۱۴۰۲ لمریز کال؛ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات؛ لاملونه او اغېزې

لیکوال:  محب الله نظیمي

سریزه

هر هېواد اقتصادي ودې او ثبات ته اړتیا لري، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدل د اقتصادي ودې او ثبات په برخه کې یو مثبت ګام بلل کیږي. په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا راتګ سره د نورو اقتصادي پرمختګونو تر څنګ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم لوړ شوی دی.  په هر هېواد کې د سیاسي تحولاتو او بدلونونو څخه وروسته د هغه هېواد ملي کرنسي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، خو په افغانستان کې د تېرې ادارې په له منځه تللو او د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ځانګړې توګه ۱۴۰۲ لمریز کال کې لوړ شوی. که څه هم د اسلامي امارت د واکمنېدو په لومړیو کې افغانۍ به د بهرنیو اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکړ او دې چارې د انفلاسیون پر کچې خپل تاثیر درلود، خو د اسلامي امارت د پرله پسې هڅو او کوششونو په پایله کې د بهرنیو اسعارو پر ړواندې د افغانۍ ارزښت لوړ، د انفلاسیون کچه راټیټه شوه. موږ په دې لیکنه کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ ثبات، د هغو د لاملونو او اغېزو په اړه غږېدلي یوو.

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات

لکه څنګه چې د یوه هېواد پرمختګ په اقتصادي ودې پورې تړاو لري، د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یو عامل د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د هېواد د اسعارو ثابت ساتل دي.  افغانۍ یوازې د ډالر په مقابل کې نه، بلکې د نورو اسعارو پر وړاندې  هم لوړ شوې ده. په شاوخوا دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې یو ډالر د ۷۱ افغانیو معادل دی. د افغانۍ د ارزښت د لوړېدو لاملونه د افغانستان بانک له لوري د ډالرو لیلام، افغانیو ته د تقاضا زیاتېدل، د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د پولي کړنلارو ښه عملي کېدل، په هېواد کې د ډاډمن امنیت ټینګښت، د مالیاتو راټولول، له فساد سره مبارزه، په هېواد کې د افغانیو ترویج، په دولتي کچه د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی، په راکړه ورکړه کې یوازې له افغانیو استفاده او همدارنګه د صادراتو زیاتېدل او په هېواد کې د ملي پروژ پیلېدل ګڼل کیږي. اسلامي امارت توانیدلی دی، چې د صادراتو په زیاتولو، د ډالرو د قاچاق په مخنیوي او د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره د افغانۍ ارزښت وساتي. اوس مهال افغانۍ په سیمه کې یو له باثباته پولي واحدونو څخه شمېرل کیږي.

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات لاملونه او اغېزې

دا چې د تېرې ادارې  له سقوط وروسته افغانیو خپل ارزښت په تدریجي ډول بایلود، لامل یې دا و چې  له یوې خوا د امریکا له لوري د افغانانو شتمني کنګل شوه او له بلې خوا د ځینو نورو هېوادونو له لوري پر افغانستان اقتصادي او بانکي بندیزونه ولګېدل. خو اسلامي امارت له دې ټولو خنډونو سره سره وکولای شول چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ثابته وساتي. که د افغانۍ ارزښت ثابت وساتل شي، نو هېواد به پرمختګ وکړي او سوداګر به وکولای شي چې خپلې سوداګریزې چارې په ښه ډول ترسره او کورني او بهرني پانګوال به په لوړ اعتماد سره په هېواد کې پانګونه وکړي. دا هغه څه دي چې د ملي عوایدو د لوړوالي لامل ګرځي. همدارنګه د یوه هېواد پولي واحد ثابت ساتل ځینې نورې ګټې هم لري لکه اقتصادي ودې زیاتوالی، د بېوزلۍ کچې کمېدل، خلکو ته د کار زمینې برابرېدل او په بازار کې د نرخونو د توازن او د مصرف کوونکو د رضایت سبب ګرځي. دا چې د سیمې ځینو کرنسیو د ډالرو پر وړاندې څو برابره خپل ارزښت له لاسه ورکړی، خو برعکس بیا د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی دی. دغه راز د تېر کال په پرتله سږ کال د ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه ۱۵ اعشاریه ۴۲ سلنه لوړه شوې، د انفلاسیونک کچه په تدریجي ډول راکم شوې او په نړیواله درجه بندۍ کې افغانۍ  د غوره ثبات لرونکي پولي واحد ځای خپل کړی. د افغانۍ د ارزښت لوړېدو لامل د مرکزي بانک له لوري د شته پالیسیو درست تطبیق، د خلکو د تقاضا مطابق د ډالرو لیلام، د حکومت له لوري هېوادوالو ته د کاري زمینې برابرېدل، په افغانۍ باندې د راکړې ورکړې دودول او په بې مخینې ډول د صادراتو د کچې زیاتوالی په ګوته شوي دي.

پایله

هر هېواد اقتصادي ودې او ثبات ته اړتیا لري، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو په نتیجه کې د خوراکي او نفتي توکو بیې په تدریجي ډول سره را ټیټې شوې دي، چې دا خپله د هېوادوالو د رضایت سبب شوی او له بل اړخه پر بانکي سکټور د خلکو د باور سطحه لوړه شوې ده. د اسلامي امارت د زیاتو هلو ځلو په نتیجه کې د افغانۍ ثابت ساتلو موضوع د ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري هم ستایل شوې ده. د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره د پام وړ ګامونه اخیستل شوي. په هر هیواد کې له سیاسي تحولاتو او بدلونونو څخه وروسته د هغه هېواد پولي واحد د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، خو برعکس په افغانستان کې د تېرې ادارې په له منځه تللو او د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړ شوی.