د هرات – غور سړک د جوړولو چارو پرانیستې مراسمو ته د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وینا
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی
أما بعد؛
امارتي مسوولینو، علماوو، سوداګرو، د هرات او غور درنو ولسونو، په غونډه کې حاضرو مېلمنو او د رسنیو استازو؛
السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!
هیله ده ټول به روغ او جوړ یاست او د صحت جامې به مو په تن وي.
الحمد لله، د هرات—غور سړک د پروژې افتتاح هغه د خوښۍ لحظه ده، چې له کلونو راهیسي د غور ولسونه ورته منتظر وو، او په بشپړېدو سره به یې ولس ته اسانتیا رامنځته سي. د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله او د اسلامي امارت نور مشران ژمن دي چې هېواد له مشکلاتو خلاص او ولس ته سوکالي راوړي، چې د دې ارادې بېلګې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د عملي کارونو په بڼه لیدل کېدلی سي.
د ترانسپورټ سکټور، د هېواد په اقتصادي وده کې د یو مهم سکتور په توګه رغنده رول لري او پر اساس یې دا برخه پراختیا موندلی سي.
همدې اهمیت ته په کتو، اسلامي امارت د ترانسپورت برخه په خپلو لومړیتونو کې نیولې ده او له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ځمکني ټرانسپورټ په بېلابېلو برخو کې دوامداره مجلسونه کوي. هېوادوالو ته د اغېزمن، خوندي او معیاري ترانسپورتي خدمتونو وړاندې کول، د عامه ترانسپورت زېربناوو پراختیا، د ولایتونو ترمنځ د ترانسپورتي اړیکو پیاوړتیا، د خصوصي سکتور له لوري په دې برخه کې پانګونې ته زمینه برابرول او په دې سکتور کې بنسټیزو اصلاحاتو ته زمینه مساعدول د اسلامي امارت د کارونو په سر کې ځای لري.
د اسلامي امارت په راتګ سره عملاً د لویو لارو د بیارغونې کارونه پیل سوي لکه کابل – کندهار سړک، سالنګونو، واخان دهلېز، پر کابل سربېره په لویو ښارونو کې د سړکونو جوړول او بیارغونه، د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته د سړکونو غځول او د ولسوالیو له مرکزونو څخه لرې پرتو سیمو ته د سړکونو جوړول او بیارغونه، چې چارې یې په چټکۍ سره دوام لري.
د ختیځ ـــ لويديځ دهلېز د افغانستان له مهمو ملي او سترو پروژو څخه دی، چې د ځمکني ټرانسپورټ له لارې هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي، چې دا دی اوس یې د هرات - غور سړک عملي چارې پیلیږي.
د دغه دهلېز بشپړېدل به د سوداګرۍ د پراختیا او د سیمهییز ترانزیت په برخه کې مهم رول ولوبوي. دغه راز به د مسافرو لپاره هم ګڼې آسانتیاوي رامینځته کړي. او هم به له تاریخي پلوه په هغو سیمو تېرېږي، کوم چې ځانګړې او تاریخي ښکلا لري.
د یاد سړک په مسیر کې کانونه هم سته، چې له جملي څخه د غور په شهرک ولسوالۍ کې د مالګې او د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې د مرمرو کانونه یادولی سو.
په پای کې د غور ولسونو ته اطمینان ورکوم، چې اسلامي امارت ستاسو ترڅنګ دی، شته امکاناتو ته په کتو به هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د نورو پروژو د پرانیستې شاهدان هم و اوسیږو.
له توجو څخه مو مننه