د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو رئیس معرفي شو

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۴:۳
5U2A1279

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء عالي مقام د ۴۶۳۱ ګڼې حکم پر اساس، محترم حاجي محمد ابراهیم حکمت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو د رئیس په توګه د دفتر عمومي رئیس مفتي عبدالله عزام له لوري خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ.  د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت د دفتر عمومي رئیس نوموړي ته په خپلو کارونو کې د بریا هیله وکړه او له کارکوونکو یې د کارونو په ښه ډول پرمخ بېولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.  ورپسې د اقتصادي چارو رئیس ښاغلي حاجي محمد ابراهیم حکمت د اقتصادي معاونیت د مقام له باور څخه مننه او ژمنه یې وکړه، چې ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS