د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې پروژې د لومړي فاز د جوړولو پر مالي تمویل بحث وشو

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۲:۴۹
photo_٢٠٢٤-٠١-٣٠

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د یوشمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو. یادې غونډې ته د نباتي خوراکي غوړیو د ځان بسیاینې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. تر هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه په پرنسیپ کې تایید او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت استازو ته دنده وسپارل شوه، څو دغه طرحه د اوبو او انرژۍ او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سره شریکه کړي او د هغوی د نظرونو په پام کې نیولو سره یې د غني او د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته یې دې وړاندې کړي. همدارنګه نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو د صدور ورکړه بله هغه موضوع وه، چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري ورباندې بحث وشو. تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د نوري فایبر نویو متقاضیانو ته دې نوي جوازونه د نړیوالې داوطلبۍ له لارې ورکړل شي او له وړ شرکتونو سره د قراردادونو منظوري د اقتصادي کمېسیون ته راجع شي. دغه پرېکړه د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نویو عایداتي منابعو پر طرحه هم بحث وشو. تر هراړخیز بحث وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازو ته دنده وسپارل شوه، څو دغه طرحه له اړوندو وزارتونو او ادارو سره شریکه کړي، د هغوی نظرونه دې پرې واخیستل شي او وروسته دې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS