شته ستونزو ته رسېدنه وشي، د راتلونکو پنځو کلونو له پاره به یو جامع لیدلوری په ډاګه،  له شته امکاناتو څخه به اعظمي ګټه پورته، بې وزلي به راکمه، افغانستان به د سیمه ییزې سوداګرۍ پر مرکز بدل، ملي موخو ته د رسېدو پر وړاندې له شته ننګونو سره د مقابلې په موخه به اجماع رامنځته او په هېواد کې به د خصوصي سکټور د ودې او پراختیا له پاره زمینه برابره سي.

محترم ملا صاحب نړیوال سیاست او حالاتو په اشارې سره وویل، چې د افغانستان په شاوخوا کې د سمندري سوداګریزو لارو امنیت ته په کتو د ځمکنیو لارو ارزښت ورځ تر بلې زیاتېږي، چې په دې سره به افغانستان د خپل جیوستراتیژیک موقعیت اهمیت په واقعي ډول پيدا کړي. په همدې موخه اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان سوداګریزې ترانسپورټي لارې په اساسي ډول ورغوي او پر مټ یې له هغو ګاونډیو هېوادونو سره وصل شي، چې اوسمهال ورسره اتصال نه لري. اسلامي امارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې لویې لارې، سړکونه او د اوسپنې پټلۍ شبکې جوړې او پراخې کړي.

په پای کې یو ځل بیا له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه غواړم چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي. اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له پاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي او بشپړ ملاتړ یې کوي.  

له توجه څخه مو مننه