د افغانستان – قزاقستان سوداګریزو اړیکو ته ځغلنده کتنه

لیکوال: امان‌الله حنیفي

سریزه

قزاقستان د افغانستان په پوله شریک ګاونډی نه؛ خو په نږدې سیمه کې پروت هغه هېواد دی، چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره یې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې او په دغه برخه کې یې د پرمختګ په موخه مهم ګامونه اخیستي دي. قزاقستان په سیمه او نړۍ کې لومړنی هغه هېواد دی چې اسلامي امارت یې د هغو ګروپونو له لېست څخه وایست، چې دغه هېواد په خپله خاوره کې پرې بندیز لګولی و. قزاقي دولت وویل، چې دوی دا کار د افغانستان اسلامي امارت سره د سوداګریزو، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو د پياوړتیا او پراخوالي په موخه کړی دی او غواړي چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان یو ښه اقتصادي ملګری جوړ شي.

په ورته وخت کې د افغانستان اسلامې امارت هم له قزاقستان سره د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو په موخه څو ځلې دغه هېواد ته خپل لوړرتبه پلاوي لېږلي دي. د دغو پلاوو د سفرونو په پایله کې د پخوا په پرتله د سوداګرۍ حجم زیات او په ډېرو برخو کې پرمختګونه شوي دي.

دا چې قزاقستان د افغانستان لپاره د سوداګرۍ په برخه کې څومره مهم دی او د دواړو هېوادونو له لوري د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتولو په برخه کې کوم ګامونه اخیستل شوي، موږ په همدې مقاله  کېپرې خبرې کوو.

افغان – قزاق سوداګري او په دغه برخه کې ترسره شوې هڅې

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو را وروسته افغانستان او قزاقستان کوښښ کوي چې له یو بل سره ښه اقتصادي او سوداګریز شریکان جوړ شي. همدې موخې ته د رسېدو لپاره څو ځلې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو او قزاقي لوري ګډې ناستې کړې دي، چې پر مهمو مسایلو، شته فرصتونو او د موجودو ستونزو پر له منځه وړلو یې خبرې او پرېکړې کړې دي. اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۲۷۰ میلیون ډالرو ته رسېږي[1]. د دغه سوداګریزې اړیکې تقویت او پراختیا کولای شي ډېر سوداګریز فرصتونه رامنځته کړي.

قزاقستان د افغانستان بازارونو ته د ازبیکستان، ترکمنستان او یوه اندازه د تاجکستان له ترانزیټي لارو غنم، اوړه، غوړي او دغه راز برېښنایي وسایل، کرنیز ماشین آلات او ساختماني وسایل او توکي صادروي. له دې سره سره چې افغانستان د قزاقستان لپاره یو ښه مصرفي مارکېټ دی، برعکس بیا قزاقستان د افغانستان د وچو او تازه مېوو او همدا راز د زعفرانو او بېلابېلو افغاني محصولاتو لپاره د بازارموندنې او له دې لارې نړۍ ته د خپلو محصولاتي توکو رسولو یوه ښه لار هم بلل کېږي.

قزاقستان یو له هغو هېوادونو دی چې د افغانستان په اړه ناپېيلی بهرنی سیاست لري او هېڅ وخت د افغانستان په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او نورو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي او نه له خپلې خاورې بل چا ته اجازه ورکوي، چې افغانستان ته ضرر پېښ کړي. قزاقستان د همدغه سیاست په رڼا کې د اسلامي امارت په راتګ سره له کمې مودې وروسته خپل سفارت په کابل کې پرانیست او هم د دغه هېواد په مرکز استانه او الماتې ښارونو کې د افغانستان سفارت او کونسلګري فعال شول، چې اوسمهال د افغانستان اسلامي امارت له مرکزي حکومت څخه دستور اخلي، چې چارې یې په ښه ډول پر مخ ځي.

د دواړو هېوادونو له لوري د ډیپلوماتیک ماموریت پيل دې ته لار هواره کړه، چې د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتولو لپاره باور رامنځته او عملاً په ځینو برخو کې کار پيل شي. په همدې موخه تېر کال د قزاقستان په مرکز استانه کې د قزاق - افغان  په نوم درې ورځنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو. دغه نندارتون ته لوړرتبه امارتي پلاوی او سلګونه سوداګر په رسمي ډول غوښتل شوي وو، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ پکې په بېلابېلو برخو کې د ۱۹۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول. په قزاق - افغان نندارتون کې ۳۵۰ افغان سوداګرو د هېواد ۴۲۰ قلمه تولیدات او محصولات نندارې ته اېښي وو، چې د کوربه هېواد او ګډون کوونکو له لوري ترې هرکلی وشو[2].

