له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځولو پروژې ته کتنه

لیکوال: فضل ولي شیراني

سریزه

د برېښنا کمی د افغانستان لویه او دوامداره ستونزه ده، چې تر دې دمه یې هېڅ حکومت پر حل نه دی بریالی شوی. افغانستان پرېمانه روانې اوبه او د برېښنا د تولید له پاره سرچینې لري. د څېړنو له مخې افغانستان کولای شي له اوبو څخه ۲۳زره میګاواټه، له لمر څخه ۲۲۳ زره میګاواټه، له باد څخه ۶۸ زره میګاواټه او له ګازو څخه ۶۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي. همدارنګه د نوې کېدونکې انرژۍ د نړیوال مرکز د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې شاوخوا ۳۰۰ لمریزې ورځې لري، چې کولای شي په هر لس متر مربع کې یو کیلو واټ لمریزه انرژي تولید کړي. له بده مرغه چې په هېواد کې څه باندې څلورو لسیزو ناخوالو له موږ نه دا فرصت تروړلی دی او پر دې نه یوو توانیدلي چې خپله برېښنا خپله تولید او اړتیا مو پوره کړو. نو اړ یوو چې له بهر څخه برېښنا وپیرو. اوسمهال په نړۍ کې ډېری داسې هېوادونه شته چې د خپلې اړتیا وړ برېښنا له نورو هېوادونو واردوي، خو دا کار هغه مهال کوي چې په هېواد کې دننه د برېښنا د تولید له ټولو سرچینو ګټه پورته کوي، که چېرې یې اړتیا پوره شوه نو ښه او کنه بیا یې له نورو هېوادونو پیري او هېواد ته وارداتي برېښنا راولي. افغانستان خو لکه مخکې مو چې اشاره ورته وکړه د برېښنا د تولید له پاره پرېمانه سرچینې لري چې نه یوازې دا چې د خپلې اړتیا وړ برېښنا چمتو کولی شي، تر څنګ یې کولای شي نورو هېوادونو ته یې هم صادره کړي. تر هغې چې موږ د برېښنا د تولید له خپلو سرچینو ګټه پورته کوو او د هغو له پاره امکانات برابروو، اړ یوو چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د خپلې اړتیا وړ برېښنا وپیرو.

افغانستان ته واردیدونکې برېښنا او د هغې ګټې

د برېښنا اهميت او ارزښت څه په ملي کچه او څه په نړیواله کچه د بشر په پرمختګ او د یوه هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې ډېر مهم رول لري. برېښنا د شلمې پېړۍ له لومړۍ نیمايي څخه وروسته په ژوندانه او صنعتي فعالیتونو کې تر ټولو زیات رول لوبولی دی، برېښنا په معاصره نړۍ کې د بل هر مصرفي توکي په پرتله ډېر اهمیت لري. دا ځکه چې د کورونو له رڼا کولو نیولې بیا د صنعتي فابریکو تر تولید، اطلاعاتو، سوداګریزو فعالیتونو، امنیتي دندو او نورو اقتصادي او اداري فعالیتونو پورې هر څه د برېښنايي انرژۍ پر مټ مخ ته ځي.  نو له دې څخه جوته شوه چې برېښنا د انسان په ژوند کې زیات اهمیت لري. همدې اهمیت ته په کتو اسلامي امارت هڅه کړې ده چې په کور دننه د برېښنا د کچې زیاتولو ترڅنګ د اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه وپیري. ۷۷ سلنه برېښنا د تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردیږي او پاتې برخه یې په کور دننه تولید او ګټه ترې اخیستل کیږي. خو اسلامي امارت د برېښنا د هغو پروژو له پاره هم کار روان کړی دی چې د افغانستان له خاورې تیریږي.  له دې پروژو څخه یوه د کاسا زر پروژه ده چې له قرغزستان او تاجکستان هېوادونو څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا لیږدوي . دغه پروژه د کندوز د شېرخان بندر له لارې د هېواد له ۷ ولایتونو (کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار) څخه تیریږي او د پاکستان خاورې ته دننه کیږي. له یادې پروژې څخه ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکول کیږي. پاکستان به هر کال افغانستان ته لسګونه مېلیون ډالر حق العبور هم ورکوي. ددې پروژې د کارونو په پیل سره ۱۳۰۰۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابریږي. ټوټاپ پروژه د برېښنا بله هغه ستره پروژه ده چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا لیږدوي. ددې پروژو په بشپړیدو سره به د افغانستان د برېښنا  په برخه کې شته ستونزې تر ډیره بریده حل شي. ددې ترڅنګ له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د مزي غځولو پروژه ده چې د هېواد شمال ته راسیدلې ده. ددې پروژې چارې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پیل شوې او ټاکل شوې وه چې په ۲۰۲۱میلادي کال کې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، خو داسې ونه شول ایله یې ۷۶ فیصده چارې ترسره شوې. دا پروژه چې د افغانستان له پاره یوه حیاتي پروژه ده او په بشپړېدو سره به یې په هېواد کې د برېښنا په برخه کې شته ستونزې تر ډېره بریده حل شي، دغه راز به میلیونونه ډالره ځکه سپما وکړو چې ددې مزي له لارې چې کومه برېښنا له ترکمنستان څخه راځي، د هغې بیه د نورې واردیدونکې برېښنا په پرتله ټیټه ده. د روان کال د عقرب په ۲۴مه د ۳۶مېلیونو ډالرو په ارزښت د شبرغان- دښت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه مزي غځولو د پاتې چارو او د دښت الوان د سب سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو هوکړه لیکونه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان برېښنا شرکت او افغان انوېسټ خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شول. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د برېښنا اهمیت ته په اشارې سره وویل، د یوه هېواد د اقتصادي ودې لپاره صنعت تر ټولو مهم دی، د نړۍ هغه هېوادونه چې له جګړو راوتلي او چټک اقتصادي پرمختګ یې کړی دی، اساسي لامل یې د صنعت پرمختګ دی. د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان هم د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او لا هم هڅه کوي چې په هېواد کې د صنعت د پرمختګ لپاره هر ډول شرایط او زمینه برابر کړي، خو د صنعت په پرمختګ کې تر ټولو مهم فکټور برېښنا ده. له شبرغان څخه تر دښت الوان پورې د برېښنا دغه پروژه چې له افغان انوېسټ خصوصي شرکت سره یې قرارداد وشو، نه یوازې دا چې د هېواد صنعت ته به یې ګټه ورسېږي، بلکې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه هم برابره شي او په کلني ډول به سلګونه میلیونه ډالر سپما وشي. له دې وړاندې د روان کال د میزان په میاشت کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د اوبو او انرژۍ وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د انرژۍ د ۶ پروژو تړونونه لاسلیک شول.  په دې تړونونو کې له دښت الوان څخه تر کابل پورې د ۵۰۰ کیلوولټ مزي د غځولو، د ارغندۍ د سب سټیشن د پاتې چارو بشپړولو، په ترخیلو سیمه کې د نوي سب سټېشن جوړولو، د ۲۳کیلومترو په اوږدوالي له چمتلې سب سټېشن څخه تر ترخېلو سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ مزي غځولو، د کابل د ارغندۍ سب سټېشن پراختیا او د کابل په بت خاک کې د نوي سب سټېشن جوړولو پروژې شاملې دي چې په بشپړېدو سره به یې له ترکمنستان څخه افغانستان ته نوره زر مېګاواټه برېښنا وارده شي. له دې څخه معلومه شوه چې اسلامي امارت هڅه کوي د برېښنا په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي او پرمټ یې لومړی صنعت ته پراختیا ورکړي او بیا له دې لارې ټول هغه سکټورونه پر پښو ودروي چې برېښنا ته اړتیا لري. له دې سره به د افغانستان اقتصادي یون نور هم ګړندی شي.

پایله

که د پورتنۍ لیکنې غورچاڼ راټول کړو؛ نو دې پایلې ته رسېږو چې د برېښنايي انرژۍ د چمتو کولو له پاره څو ټکي مهم دي. لومړی دا چې نن سبا برېښنا په نړۍ کې ډېر زیات اهمیت او ارزښت لري. د پرمختللو هېوادونو وګړي ان په دې باور دي چې له برېښنا پرته ژوند اصلاً دوام نه شي پیدا کولی، ځکه د کورونو له روښانولو نیولې بیا صنعتي، تولیدي کارخونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو او حکومتي ارګانونو پورې ټول برېښنا ته اړتیا لري او ځینې خو لا داسې وسایل هم شته چې له برېښنا پرته د کار وړ نه دي. دغه راز ټکنالوژیکي وسایل خو له برېښنا پرته بې اهمیته دي او کوم اهمیت نه لري، ځکه که برېښنا نه وي، نو د هغو کارول هم ناشوني دي. له دې امله د ارزانې، باکیفیته او دوامدارې برېښنا موجودیت اړین دی. دې اهمیت ته په کتو افغانستان اړ دی  چې د خپلې اړتیا وړ برېښنا چمتو کړي. هغه که په کور دننه وي او یا هم واریدونکې برېښنا.  دا مهال افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا زیاته برخه له بهر څخه واردوي. له دې جملې څخه یو هم له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزی دی. ددې پروژې زیاته برخه کارونه ترسره شوې او د یوې برخې پاتې چارو د بشپړېدو هوکړه یې اوسمهال له افغان انویسټ خصوصي شرکت سره وشوه.  ددې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل او شاوخوا ولایتونو ستونزې تر ډیره بریده حل شي. اسلامي امارت هڅه کوي چې د برېښنا ستونزې ته پای ورکړي. اسلامي امارت پر دې پوه دی چې که چېرې برېښنا نه وي، نو نه شي کولای خپل هېواد یو صنعتي او پرمختللی هېواد کړي. صنعت، سوداګري، حکومتولي، کرنه لنډه دا چې نن سبا هر څه د برېښنا پر مټ چلیږي او پرمختګ کوي. له دې پرته ناشونې ده چې یو هېواد دې پرمختګ وکړي او اقتصاد دې غښتلی او پیاوړی شي. که چېرې دا پروژه عملي شي، نو بیا به موږ پر دې وتوانیږو چې خپل صنعت وغوړو او تر څنګ یې نور سکټورونه هم په پښو ودروو.