د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو کمېټې د غړو وزارتونو او ادارو ترمنځ په مرمرینه ماڼۍ کې ګډه غونډه ترسره شوه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۶:۴۵
5U2A0281

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۶مه نېټه په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو کمېټې د غړو وزارتونو او ادارو ترمنځ په مرمرینه ماڼۍ کې ګډه غونډه ترسره شوه. محترم ملا صاحب ټینګار وکړ چې له کابل ښار څخه دې په بشپړ ډول سوالګر راټول شي او تر ارزونې وروسته دې بې سرپرسته مستحقو سوالګرو ته په دوامدار ډول د نقدو او خوراکي توکو د مرستو رسولو لړۍ جاري وساتل شي. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې اسلامي امارت د غریبو هېوادوالو او په ځانګړي ډول د سوالګرو ستونزو ته رسېدنه کوي او هڅه کوي چې د هغوی ستونزې حل او د یو سوکاله ژوند زمینه ورته برابره کړي. همدا راز محترم ملا صاحب د دغه کمېټې ټولو مسوولینو او په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لارښوونه وکړه څو د یادې کمېټې د کړنلارې مطابق خپل مسوولیتونه په ښه ډول ترسره کړي. په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري پرېکړه وشوه، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دې د جمعې لمانځه په خطبو کې د دغه عمل د دنیوي او اخروي زیانونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او د دغه پروسې مؤثریت په موخه دې خپل استازي یادې کمېټې ته ورمعرفي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS