نوي کاري فرصتونه؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ پروژې منظورې کړې

لیکوال: امان‌الله حنیفي

د ملي تدارکاتو کمېسیون په هېواد کې د شفافیت تامینول، مؤثرو خدمتونو وړاندې کول، تدارکاتي ستونزو ته د حل لارو موندل او تدارکاتي چارو فعالیت او  تنظیم ده، چې مشري یې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کوي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون له پيل تر اوسه پورې لسګونه بېلابېلې پروژې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې منظورې کړې او کارونه یې عملاً پيل شوي، چې اټکلي ارزښت یې شاوخوا ۱۰ میلیاردو افغانیو ته رسېږي. د ملي تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ نوبتي غونډه کې په کندهار، تخار، ارزګان، هرات، ننګرهار، فاریاب، خوست، جوزجان، بدخشان، پروان، کابل، بادغیس او کاپیسا ولایتونو کې د شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ مختلفې پروژې منظورې کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي کارونه پيل شي.

له یادو منظورو شوو پروژو یوه هم د افغان ملي بانک د هستوګنیزو کورونو او سوداګریزو مارکېټونو جوړولو پروژه ده، چې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې دهمزنګ څلورلارې سره موقعیت لري. دغه ساختماني پروژه دوه فازونه لري چې د لومړي فاز چارې یې نږدې په بشپړېدو دي. تازه یې د ملي تدارکاتو کمېسیون د دوهم فاز د جوړېدو چارو د پيل منظوري هم ورکړه. د افغان ملي بانک یاده ساختماني پروژه ۱۳پوړه لوړېږي چې لس پوړونه یې د هستوګنیزو کورونو لپاره ځانګړي شوي او په لومړيو درېیو پوړونو کې یې بیا سوداګریز مارکېټونه ابادېږي. د دغه پروژې په دوهم فاز یو میلیارد او ۲۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د جوړېدو چارې به یې ۳ کاله وخت ونیسي. په دغه پروژه کې به په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونو هېوادوالو ته کار زمینه برابره شي او پر دې سربېره به یې په ساختمان کې له خپلو کورنیو توکو هم استفاده وشي. له خپلو کورنیو ساختماني توکو استفاده خودکفایۍ ته د رسېدو په برخه کې یو مهم او بنسټیز کار دی چې له مخې به یې د حکومت خزانې ته په میلیونونو افغانۍ عواید جمع شي.

په یادو پروژو کې یوه هم د کلیو د بیارغونې او پراختیا اړوند د بادغیس په مرکز قلعه نو ښار کې د څښاک اوبو رسونې پروژه ده. دغه پروژه د افغانستان اسلامي امارت په مالي ملاتړ د ۳۲۶ میلیونو افغانیو په ارزښت پلې کېږي، چې له مخې به یې لسګونو زرو هېوادوالو ته د څښاک اوبه. له دې مخکې په قلعه نو ښار کې خلک د اوبو کمبود له جدي ستونزې سره مخ وو. په دغه پروژه کې هم سلګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.

د یادو ۲۵ پروژو له جملې یې یوه هم د کندهار- ارزګان د ۱۳ کیلومټره سړک جوړولو پروژه ده چې عملاً یې کارونه پيل شوي او شاوخوا ۵۰۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. په دغه پروژه کې په سلګونو ماشینرۍ او خلکو ته د کار زمینه برابره شوې، چې په بشپړېدو سره به یې د ارزګان ولایت اوسېدونکو ته د ژوند ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. د تخار ولایت له فرخار څخه تر ورسج پورې د ۱۵ کیلومټره سړک جوړولو بله هغه پروژه ده چې د ټولګټو وزارت له لوري د ۴۹۲ میلیونو افغانیو په ارزښت پلې کېږي. په دغه پروژه کې هم په سلګونو هېوادوالو او په لسګونو ماشینرۍ ته د کار زمینه برابره شوې ده. د کندهار ولایت له معروف تر ارغستان ولسوالۍ پورې د ۸۰ کیلومتره سړک پروژه هم د دغو منظور شوو پروژو له جملې ده چې ټولټال پرې ۱.۷ میلیارده افغانۍ لګښت راځي. د یادولو وړ ده چې په دغه پروژه کې هم په سلګونو هېوادوالو او همدا راز یو زیات شمېر ماشینرۍ ته د کار زمینه برابرېږي.

همدې ته ورته پاتې پروژې هم هره یوه د سلګونو میلیونو افغانیو په لګښت سره په بېلا بېلو برخو کې تطبیق کېږي، چې د جوړولو پر مهال به یې زرګونو هېوادوالو ته کار زمینه برابریږي. د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه کړي او خپله هغه ځوانه طبقه افغانان چې په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته د کار کولو په موخه ځي، د هغوی مخنیوی وکړي او په کور دننه ورته د کار او حلالې روزۍ زمینه برابره کړي. د یادولو وړ ده چې یادې ۲۵ پروژې د اسلامي امارت په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې د زېربناوو رغولو په برخه کې مهم رول لوبوي.