د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه وکړه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۹:۲۵
WhatsApp Image 2024-02-04 at 08.59.12_80703323

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند دملي پراختیا شرکت له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه او د هېواد د بیارغونې په برخه کې یې د دې شرکت کړنې وستایلې. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل: ملي پراختیا شرکت په کم وخت کې ښې لاسته راوړنې لري او نړۍ ته یې د اسلامي نظام او افغانانو وړتیاوې په ښه ډول ښکاره کړې. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ملي پراختیا شرکت د هڅو د ستاینې تر څنګ له خپل اړخه د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ. د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ورتګ څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې ملي پراختیا شرکت د هېواد د آبادۍ او په ځان بسیا کېدو لپاره هراړخیز پلانونه لري او په ځینو یې عملاً کار روان دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۲
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ایران له ولسمشر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (جمعه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د  چنګاښ میاشتې په ۱۲مه نیټه د ایران له ولسمشر ښاغلي مسعود پزشکیان سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۴۱
Background image

*د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه*

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

BACK TO NEWS