څه وخت مخکې په کابل کې د قزاقستان د سفیر او سوداګرۍ خونې رئیس او همدا راز د هرات والي د مرستیال په حضور کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په هرات ولایت کې د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه[3]. دغه خونه د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه جوړه شوې ده. د دې خونې له لارې به افغان او قزاقي سوداګر هڅه کوي، چې د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو حجم زیات کړي.

د همدې ګامونو د اخیستو په دوام د تېر لمریز کال په وروستیو کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول وویل، چې دوی اسلامي امارت د هغو تحریم شوو ګروپونو له نوملړه ایستلی، چې دوی په خپله خاوره کې پرې د فعالیت بندیز لګولی و[4]. د افغانستان اسلامي امارت د قزاقستان د دغه اقدام هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخوالي په برخه کې ګټور ګام یاد کړ.

له دې وروسته په دې وروستیو کې د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو لوړرتبه اقتصادي پلاوی چې د دغه هېواد د خصوصي سکټور استازي هم پکې وو، کابل ته راغی. د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ راغلي پلاوي د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې وویل، قزاقستان چمتو دی چې د افغانستان په کانونو کې د قزاقي پانګوالو پر پانګونې سربېره له افغانستان سره د برېښنايي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده کړو، پوهنې، روغتیا او بانکي سکټورونو کې هم همکاري وکړي.  په دغه لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي په موخه د افغان – قزاق ګډو کمپنیو په جوړولو، د صنعت او سوداګرۍ ګډو خونو او د تجارت او کار ګډ ګروپ پر رامنځته کولو خبرې وشوې او په دغه برخه کې د عملي کار پر پيل ټینګار وشو.

همدارنګه قزاقي پلاوي له افغانستان سره د ترانزیټ کچې د زیاتوالي په موخه په افغان – ټرانس پروژه کې د شوو پرمختګونو د ستاینې ترڅنګ وویل، که چېرې د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ نوې شبکه وغځول شي، دا به د نورو پروژو په پرتله لنډه او د ښکېلو هېوادونو لپاره اقتصادي تمامه شي او وبه کولای شي، چې د مرکزي آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې سویلي آسیا او افغانستان به د ترکمنستان او قزاقستان له لارې له چین او اروپا سره ونښلوي. اسلامي امارت د دغه پروژې د تطبیق په برخه کې قزاقي پلاوي ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ[5].

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتوالي په موخه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په شپږمه نېټه د افغان – قزاق سوداګرۍ فورم په کابل کې پرانیستل شو. په دغه دوه ورځني سوداګریز فورم کې پر افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو سربېره قزاقي سوداګرو هم خپل تولیدات نندارې ته اېښي وو، چې د افغانانو له لوري یې ښه هرکلی وشو. د دغه فورم پر مهال قزاقستان چمتووالی وښود چې دوی غواړي له افغانستان سره د خپلې سوداګرۍ کچه درې میلیارد ډالرو ته ورسوي[6].

د افغان- قزاق سوداګرۍ فورم د پرانیستې په دوام، د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او تړونونو د ترلاسه کولو په موخه په ۱۲ سکټورونو کې د بي ټو بي په نوم د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ناستې هم ترسره شو ېاو همدارنګه د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د درې اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه هم ناستې ترسره او په دوام یې ټینګار وشو.

افغان او قزاق سوداګرو د دغه فورم جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په برخه کې مهم پرمختګ یاد کړ او د دواړو هېوادونو له حکومتونو یې وغوښتل، چې د سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې لا نورې هڅې هم وکړي.

پایله

له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو په پياوړي کېدو سره دغه هېود کولای شي د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي وده کې د پام وړ مؤثر فعالیت ترسره کړي؛ ځکه دغه هېواد د نفتو او ګازو ډېرې لویې سرچینې لري. له بل لوري قزاقستان په نړۍ کې د غنمو له لویو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی، چې دې ظرفیت ته په کتو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ ډېر فرصتونه برابرېږي. قزاقستان په جغرافیوي لحاظ په یو مناسب ځای کې موقعیت لري د مرکزي آسیا هېوادونو پر مټ کولای شي له چین او روسیېد سره افغانستان ونښلوي. له قزاقستان سره د اړیکو پیاوړتیا په صورت کې به افغان سوداګر وکولای شي چې خپل مالونه د دغه هېواد له لارې د نړۍ او په ځانګړي ډول د روسیې بازارونو ته ورسوي. د منځنۍ اسیا هېوادونه تر ډېره خپلو کې اقتصادي او سوداګریزې سیالۍ کوي او هر هېواد هڅه کوي چې د خپلو تولیداتو لپاره لنډ او ارزانه یو ښه مصرفي مارکېټ پيدا کړي، چې د قزاقستان لپاره افغانستان تر ټولو ښه انتخاب دی.