محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت حوزوي روغتون ته د زلزلې له امله د زخمیانو د احوال پوښتنې په موخه لاړ

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۲:۲۴
۱۰۰۰

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات ولایت حوزوي روغتون ته د زخمیانو د احوال پوښتنې په موخه لاړ او له نېږدې یې د هغوی احوال واخیست. محترم ملا صاحب ټولو زخمیانو ته ډاډ ورکړ چې په ښه ډول به یې درملنه وشي او د دوی د درملنې په موخه یې ټولو طبي ټیمونو ته لازمې لارښوونې او هدایات کړي دي. محترم ملا صاحب د زلزلو ځپلو  زخمیانو د احوال پوښتنې پر مهال وویل چې اسلامي امارت د ولس نظام دی او د دغه ولس خدمت خپل مسوولیت ګڼي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS