د واخان دهلېز اقتصادي ارزښت ته کتنه

سریزه

واخان د افغانستان د بدخشان ولایت ولسوالي او غرنۍ سیمه ده چې د منځنۍ اسیا په زړه او د افغانستان په شمال‌ختیځه برخه کې د شمال له خوا د پامیر، د سوېل له خوا د قراقروم او د لوېدیځ له خوا د هندوکش غرونو په منځ کې واقع دی. دا سیمه د واخان دهلېز یا درې په نوم د افغانستان د خاورې یوه نرۍ تړانګه ده چې د سوېلي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د پل حیثیت یې غوره کړی دی.

د امو سیند او واخان اوبه له دغه دهلېزه سرچینه اخلي او په همدې برخه کې افغانستان له چین سره ۹۲ کیلومتره رسمي، غیرمتنازعه او منل شوې پوله لري. همدارنګه واخان د پاکستان او تاجکستان ترمنځ پرته سیمه ده؛ د ګوګل مپ د نقشې له مخې، د دغو هېوادونو ترمنځ د پرتې یادې سیمې ډېره پراخه ساحه شاوخوا ۶۶ کیلومتره او کمه یې شاوخوا ۱۶ کیلومتره اټکل شوې ده.

اسلامي امارت د واخان له لارې د چین سره د سړک پر ایستلو عملآ کار پیل کړی دی، دا یو مثبت او مهم ګام دی، ځکه له دې لارې به افغانستان له چین سره وصل شي. که چېرته اسلامي امارت وتوانیږي چې په دې لاره باندې سوداګرۍ او ترانزیټ ته زمینه برابره کړي، دا به نه یوازې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت مثبت تاثیر وکړي، بلکې کولای شي، چې د سیمې هيوادونو له پاره هم اقتصادي ارزښت ولري، ځکه په اوسني عصر کې د چین سوداګري د ټولې نړۍ په مارکېټ کې خاص ځای لري او د مختلفو هېوادونو لپاره په مختلفو نورمونو باندې اجناس تولیدوي.

د واخان دهلېز اقتصادي ارزښت

د واخان دهلیز، د افغانستان، چین او سیمې د اقتصاد، تجارت او ترانزیت لپاره یو مهم مسیر ګڼل کېږي، چې د چین سینکیانګ ایالت د افغانستان له بدخشان سره نښلوي. د افغانستان او چین تر منځ د واخان مهمې لارې جوړېدو اقدامات داسې مهال کېږي، چې دا لار ۲۱۰۰ کاله تاریخي مخینه لري او له شپږو لسیزو راهیسې ترې ګټه نه ده اخیستل شوې، چې په جوړېدو سره به یې افغانستان په اقتصادي برخه کې یو مهم ګام پورته کړي.

الف: افغانستان ته یې ګټې

د واخان سړک په بشپړېدو سره به افغانستان د هېواد په شمال کې په بدخشان ولایت کې له چین سره ونښلول شي او له همدې لارې به له چین سره سوداګریزې اړیکې پیل شي. دغه لویه لار چین ته د مستقیمو وارداتو او صادراتو سربېره د ترانزیټ په برخه کې هم افغانستان ته ښه ګټه رسولی شي. چين د افغانستان له مهمو سوداګريزو شريکانو څخه دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په کلني ډول د سوداګرۍ کچه له یو میلیارډ ډالرو څخه زیاته ده.

د واخان له لارې به افغان او سیمې هېوادونو سوداګر وکولای شي، چې له چین څخه د افغانستان او د سیمې د اړتیا وړ توکي ترلاسه کړي او ترڅنګ به یې وکولای شو، هغه توکي چې له افغانستان څخه صادرېږي، په ځانګړي ډول وچې او تازه مېوې، منرالونه او نور توکي په اسانۍ سره چین ته صادر شي. په مجموعي شکل ویلای شو په هره اندازه، چې افغانستان وکړای شي د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته د تجارت لارې پرانیزي، نو دا د افغانستان پر اقتصاد مثبت تاثیر لري، چې دغه تاثیرات بیا اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ لپاره زمینه برابروي. د واخان دهلېز به د افغانستان په اقتصادي ودې، سیمه‌ییز اتصال او نړیوالۍ سوداګرۍ مثبت اغېز ولري.

ددې لارې په پرانیستلو سره نه یوازې زموږ د صادراتو او وارداتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کیږي بلکې چین او ګاونډي هېوادونه کولای شي له دې لارې ترانزیټ ترسره کړي.

د واخان دهلېز په پرانیستلو سره به افغانستان د گاونډیو هېوادونو له فشار څخه د همېش لپاره خلاص شي، چې ډېری وخت دوی د کراچۍ لار، ګوادر بندر او چابهار د سیاسي موخو لپاره ترې ګټه اخلي او هر کال زموږ سوداګرو او هېوادوالو ته درانه مالي زیانونه اړوي.

که چېرې موږ وغواړو چې دغه انحصار مات کړو او له منځه یې یوسو، نو مهمه ده چې باید د واخان لاره ژر تر ژره جوړه کړو، تر څو له چین هېواد سره مستقیماً وصل شو. ځکه د مرکزي اسیا هېوادونو سره موږ له مخکې نه لارې لرو او د صادراتو او وارداتو لړۍ په نورمال شکل دوام لري.

ب: چین ته یې ګټې

د واخان سړک پر جوړېدو سره به چین په درېیو برخو کې ګټه وکړي چې په لاندې ډول دي:

دوی به وکولای شي خپل مالونه د افغانستان له لارې چې تر ټولو نېږدې، مصوونه او د باور وړ لار ده، مرکزي آسیا هېوادونو، عربي نړۍ، ایران، ترکیې او اروپایي هېوادونو ته صادر کړي.

په دې ټول پوهېږي، چې د نړۍ لوی اقتصادي هېواد چین چې د تولید او صنعت په برخه کې په نړۍ کې ساری نه لري، د دوی له پاره مهمه ده، چې خپلو صادراتو او وارداتو ته په منظم شکل دوام ورکړي، پر همدې اساس دوی غواړي چې خامو موادو ته هم لاسرسی ولري او د افغانستان په شمول په مرکزي اسیا هېوادونو کې د نړۍ شل سلنه خام مواد موجود دي، چې د دې لارې په پرانیستلو سره د چین لاسرسی تر ټولو ښه ورته ممکن کېدلی شي.

او د دې لارې په جوړېدو سره به چین د سیالو هېوادونو له اقتصادي او سیاسي فشار څخه خلاص شي، ځکه تر ډېره هغه بحري لارې چې اوس چین د سوداګرۍ په موخه استفاده ترې کړي د امریکا، هند، جاپان او د نورو هغه هېوادونو تر نظامي کنټرول لاندې دي چې چین ورسره سیاسي او اقتصادي رقابت لري.

ج: سیمې هېوادونو ته یې ګټې

د واخان دهلېز پر پرانیستلو سره به نه یوازې افغانستان او چین بلکې یو شمیر سیمې هیوادونه (ازبکستان،ترکمنستان او ایران) هم ګټه ترلاسه کړي. په همدې ډول د ایران او چین لپاره چې شاوخوا  د څلور سوه میلیارده ډالرو په ارزښت تړون لري د تبادلې لپاره تر ټولو اسانه او ارزانه لار پیدا شي.