۱۴۰۲ لمریز کال؛ د افغانستان صادرات پر وړاندې یې خنډونه او حل لارې

لیکوال: فضل ولي شیراني

سریزه

افغانستان په سیمه کې ستراتیژیک موقعیت په درلودلو سره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د پله حیثیت لري. د تاریخ په اوږدو کې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو مهم مسیر پاتې شوی دی او په دې برخه کې په دودیزه توګه د توکو د لېږد رالېږد اړوند اوږده تاریخچه لري. تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو کې د دې هېواد د نورو برخو په شان د سوداګرۍ برخه هم زیانمنه شوه، د افغانستان غوره صادراتي توکي، لکه غالۍ، ټغر، وچه او تازه مېوه له صادرېدو پاتې شول، چې له امله یې د دې هېواد اقتصادي وده هم ټکنۍ شوه.

په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې پیل شوې. سوداګرۍ ته چې په اقتصادي وده کې مهمه برخه لري، د اسلامي امارت له لوري ځانګړې پاملرنه وشوه او په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ وکړ. په دې موده کې د افغانستان صادرات زیات شول، له صادراتو او وارداتو څخه د راټولېدونکو عوایدو په بهیر کې روڼتیا رامنځته او سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې، چې له امله یې د افغانستان د کمروزې سوداګرۍ د پرمختګ بهیر ګړندی شو. د پرمختګ همدا بهیر، په اقتصادي وده کې د صادراتو ارزښت، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د افغانستان د صادراتو وضعیت او د هېواد پر اقتصادي وضعیت یې اغېزې هغه موضوعات دي، چې په دې لیکنه کې ورباندې بحث شوی دی.

صادرات او د هغو اقتصادي ارزښت

د هېوادونو د اقتصاد اړوند سکټورونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول او له دې برخو کلک ملاتړ د صادراتو د زیاتوالي لامل ګرځي. صادرات کورنی صنعت غوړوي او کاروبار زیاتوي، د بازار نوسانات کموي، ځکه صادروونکی هېواد د نوساناتو په راکمېدو سره کولای شي بېلابېلو بازارونو ته لاسرسی ولري او د یو ځانګړي بازار د ټکني کېدو په صورت کې نورو بازارونو ته مخه وکړي. همدارنګه د صادراتو د پراختیا په صورت کې کورني تولیدوونکي د تولید د ډېرولو له لارې د خپلو تولیدي توکو لګښتونه راکموي او په دې کار سره په نړیوال بازار کې زیاته ګټه ترلاسه کوي. صادرات د تقاضا یوه برخه ده، ځکه خو د صادراتو په زیاتوالي سره په ټوله کې تقاضا هم زیاتېږي او په پایله کې یې اقتصادي پرمختګ ته لار هوارېږي. د دې تر څنګ د صادراتو ډېروالی د یو هېواد د سوداګرۍ بېلانس برابر ساتي. د صادراتو اهمیت ته په پام سره یو هېواد باید د خپل اقتصادي پرمختګ په خاطر خپل صادرات زیات کړي.

اسلامي امارت د صادراتو اهمیت ته په پاملرنې سره په دې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي دي او پر دې توانېدلی، چې د تېرو کلونو په پرتله د صادراتو کچه لوړه کړي. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له ګاونډیو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره سوداګري درلوده او پر مټ یې بېلا بېل تولیدي توکي صادرول. وچه مېوه لا هم د افغانستان مهم صادراتي توکي جوړوي. ددې ترڅنګ افغاني غالۍ، ټغر او یو شمېر نور افغاني تولیدات د افغانستان د مهمو صادراتي توکو په کتار کې راځي چې دمګړۍ د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ په چین، هندوستان، عربستان، تاجکستان، قزاقستان او ان په نړیوالو بازارونو کې ښه مارکېټ لري.

په ټوله کې صادرات د یو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې زیاته ونډه لري او په اقتصادي پرمختګ، د روزګار په کچه او د سوداګرۍ پر بېلانس مثبت اغېز لري. د دې له پاره چې یو هېواد د اقتصادي پرمختګ پړاو ته ننوځي، باید د سوداګرۍ په بېلانس کې یې صادرات له وارداتو زیات وي، ځکه ډېر صادرات د ډېرو بهرنیو اسعارو د ترلاسه کولو لامل ګرځي او د بهرنیو اسعارو زېرمې په نړیوالو بازارونو کې د یوه هېواد د پېر ځواک غښتلی کوي.

