په کابل کې د ملت سوداګریز او په لښکرګاه کې د هستوګنیزو اپارتمانونو جوړولو طرحې تایید شوې

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۳:۲۴
photo_٢٠٢٤-٠١-١٠

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو. یادې ناستې ته د خصوصي سکټور له لوري په مزارشریف ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند تایمني سیمه کې د راه ابریشم هستوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو طرحې وړاندې شوې. تر مفصل بحث وروسته ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو طرحو تخنیکي او اقتصادي ارزونه ترسره او راپور یې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي. دغه راز یادې ناستې ته په کوټې سنګي سیمه کې د ملت سوداګریز مارکېټ او د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د سوداګریز مرکز او هستوګنیزو اپارتمانونو جوړولو طرحو د ارزونې لپاره د ټاکل شوو کمېټو له لوري راپورونه وړاندې شول، چې تر مفصل بحث وروسته د یادو مارکېټونو د جوړولو طرحې تائید او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته واستول شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS