د کارګرانو د ملي اتحادیې د جایدادونو، اساسنامې، د جوازونو ورکړې او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۲:۵۹
6,Feb,2024

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د یوشمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو. یادې غونډې ته د کمال خان بند د دوهم فاز د امکان سنجۍ د لومړنیو مطالعاتو بشپړ راپور وړاندې شو. په غونډه کې تر هراړخیز  بحث وروسته د اوبو او انرژۍ او کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او د ملي پراختیا شرکت له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د ترسره شوو مطالعاتو په پام کې نیولو سره د امکان سنجۍ دقیق تخنیکي مطالعات ترسره او راپور یې دې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته وړاندې کړي. همدارنګه د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې پروژې د لومړي فاز د جوړولو پر مالي تمویل خبرې وشوې. د موضوع تر هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه چې مالیې وزارت دې د یادې پروژې لپاره د بودیجې ترلاسه کولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام ته ځانګړی وړاندیز وکړي. دغه پرېکړه د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

BACK TO NEWS