اسلامي امارت او د هېواد صادرات

د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته سره له دې چې امریکا د افغانستان بانک شتمني کنګل کړه او د نړۍ له لوري ځیني بندیزونه هم ولګېدل، چې دغې چارې د افغانستان بانکي سیستم ټکنی او سوداګري یې زیانمنه کړه؛ خو بیا هم د افغانستان اسلامي امارت مسؤولینو سوداګرۍ ته، چې د هېواد د اقتصادي څرخ اصلي محرک بلل کېږي، پوره پاملرنه وکړه. موخه یې دا وه چې د سوداګرۍ په پراختیا سره کولای شي د صادراتو کچه لوړه کړي او پر مټ یې لوېدلی اقتصاد ورغوي.

په تېرو ۴ کلونو کې د افغانستان د صادراتو پرتلیزې شمېرې ښيي چې اسلامي امارت په خپل بهرني سوداګریز سیاست کې بریالی شوی، سیمه‌ییز باور یې پیاوړی کړی، خپلواکې او عادلانه سوداګریزې اړیکې یې جوړې کړې دي. دې هر څه ته په کتو سره داسې ښکاري چې د سوداګرۍ په برخه کې د شته تګلارې له مخې به د صادراتو ګراف په راتلونکو کلونو کې نور هم لوړ شي.

په ۱۳۹۹ل کال کې افغانستان د ۷۷۷مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل. هندوستان، پاکستان، ایران، ازبکستان، قزاقستان متحده عربي امارات، ترکیه، سعودي عربستان، عراق، ایران، جرمني، ایټالیا، روسیه، تاجکستان، ازبکستان او امریکا هغه هېوادونه وو، چې په همدې کال کې افغاني توکي ورته صادر شوي دي. په صادرو شویو توکو کې هنجه، د هنجنې تخم، وچه او تازه میوه، زیره، کنجد، د سبزیو تخم، رومي بادنجان، غالۍ، ټغر، مرمرو ډبرې، کاشي لوښي او د چرګانو دانه شامل وو. خو په ۱۴۰۰ل کال کې د صادراتو کچه یو څه لوړه شوې ده او د صادراتو مجموعي اندازه ۸۵۰ مېلیونو ډالرو ته رسېدلې ده. ددې کال په نیمايي کې اسلامي امارت د هېواد واګې په لاس کې واخیستې او د نړۍ له بندیزونو سره سره پر دې وتوانېد، چې د دې کال تر پایه د صادراتو کچه لوړه کړي. هنجه، د هنجې تخم، وچه او تازه میوه، د ډبرو سکاره، پنبه، زیره، پیاز، رومي بادنجان، زعفران، غالۍ او د چرګو دانه هغه توکي وو چې په ۱۴۰۰ل کال کې افغانستان د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر کړي دي. په ۱۴۰۰ ل کال کې د ټولو صادراتو له جملې څخه د ۸۰۱ مېلیونو ډالرو په ارزښت توکي هندوستان، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو، ازبیکستان، تاجیکستان، قزاقستان، ترکیې، ایران، عراق، ترکمنستان، سعودي عربستان ته او پاتې ۴۹ مېلیونه ډالر صادرات د نړۍ نورو هېوادونو ترسره شوي دي.

دغه راز په ۱۴۰۱ لمریز کال کې له افغانستان څخه د صادرو شویو توکو ۹۷سلنه پاکستان، هندوستان، ازبیکستان، تاجیکستان، ایران، متحده عربي اماراتو، چین، ترکیې، قزاقستان، او ترکمنستان او پاتې ۳ سلنه توکي د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. هغه توکي چې د ټولو صادراتو ۶۳ سلنه جوړوي، هغه د ډبرو سکاره، هنجه، پنبه، انګور، انار، رومي بانجان، ممیز، وچ انځیر، جلغوزي، زردالو او پاتې ۳۷ سلنه نور بېلابېل صادراتي توکي دي. په دې کال کې هم د تېرو دو کالو په پرتله د صادراتو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې چې  مجموعي ارزښت یې دوه میلیارد ډالرو ته رسیږي.

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د لومړیو درېیو ربعو د صادراتو ارزښت یو مېلیارد او ۳۵۵ مېلیونه ډالرو ته رسېږي. د هېواد په صادراتي توکو کې وچه مېوه تر ټولو زیاته صادره شوې، چې د صادراتو ارزښت یې د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې ۳۴۲ مېلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. د دې ترڅنګ طبي بوټي، معدني توکي او تازه مېوې په ترتیب سره د هېواد د صادراتو دوهمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي.[1]

په ټوله کې که پورتنیو شمېرو ته وګورو، نو د اسلامي امارت په بیا ځلي واکمنېدو سره د هېواد په صادراتو کې د پاموړ زیاتوالی راغلی دی. د صادراتو په لوړېدو سره به د افغانستان اقتصاد پیاوړی او د اقتصاد په پیاوړتیا سره د افغانستان پرمختګ او د خلکو د ژوند کچې د ښه کېدو خبره حتمي ده. بله دا چې که د صادراتو بهیر همداسې روان وي، نو لرې نه ده چې افغانستان به په څو راتلونکو کلونو کې له یوه وارداتي هېواد څخه په بشپړ ډول پر صادراتي هېواد بدل شي او محصولات او تولیدات به یې په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای پیدا کړي.

خنډونه او حل لارې

اسلامي امارت سره له دې چې د خپلو صادراتو کچه یې له اټکل څخه زیاته لوړه کړې ده، خو لا هم ځینې ستونزې شته چې زموږ پرمختګ ننګوي. له هغې جملې د نړیوالو له لوري لګول شوي بندیزونه، د امریکا له لوري په ناروا ډول د افغانانو د شتمنۍ کنګل کول او وخت پر وخت د ځینو ګاونډیو هېوادونو له لوري په سرحدونو کې د خنډونو جوړول. که دا ستونزې هوارې شي، نو بیا به د افغانستان سوداګري د اوس په پرتله دوه برابره پراختیا ومومي او له امله به یې صادرات نور هم لوړ شي.

د شتمنیو د کنګل کېدو په برخه کې اسلامي امارت تر خپله وسه هڅه کړې ده. دغه راز ځینو ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو هم پر امریکا غږ کړی او ترې غوښتي یې دي چې د افغانانو شتمني دې ورته وسپاري. خو لا هم په دې اړه کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه شوی. د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو ستونزو د هواري او په دې برخه کې د پرمختګ په موخه اسلامي امارت وخت پر وخت ناستې کړې، سفرونه یې کړي دي چې اوسمهال تر یوه بریده دا ستونزې هوارې او یا هم د هوارېدو په حال کې دي. ددې خبرې ښه ثبوت ایران ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سفر و. په دې سفر کې نوموړي له ایراني چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د سوداګرۍ، صنعت، کانونو، تیلو، ترانزیټ، پانګونې، کرنې، سرحدي مسایلو، روغتیا، لارو او ښار جوړونې، مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ په اړه خبرې وکړې. ددې ترڅنګ حاجي ملا صاحب او مل پلاوي یې له چابهار بندر او یوشمېر صنعتي او تولیدي فابریکو هم لیدنه وکړه. د سفر پرمهال په بېلا بېلو برخو کې یو شمېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول. ګډې کمېټې جوړې شوې او هغو ته دنده وسپارل شوه چې د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې هوارې او په دې برخه کې اسانتیاوو ته زمینه برابره کړي. د دې سفر په پایله کې اوسمهال د ایران د چابهار بندر څخه د سوداګرۍ له پاره د ګټې اخیستلو له پاره زمینه برابره شوې ده. په همدې ډول د ځینو نورو هېوادونو سره هم د سوداګریزو ستونزو د هواري او په دې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ناستې شوې دي او دا لړۍ به تر هغې دوام پیدا کړي چې په دې برخه کې شته ستونزې په بشپړ ډول له منځه ولاړې شي.

پایله

دا چې د ټولنو اقتصادي پراختیا د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت پورې اړه لري، په دې برخه کې چې کومه څه زیات رول لري، هغه سوداګري ده، ځکه د سوداگرۍ په پراختیا سره له یوه لوري د هېوادونو اړیکي پراخېږي او له بل لوري د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راځي. اسلامي امارت د صادراتو اهمیت ته په کتو د خپلو صادراتو کچه د هر کال په تېرېدو سره لوړه کړې ده. اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه هڅه داده چې د هېواد اقتصاد ورغوي، پر خپلو پښو یې ودروي او افغانستان د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره سیال کړي، چې ددې هڅو یوه بېلګه یې همدا د صادراتو د کچې لوړېدل دي چې کولای شي د هېواد اقتصاد په پښو ودروي. تر کومه ځایه چې تر سترګو کېږي اسلامي امارت ټولو هغو بنسټیزو کارونو ته مخه کړې ده چې کولای شي، افغانستان د نورو له احتیاجه خلاص، د یو خپلواک هېواد تر څنګ یې د درېیمې نړۍ د هېوادونو له نوملړ څخه راوباسي او د پرمختللو هېوادونو په کتار کې یې ودروي.

 

 

 

[1] د احصایې او معلوماتو ملي اداره: https://drive.google.com/file/d/1XwGIItPEs82v_bJ8BYl_WvaN344xN-lu/view