د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال: له هېوادوالو غواړم چې په خپلو سیمو کې نیالګي کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۳:۴۰
WhatsApp Image 2024-03-23 at 08.28.21_165029e8

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د وري میاشتې په دوهمه نېټه د ارګ په انګړ کې د نیالګي کېنولو پر مهال له هېوادوالو او په ځانګړي توګه له کابل ښاریانو وغوښتل، چې په خپلو سیمو کې نیالګي کېنوي او پاللو ته یې بشپړه پاملرنه وکړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره د نیالګیو په کېنولو سره به له یوه لوري زموږ د هېواد ښکلا څو برابره او له بل لوري به مو چاپېریال خوندي شي، چې دا دواړه بیا د هېوادوالو په روغتیا مثبته اغېزه کوي. د یادونې وړ ده، چې سږ کال به یوازې په کابل ښار کې دوه میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شي. په دې سره به د کابل ښار ښکلا زیاته او د چاپېریال په پاک ساتلو کې به مرسته وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS