د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د انرژۍ له وزیر ښاغلي علي اکبر محرابیان سره وکتل

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۱:۸
WhatsApp Image 2023-11-07 at 10.28.47_5ac0e08a

د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو د اوبو مدیریت، په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې، د کرنې په برخه کې د اوبولګونې له پرمختللو سیسټمونو څخه پر استفادې او په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې همکارۍ د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړې. محترم ملا صاحب وویل، وروستیو وچکالیو د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د اوبو پر سرچینو بد اغېز کړی، چې له امله یې د ځمکې سر او تر ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې ده. په ډېری سیمو کې د هېواد دننه خلک د ځایونو پرېښودو ته اړ شوي او ځینې نور یې بیا مهاجرت ته مجبور شوي دي محترم ملا صاحب همدا راز وویل، څه موده وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت تخنیکي هیئت د هلمند له سیند څخه لیدنه وکړه، دوی دا ومنله چې د هلمند سیند اوبه تر خپلې کچې څو برابره کمې شوي دي او د اسلامي امارت دریځ په دې برخه کې پر ځای دی.  همدارنګه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني لوري څخه وغوښتل چې له افغانستان سره په کور دننه د برېښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې شریکې او تخنیکي همکاري وکړي. د محترم ملا صاحب په خبره، افغانستان چې تازه له جګړو او اشغال راوتلی د اوبیزې، بادي، لمریزې، ډبرو سکرو برېښنا د تولید په برخه کې پرېمانه سرچینې لري، چې په استفادې سره به یې په کور دننه د برېښنا کمښت ستونزه حل او صنعت به ورسره د پام وړ وده وکړي.  د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر ښاغلي علي اکبر محرابیان د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته د ایران او افغانستان له لوري د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې  او د اوبو درست مدیریت او استفادې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

BACK TO NEWS