د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۸:۴۰
7654

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۵مه نېټه د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو. په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو کې د کابینې یوشمېر محترمو غړو، د ایران، ترکیې، قطر او پاکستان هېوادونو ډيپلوماتانو، سوداګرو او همدا راز د افغانستان د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی وو.

محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، په سیمه‌ییزه او نړیواله سوداګرۍ کې هر هېواد د خپلو محصولاتو او تولیداتو پر اساس ځانګړی ځای او اهمیت لري او د نړۍ هېوادونه کوښښ کوي چې د خپلو توکو لپاره په پراخه کچه بازار پيدا کړي. د محترم ملا صاحب په خبره، د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او خپلو توکو ته د بازارموندلو یوه تر ټولو ښه لاره نندارتونونه دي، چې له نېکه‌مرغه د درېیم ځل لپاره په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل کېږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، په دغه نندارتون کې پر افغاني محصولاتو او تولیداتو سربېره د یوشمېر بهرنیو شرکتونو مهم او باکیفیته تولیدات او محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي دي چې دا به د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي او د ګډې بازارموندنې په برخه کې به مهم فرصتونه رامنځته کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ټولو بهرنیو شرکتونو استازو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د متقابلې اړتیا پر بنسټ د سوداګریزو تعاملاتو او اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته پوره ژمن دی او په دې برخه کې به هېڅ ډول خنډ او ځنډ نه رامنځته کېږي. محترم ملا صاحب د دغه نندارتون له لارې پر ټولو پانګوالو غږ وکړ  چې افغانستان پوره امن او د هر ډول پانګونې لپاره مساعد دی. اسلامي امارت په ټوله معنا د پانګونې په ځانګړې توګه د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره کلک هوډ لري او پانګوال کولی شي په ځانګړي ډول د بسته‌بندۍ معیاري مرکزونو او همدا راز د سړو خونو په جوړولو کې پانګونه وکړي، څو له دې لارې افغاني توکي په نړیواله کچه ښه بازار ترلاسه کړي.

په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون د هېواد د اقتصادي ودې او سوداګریزو تعاملاتو او اړیکو په پیاوړتیا کې مهم وباله او هیله یې وښوده، چې له دې لارې به د افغانستان او نړۍ هېوادونو ترمنځ سوداګریز تعامل لا زیات او پياوړی شي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د امام ابوحنیفه لومړی او دوهم ملي او نړیوال نندارتونونه په کابل کې جوړ شوي وو. د امام ابوحنیفه په درېیم ملي او نړیوال نندارتون کې په ۷۰۰ غرفو کې بېلابېل صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته اېښودل شوي چې ۲۰۰ یې بهرنیو شرکتونو ته ځانګړې شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۲مه نېټه د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۱۱
Background image

له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه وشوه

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو د رئیس په مشرۍ له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ غونډه د روان کال د عقرب په ۲۱مه په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۵۶
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وکړ

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د دوه استوګنیزو او. . .

BACK TO NEWS